په افغانستان کې د افراط پالنې اوسلفي پالنې د جرړوجاج
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i109322-په_افغانستان_کې_د_افراط_پالنې_اوسلفي_پالنې_د_جرړوجاج
د ۲۰۰۱ میلادی کال د ستمبر ۱۱ نیټه هغه پیښه وه چی امریکا او د هغې متحدانو د القاعدې او طالبانو پرضد د پراخ جنګ اعلان وکړ او په نهایت کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د نسکوریدا سبب شو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 06, 2021 12:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د افراط پالنې اوسلفي پالنې د جرړوجاج

د ۲۰۰۱ میلادی کال د ستمبر ۱۱ نیټه هغه پیښه وه چی امریکا او د هغې متحدانو د القاعدې او طالبانو پرضد د پراخ جنګ اعلان وکړ او په نهایت کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د نسکوریدا سبب شو .

په افغانستان کې د افراط پالنې او سلفی پالنې د جرړو د جاج د لړۍ له وروستۍ برخې سره مو خدمت ته حاضر شوی یو ، په ننۍ برخه کې هم د تیرپروګرام بحث ته دوام ورکوو .

د ۲۰۰۱ میلادی کال د ستمبر ۱۱ نیټه هغه پیښه وه چی امریکا او د هغې متحدانو د القاعدې او طالبانو پرضد د پراخ جنګ اعلان وکړ او په نهایت کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د نسکوریدا سبب شو . په دغه بدلون سره افغانستان تازه مرحلې ته ورداخل شو چی په نی پړاو یادیږی . دغه پړاو په هغو ارزښتونو ولاړ وو چی زیاتره یې له لویدیځ بیلګه اخیستله ، که څه هم د نوی پړاو مشرۍ په لومړیو کې هڅه وکړه چی قومی ، فرقه ای او ډله ایز تاوتریخوالي کم شي او وحدت او همپالنه پیاوړي شی . خو په دوام او د وخت په تیریدو سره د دغه هیواد د واکوالانو د مالی او اداری فساد په خاطر د لویدیځې ډیموکراسۍ تپل چی د افغانانو له کلتور ، دودونو او ادابو سره دومره شمون نه خوړه ، کلتوری او اقتصادی فقر ، د سیمې او نړۍ د هیوادونو مداخله ، د بهرنیو عسکرو ړندې حملې او بمبارۍ ، د ملکیانو وژله ، وغیره زیاته شوه او نوی چیلنجونه یې رامینځته کړل . دینی افراط پالنه یو بل چیلنج وو چی افراطي ډلو په توګه تجسم شوی او په ریډیکاله روده خپلو افکارو دودولو ته توجه کوله . ځینې افراطي ډلې په هرو دو شکلونو ، جهاد ، تکفیری ، تبلیغی ، ارشادي ، په نوی پړاو کې په وهابی پالنې پورې منسوبې دي ، لکه القاعده ، حقانی شبکه ، داعش ، جمعیت اصلاح او دینی مدرسې په تیره بیا د افغانستان په ختیځو سیمو کې .

جهادی ، تکفیری ډلې چی پکې القاعده ، حقانی او داعش ډلې شاملې دي ، چی د دغو ډلو ایډیالوجی او فکری جرړې کابو یوشانته دي او د دریځ نیونې اورودې له نظره ګډ ټکي لري .د بیلګې په توګه کلتوری میراثونه ویجاړوي ، شیعه دښمنه دي ، خپل مشر امیر یا خلیفه نوموي ، ځان پرضد بدبینی او بدویل له دین څخه وتل بولي ، او باوري دي دخدای له لوری یوه شایسته ډله ده چی له اسلام دفاع کوي . په افغانستان کې د دغو ډلو له لوړو صفتونو د عراق ، سوریې او خراسان په شمول په درسته نړۍ کې د شریعت د اجرا لپاره د هغو ادعا ده . په عراق او سوریه کې د داعش د قدرت له ترلاسه کولو سره د دغې ډلې د خراسان څانګې په افغانستان کې خپل شتون اعلان کړ او قدرت ته د طالبانو له رسیدا مخکې یې په دغه هیواد کې د شیعیانو پرضد ډیرې حملې وکړې .

