افغانستان او پاکستان به تېره اوونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i111778-افغانستان_او_پاکستان_به_تېره_اوونۍ_کې
د اسلو غونډه، افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سفر، امریکې ته د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ګواښ او داسي نوری مسالې په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2022 12:04 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان به تېره اوونۍ کې

د اسلو غونډه، افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سفر، امریکې ته د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ګواښ او داسي نوری مسالې په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

ناروې ته د امریکې او د اروپایي هیوادونو له استازو سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو د پلاو سفر، د پاکستان په وړاندې د طالبانو د سیاست مثبت ارزونه د پاکستان د ملی امنیت د سلاکار له لوري، په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د شتمنیو د خوشي کولو لپاره د هیڅ ډول شرط په نه اېښودلو د ایران ټینګار، په کابل کې د اروپایي اتحادیې د دفتر پرانیستل کېدا او د طالبانو له رسمیت پېژندنې څخه انکار، په هرات کې د داعش د ترهګري ډلي برید، امریکا ته د طالبانو د حکومت خبرداری، په بلوچستان ایالت کې په پاکستاني فوځیانو ترهګریز برید او له افغانانو سره د نړیوالو د مرستو په دوام د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ټینګار په تېره اوونې کې د یادو هیوادونو له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

د اسلو په غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو بیانیې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقی غبرګون وښوده چي دغه غونډه د دې ډلي د هیلو په اپوټه طالبانو ته هیڅ یوه لاسته راوړنه  نه ده درلودلې.  د ناروې په پلازمیني اسلو کې له امریکایي او اروپایي استازو سره د طالبانو د خبرو اترو له پېلېدو څخه مخکې، د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح ا... مجاهد» ویلي وه چي یاده غونډه به د افغانستان په حالاتو کې د بدلون سبب وګرځي.

د دې ډلي د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشري د طالبانو یوه پلاوی چي ناروې ته تللی و، د امریکا، برتانیې، فرانسې، جرمني او نورو اروپایي هیوادونو له استازو سره په لیدنه کې د بشري حقوقو، انساني حالاتو او ورته نورو مسالو په هکله خبري اتري کړي وي.

په دې هکله چي په اسلو کې له اروپایي او امریکایي استازو سره د دې ډلي د پلاو خبري اترې به د افغانستان په حالاتو کې د بدلون سبب وګرځي، د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح ا... مجاهد د هیلمندی اظهار وښوده چي طالبان دغو خبرو اترو ته خوشبین دي خو د اسلو د غونډي پایلې د هغوی له فرضیاتو سره توپیر لرل.

د اسلو په غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو استازي په یوه ګډه بیانیه کې اعلان وکړ چي د افغانستان د راتلونکي حکومت لپاره د مشروعیت اصلي سرچینه به افغان ولس وي، یعني د افغانستان خلګ کولایشي دولت ته مشروعیت ور وبخښي او طالبان به یوازې په هغه صورت کې په رسمیت وپېژندل شي چي په افغانستان کې یو ټول ګډونه حکومت رامینځ ته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دې بیانیې په غبرګون کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه یو ډول «پلمه جوړونه» وباله او تاکېد یې وکړ چي نړیواله ټولنه له ټول ګډونه حکومت څخه هیڅ ډول مشخص تعریف نه لري.

طالبان چي د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګوست له میاشتې را په دې خوا په افغانستان کې واک په لاس کې نیولي دي، نه دي توانېدلي  چي د ټول ګډونه حکومت د جوړولو، د ښځو د حقوقو د تامینولو او د لږکیو او نورو قومیتونو د حقوقو په زمینه کې خپلي ژمني پوره کړي.

په داسي یو حالاتو کې چي په افغانستان کې د خلګو، قومونو، مذهبی لږکیو او سیاسي ډلو تر مینځ د طالبانو له حکومت څخه رضایت ډېر کم دی، نړیواله ټولنه هم دې ته تیاره شوې نه ده چي په افغانستان کې د عامه اذهانو په اپوټه د طالبانو له حکومت سره د همکاریو او د رسمیت پېژندنې په لړ کې ګامونه اوچت کړي.

د افغانستان په حکومتي اداراتو کې یوازې له یوې ځانګړې مفکورې په کارولو د طالبانو ټینګار، په ښځو، رسنیو او مدني ټولنو د پابندیو لګول کېدا سبب شوې چي نړیواله ټولنه د دې ډلې د پرلپسې غوښتنو سره سره، طالبانو سره د همکاریو او د رسمیت پېژندنې ته هیڅ ګروهنه نه ولري.

د تېرو پنځو میاشو تجروبه وښوده: تر کومه چي طالبان په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې په افغانستان کې خلاصون او سهولتونه رامینځ ته نه کړي او د مېرمنو، لږکیو، رسنیو او سیاسي ډلو حقوقو ته د درناوی لپاره اړین ضمانتونه وړاندې نه کړي، د نړیوالو له لوري په افغانستان کې  د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې، ملاتړ او مرستو لپاره هیڅ ډول هیلي شتون نه لري.

