-
یوه امریکایي شنونکي د میټا شرکت او صهیونیسټ رژیم ترمنځ نږدې اړیکې افشا کړې
Apr 16, 2025 10:18په داسې حال کې چې د نړۍ عامه افکار لا هم په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه په شوک کې دي، د نویو اسنادو افشا کول او د نړیوالی ټیکنالوژۍ په ډګر کې د دې رژیم د نفوذ د یوې تیاره کونج په اړه تحقیقاتو ښودلې چې میټا، د واټس اپ، انسټاګرام او فیسبوک مالک، اوس د اشغالګر رژیم د پخوانیو استخباراتي افسرانو د راټولیدو مرکز او د فلسطینیانو په وړاندې په دښمنانه پالیسیو کې مستقیم ګډون ګرځیدلی دی.
-
د واشنګټن په لویه تېروتنه د نیوزویک عتراف : یمن به شاته نه شي
Apr 16, 2025 08:20د پارس ټوډې په وینا، امریکایي ورځپاڼې په یوه راپور کې اعتراف کړی چې، که څه هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر په یمن کې د امریکا د هوايي بریدونو له پیل څخه یوه میاشت تیریږي، خو د یمن پوځ "د واشنګټن د بریدونو د بندولو هڅو ته دوام ورکوي او په اسراییلو او په سره سمندر کې په کښتیو توغندیو ویشتلو ته دوام ورکوي."
-
کالاس: د ایران او امریکې مذاکرات په صحیح لاره یو ګام دی
Apr 15, 2025 03:46د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې په عمان کښې د ایران او امریکې ترمینځ د مذاکراتو هرکلی وکړ او هغه یې د ایران د ایټمي موضوع د ډیپلماټیک هواري لپاره په سمه لاره یو ګام وباله.
-
د واشنګټن د سټراټیجۍ د بدلون په اړه د الاخبار تحلیل؛ ولې امریکا له ایران سره غیر مستقیمو خبرو اترو ته غاړه کیښوده؟
Apr 14, 2025 12:31پارس ټوډې - د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړي پړاو د ډیرو عربي او لویدیځو کارپوهانو او شنونکو پام ځانته اړولی دی، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې ایران په دې خبرو اترو کې د ځواک نښې نښانې سره راڅرګند شو او په ورته وخت کې له خپلو اساسي اصولو څخه شاته نه شو.
-
تر څو چې د امریکا د استخباراتو سازمان (CIA) عملیات پای ته ونه رسېږي، په لویدیځ آسیا کې به سوله نه وي
Apr 14, 2025 11:25پارستودی- د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوې سلاکارې ، په ترکیه کې د انټالیا په سیاسي فورم کې، امریکا په لویدیځ آسیا ګې د جګړو د رامینځته کېدو عامل وبلله او امریکایي کارپوه او د ملګرو ملتونو سلاکار ویې ویل: د سوریې جګړه د امریکا د پخواني ولسمشر د حکم له مخې پیل شوه
-
نتانیاهو لاهم د اسیرانو کورنیو ته پوچې وعدې ورکوي
Apr 14, 2025 13:03نتانیاهو د صهیونیسټو اسیران د آزادۍ لپاره یوځل بیا د دروغو ژمنه وکړه خو د دغو اسیرانو کورنۍ له حماس سره د بشپړې موافقې او د ټولو اسیرانو د آزادۍ غوښتنه وکړه.
-
چینی شنونکی: باور جوړول د ایران د اټومي مسلې حل دی
Apr 14, 2025 10:09پارس ټوډې - یوه چینایي شنونکي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو اهمیت ته په اشارې سره، دا چلند مثبت ارزولی او ټینګار یې کړی چې دوامداره ډیپلوماسي او باور جوړونه د ایران د اټومي مسلې حل دی.
-
د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستیقمو خبرو څخه قاهرې هرکلی وکړ.
Apr 14, 2025 02:46د مصر د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا خبرې به مثبتې پایلې ولري.
-
چینايي شنونکی: اعتماد جوړونه د ایران د اټمي موضوع حل لاره ده
Apr 14, 2025 02:42د چین یو شنونکي د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره دا یو مثبت ګام بللی او دوامداره دیپلوماسي او اعتماد جوړونه یې د ایران د اټمي موضوع حل لاره بللې ده.
-
د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو په دارفور کې ۴۵۰ کسان وژلي
Apr 14, 2025 02:30د سوډان د آزادۍ پوځ جنبش وایي، د چټک غبرګون ځواکونو د دارفور په مرکز الفاشر او د کډوالو په کمپونو باندې په درې ورځني بریدونو کې ۴۵۰ کسان وژلي دي.