تبلیغی ، ارشادی ډلې چی پکې جمعیت اصلاح ، مدرسې ،  په عربستان کې زده کړې کړي عالمان  وغیره پکې شامل دي تبلیغی ، ارشادي له لومړۍ ډیر جدي دي ، په دې دلیل چی د لومړی ډلې کرښه معلومه وه او عملا له افغان حکومت سره په جنګ کې وه ، که څه هم په افغانستان کې له داعش ډلې سره  دافغان دولت جنګ او مخالفت کې جدي شکونه موجود دي او په تیره بیا په عراق او سوریې کې د داعش له ماتې او په افغانستان کې د دغې ډلې له فعالیدا وروسته  له داعش ډلې د اشرف غنی حکومت د ملاتړ خبرونه رارسیدل . په افغانستان کې د داعش د شتون او قدرت ترلاسه کولو کې  له یوې خوا افغان دولت تورن وو چی له داعش سره د طالبانو په جنګ کې د داعش په ملاتړ کې د طالبانو په مورچو بمبارۍ کوي او یا داسې کارونه کوي چی په دغه هیواد کې د داعش جرړې په بشپړه وچې نشي . لکه څرنګه چی هم کارپیژاندو او هم د طالبانو ویندویانو له رسندویو په تیره بیا تهران پښتو راډیو سره په مرکو کې په ځلونو د دغه ټکی یادونه کړی ده او ټینګار یې کړې دې چی هغه وخت چی طالبان په افغانستان په تیره بیا د دغه هیواد په ختیځ کې د داعش په جرړه ویستلو بوخت وو ، دافغان دولت هوایی ځواک لاس وهنه وکړه او داعشیان یې وژغورل . له بلې خوا په افغانستان کې پرتو بهرنی ځواکونه په تیره بیا امریکایی عسکرد داعشیانو په ځای پر ځای کولو په تیره بیا له ختیځ جنوب او لویدیځ ته تورن دي . دا هغه ټکې دې چی ښاغلی کرزی هم په تیروکلونو کې په هغه اعتراض کړی او افغان کارپیژاندو هم امریکا په بهرنیو هیلی کاپټرو کې د داعشیانو په ځای پر ځای تورن کړی دي .

د دغو ادعاګانو نښې نښانې په تیره بیا هغه وخت چی داعش په عراق او سوریه کې ماته وخوړه  زیاتې تر سترګو کیږی او د کارپیژاندو په نظر د ناټو د غړیو هیوادونو په تیره بیا امریکا دغه اقدام دروسیې د پولو او هغو هیوادونو د ناامنه کولو په هدف ترسره کیږی چی د روسیې حیاط خلوت حسابیږي . په ټول کې داسې ښکاری امریکا اوملګري یې له سوریې او عراق مرکزی اسیا هیوادونو پولو ته د  داعش په انتقال سرهداعشیان د افغانستان لویدیځو پولو ته انتقال کړل ، هغه چاره چی د روسیې اندیښنې او اعتراضونه یې هم راپارولي دي . د بیلګې په توګه د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې په جوزجان ، سرپل  او فاریاب کې د داعش د ترهه ګرې ‌ډلې پرضد طالبانو پراخ عملیات  وکړل . د دغو عملیاتو په بهیر کې د امریکا جنګی الوتکوپه ځلونو د داعشیانو په ملاتړ کې د طالبانو مورچې بمباری کړې . په نهایت کې په په لسګونو داعشیان طالبانو په وسیله مړه او څه د پاسه سل نور هم ونیول خو یو شمیر داعشیان د افغان دولت  په هیلی کاپټرو کې د طالبانو له کلابندي وژغورل شول .

د افغانستان په شمال کې د طالبانو له بریالیو عملیاتو وروسته دغې ډلې د اګست په پاې کې د دغه هیواد په ختیځ کې  هم عملیات پیل کړل چی د امریکایی او ناټو عسکرو له غبرګون سره مخامخ شول . د کابل نیوز ټیلی ویژیونی چینل هم په هغه وخت کې وویل د ملا نیک محمد تر قوماندانۍ لاندې  په قطعه سرخ د طالبانو ځانګړي ځواکونه ننګرهار ولایت ته ولیږل شول تر څو د دغه هیواد په ختیځ کې د داعش پرضد پراخ عملیات پرانستل . په نتیجه کې طالبانو د داعش ډلې پرضد او د دغې ډلې د تباه کولوپه هدف په وزیرو تنګی ، توره بوړه ، اچین او وټه پور کې عملیات وکړل .

په عین حال کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ترهه ګرې ډلې د تباه کولو لپاره د طالبانو عملیات د امریکایی ځواکونو او جنګی الوتکود ملاتړ په دلیل نتیجې ته ونه رسیدل .

خو تبلیغي ، ارشادي ډلې په پټه خپله افراطی ایدیالوجی د دیندارانو په ذهنونوکې پچکاری کړی او له دې لارې سلفی پالنې او وهابی پالنې ته توجه کوی .