د افغانستان خلګ له نړیوالو څخه تمه لري چي تر کومه طالبان په حکومت کې د خلګو ګډون زمینه نه وي برابره کړې او په واک کې د سیاسي ډلو ګډون او د خلګو فردي او ټولنیزو حقوقو ته غاړه نه وي اېښودلې، په دغه هیواد کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه وپیژني.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي که سپینه ماڼۍ د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې ډډه وکړي د دې ډلې له لوري د امریکې ګټو ته به ګواښونه دوام وموندي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر «سراج الدین حقاني» الجزیرې ته وویل: که امریکا دغه ډله په رسمیت نه وپېژنې، د امریکې په ضد به ګواښونه له سره پیل شي.

حقانی وویل: امریکا د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندې څخه په ډډه کولو سره، د افغانستان له ولس سره د دښمنیو او د زیان رسولو دروازې خلاصي پرېږدي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د طالبانو په وړاندې د امریکې له سیاست څخه په نیوکې سره، واشنګټن طالبانو سره د نړیوالو د تعامل په مخ کې خنډ رامینځ ته کړی چي دا د منلو وړ نه دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندنې په صورت کې د امریکې ګټو ته د زیان اړولو ګواښ د دې ښودنه کوي چي د امریکې په وړاندې د طالبانو په سیاست کې بدلون راغلی دی.

طالبان چي له تیر اګوست را په دې خوا په افغانستان کې واکمن شوي، په وروستیو میاشتو کې په ځلونو له امریکا څخه غوښتنه کړې ده چي په دغه هیواد کې د طالبانو واکمنی په رسمیت وپېژني، په مقابل لوري کې امریکا په دې باندې په ټینګار سره چي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره بیړه نه لري، د دې ډلي په وړاندې د امریکا په دریځ کې بدلون د طالبانو له اقداماتو او کړنو سره مشروط بللی دی.

امریکا له دې سره سره چي، طالبان په رسمیت نه دی پېژندلی، د افغانستان د شتمنیو په کنګلولو سره د افغانانو لپاره یې سترې اقتصادي ننګونې رامینځ ته کړي دي.

په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان مالي سرچینو د طالبانو نه لاسرسی سبب شوی چي د طالبانو حکومت د افغانستان د خلګو د لومړنیو اړتیاو  لکه درملو او خوراکي توکو په برابرولو کې پاتي راشي. په دې خاطر دی چي تر نورو هیوادونو مخکې امریکا د طالبانو حکومت ننګونې رامینځ ته کړي دي او د دې ډلې د کمزوري کولو هڅه کوي.

د طالبانو له نظره، اروپایي هیوادونه د افغانستان په وړاندې د پریکړې کولو لپاره د خپلواکی د اظهار سره سره، بیا هم د امریکا سیاستونه تعقیبوي او د واشنګټن نظر ته ګوري، تر کومه چي امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه وي پېژندلي بعید ښکاري چي اروپایي هیوادونه دي هم په دې لړ کې ګام پورته کړي.

اوس مهال امریکا او اروپا په افغانستان کې د سیاسي، صنفي، مذهبي او قومیتي ډلو او مختلفو پرګنیو په فعالیت باندې د لګول شویو محدودیتونو د لیري کېدو غوښتونکي دي او د طالبانو د حکومت هر ډول رسمیت پېژندنه یې د خلګو له فردي او ټولنیزو ازادیو، حقوقو او د ټولو قومیتونو په ګډون سره د ټول شموله حکومت په جوړلو مشروط کړې ده.

دې ته په پام سره چي، د طالبانو له واکمنېدو څخه پنځه میاشتې تېري شوي دي، خو بیا هم دغه ډله د جمهوریت د اصل، د مېرمنو د کار او روزنې او په واک د قومتیونو د ګډون په لړ کې هیڅ ډول اقدام نه دی کړي، نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې سرغړوي.

په داسي یو حالاتو کې د طالبانو حکومت، په افغانستان کې د دې ډلي د حکومت د رسمیت پېژندنې په لړ کې د امریکې د نظر د جلبولو لپاره، ګواښ ته مخه کړې او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ګواښ کړې چي که واشنګټن د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندنې سیاست ته دوام ورکړي نو ګټي به یې له خطر سره مخامخ شي.

داسي انګېړنې موجود دي چي طالبان په دې سوچ سره چي په جنګ باندې تاکېد تر دوو لسیزو وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په ایستلو کې کارنده واقع شوې نو کولایشي د امریکې په ګواښلو او د هغه د ګټو په نښه کولو سره سپینه ماڼۍ مجبوره کړي چي په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

معید یوسف د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي او د دغې ډلې له ځینو نورو غړو سره په ملاقاتونو کښې، د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ، په افغانستان کښې د انساني او اقتصادي کړکیچ او په ګډو پولو کښې د امنیت په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

د افغانستان طلوع خبري چینل په کابل کښې د پاکستان د سفیر له قوله وویل چې دواړه هیوادونه له افغانستان سره د انساني او اقتصادي مرستو په هکله صلاح مشورې کوي.