د جمعیت اصلاح  ډله چی په ۲۰۰۳ کال کې د یوه اجتماعی اورګان په توګه  د افغانستان په قضایی وزارت کې ثبت شو ، خو د کار پیل یې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروی د نیواک  وخت ته ورګرځی . دغه اورګان زیاتره په څلورو برخو کې پروګرام درلوده ، لومړی د قران ، حدیث ، فقهې په شان اسلامی تعلیمات  او دینی سیمینارونو ، او دوهم کلتوری او نشریاتی برخه کې چی د صدای اصلاح رادیو ، د قافله ، ژوند ، اذان ، رهنوردان په شان د میګزینونو او رسالو ، او همدار راز  د زرګونو سی ډی ګانو  او بروشرونو له لارې . دریم د دارالحفاظ ، مدرسو  او پوهنتون په شان تعلیمی اورګانونو او څلورم د عمومی مظاهرو وغیره د ترسره کولو په شان د سیاسی او اجتماعی فعالیتونه  او د دغه بهیر د مشهورو کسانو لکه ډاکټر عبدالصبور فخری ، مولوی عبدالسلام ، مولوی ابو عبیدا... متوکل ،  عبدالظاهر داعی وغیره په شان کسانو او مبلغانو له لارې چی په ډیرو موردونو کې افراطی لیدتوګې لري . د بیلګې په توګه عبدالسلام وایی مونږه ټول سلفیان یو ، ځکه چی واقعی سلفیان له عالمانو او د حضرت محمد ص له نږدې کسانو دپیروۍ په معنا دی . همدغه ډول متوکل د افغانستان د شیعه پیروانو په اړه وایی هغو زمونږ لپاره د نور په ځای تورتم راوړې دې .

بل عامل هغه دینی عالمان ، د پوهنتون استادان  او طلبه دي چی د عربستان ، پاکستان ، هند ،  یمن او لږ شمیر هم دمصر په الازهر پوهنتونونو او دینی مدرسو کې زده کړې کړي او له وهابی پالنې تفکر اغیزمن شوی دي . د بیلګې په توګه د کابل  او ننګرهار پوهنوتونونو دشرعیاتو ځینې استادان د محصلینوترمینځ د افراطی او تکفیری افکارو دودونکي دي .

د مدرسو ، کتابتونونو او پوهنتونونو له لارې د عربستان او ځینو عربی هیوادونو لاس وهنه په افغانستان کې د وهابی پالنې د دودولو په نورو عواملوکی شامل دي . د مثال په توګه د ننګرهار ولایت په نجم المدارس دینی مدرسه کې  په ۲۲۰ زره ډالرو په ارزښت د سنبال کتابتون جوړول او په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په دینی او کلتوری مرکزونو کې د ۱۲۴ زره ټوکو کتابونو په ویشلو او په ۵۰۰ میلیون ډالرو لګښت سره په ننګرهار ولایت کې د ستر اسلامی پوهنتون د جوړولو د کار پیلول د سعودیانو د نفوذ ښکاره بیلګې دي البته عربستان تل او تر ننه د افغانستان په تعلیمی سیسټم کې د نفوذ په لټه کې دې ، لکه څرنګه چې تیر کال په ریاض کې د عربستان سفارت  اعلان وکړ ، عربستان د کابل په غوښتنه نیت لری په افغانستان کې د سلو مدرسو په ځای ۶۰۰ مدرسې جوړې کړي . دغه خبر د افغانستان په عالمانو او پارلیمانی غړیو کې اندیښنې راوپارولې . د افغان رسندویو له راپور سره سم د عربستان د پراختیا صندوق د دغو ۶۰۰ مدرسو د جوړولو لپاره  له ۵۰ میلیون پور سره موافقه کړی د کلیو د پراختیا شوراګانې به د دغو مدرسو د جوړولو مسولیت پرغاړه واخلی .

په پاې کې او هغه څه ته په پام سره چی په دغو بینځو پروګرامونوکې وویل شول ، نتیجه اخیستلې شو چی  د طالبانو ډله به په راتلونکی کې له یوې خوا د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو له چیلنجونو سره مخامخ وي ، له بل پلوه د داعش په شمول د سلفی او افراطي ډلو ځپل او کنټرولول به د دغې ډلې مخې ته مهم چیلنجونه وي . که څه هم په عراق او سوریه کې د داعش ځپلو او کمزوری کولو په افغانستان کې هم د دغې ډلې ملا ماته کړی ده ، خو د طالبانو په وینا ځینې قدرتونه هڅه کوي په افغانستان کې د داعش په غټو ښودلو سره خپلو پردې شاته هدفونو ته ورسي .

پای