دا په تیر اوړي کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې کابل ته د پاکستان د یو جګ پوړي پلاوي دریم سفر دی. له دې مخکښې د پاکستان د اطلاعاتو او امنیت د ادارې مشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له حکومت سره د صلاح مشورو لپاره کابل ته سفرونه کړي وو.

افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت د صلاحکار تګ په داسې حال کښې دی چې د دواړو لورو ترمینځ له نزدې سیاسي صلاح مشورو سره سره، په تیرو پنځو میاشتو کښې چې د افغانستان واک د طالبانو لاس ته ورغلی دی، د هغوي اړیکې له لوړو ژورو ډکې دي.

څه موده مخکښې له پاکستان څخه افغانستان ته د ماهرانو د لیږلو په هکله د وزیراعظم عمران خان  څرګندونې هغه تازه پيښه وه چې د طالبانو منفي غبرګون یې راپارولی و.

عمران خان وړاندیز کړی و چې په افغانستان کښې د انساني ځواک کمي ته په پام سره، د طب، انفارمیشن ټیکنالوجۍ، حسابدارۍ یا اکاونټنګ او مالي چارو کښې د پاکستان ماهر او روزل شوي ځواکونه دغه هیواد ته واستول شي، خو د طالبانو ویاند یې په غبرګون کښې ویلي وو چې افغانستان، پاکستاني ماهرانو ته هیڅ ضرورت نه لري.

ذبیح ا... مجاهد وویل: د افغانستان په وزارتخانو کښې د کار لپاره تحصیل کړي ځوانان ډیر دي او بهرنیو انساني ځواکونو ته هیڅ اړتیا نشته.

د عمران خان وړاندیز ته د طالبانو د ویاندوي تند او تیز غبرګون، په پاکستان باندې د دغې ډلې د ځینو یرغلیزو کړنلارو په دوام کښې و. له دې مخکښې هم له افغانستان سره په ګډه پوله د پاکستان د پوځ له خوا د سرحدي حصار لګول، د دغې ډلې د سختې نیوکې او حتی د طالب وسله والو له خوا د دغه اغزن تار د یوې برخې د خرابولو سبب شوي وو.

د ملګري او محرم له شتون پرته له سفر کولو د افغانستان د ښځو له منع کیدو وروسته د پاکستان د اطلاع رسونې د وزیر له خوا د طالبانو د حکومت افراطي بلل کیدل، د طالبانو او اسلام آباد ترمینځ د شخړې یوه بله وجه وه.

د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر فواد چوهدري په ډیرې سختې نیوکې سره ویلي وو: د پاکستان په ګاونډ کښې د طالبانو د تندلاري رژیم قدرت ترلاسه کول او د دغې ډلې له خوا په تیره بیا د ښځو خلاف تفکرات، د پاکستان لپاره هم خطرناک دي.

په دې وروستیو میاشتو کښې د پاکستان او طالبانو په اړیکو کښې رامینځته شویو ټیټو هسکو ته په پام سره، کابل ته د دغه هیواد د ملي امنیت د صلاحکار سفر تر څه حده د دواړو لورو ترمینځ د شخړو او اختلافاتو د کمیدو لامل کیدې شي.

مُعید یوسف کابل ته له سفر کولو څو ورځې مخکښې د پاکستان د پارلیمان د بهرنیو چارو د کمیټې په غونډه کښې وویل چې د پاکستان په وړاندې د طالبانو سیاست بیخي مثبت دی او د سرحدي حصار ورانول د دغې ډلې سیاست نه دی.

په داشان حالاتو کښې تمه کیږي چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د صلاحکار د سفر ستر هدف د دوه اړخیزو شخړو او غلط فهمیو په تیره بیا د سرحدي کُنډه تاره په هکله د لانجو ختمول وي.

له داعش سره د طالبانو د حکومت اغیزناکه مقابله او د افغانستان له پولې څخه پاکستان ته د هغوي د تګ مخنیوی، هغه بله غوښتنه ده چې معید یوسف یې کابل ته بوولی دی.

په طبیعي توګه د طالبانو حکومت هم تمه لري چې پاکستان هم د سیاسي ملاتړونو د دوام په ترڅ کښې له دغې ډلې څخه د خپلو غوښتنو په پوره کولو کښې د مرستې لپاره، له افغانستانه اقتصادي ملاتړ وکړي او په رسمي توګه د طالبانو د حاکمیت پيژندلو ته د نورو هیوادونو د راضي کولو په لاره کښې جدي هلې ځلې وکړي.