افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
د افغانستان او پاکستان د تیرې یوې اونۍ د حالاتو څیړنه
ګرانو او قدرمنو لوستونکو د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د حالاتو د څیړنې له پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. نو نن هم په سر کښې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پیښو سرټکي او ورپسې به یې د ځینو په اړه تحلیلي برخه درته وړاندې کړو.
*/*/*/*/*
په افغانستان کښې د امنیت له رامینځته کولو سره د طالبانو دوه ډوله چلند، د پاکستان په پیښور ښار کښې په شیعه لمونځ کونکو باندې ترهګره حمله، د امریکې له خوا د افغانستان د شتمنیو د آزادولو لپاره د طالبانو غوښتنه، په افغانستان کښې د طالبانو د حاکمیت د پیژندلو لپاره له مختلفو هیوادونو سره د صلاح مشورې په هکله د عمران خان وینا، د غیرقانوني وسلو د راغونډولو لپاره د طالبانو بلنه، له افغانستانه د قانوني وتنې لپاره د د خنډونو به نشتوالي باندې د طالبانو ټینګار، د طالبانو له خوا د کور په کور تلاشیو په هکله د افغانستان د شیعه علماؤ د شورا بیانیه، د طالبانو طالبانو د بایکاټ په دوام باندې د امریکايي چارواکو ټنیګار، د افغانستان د تیر حکومت د چارواکو په دوسیو باندې د غور به هکله د طالبانو د حکومت دریځ او د ښځو د حقوقو په خیال ساتلو باندې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ د مرستیال ټینګار د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمې پيښې وې چې په دوام کښې یې د ځینو په هکله شننې او څیړنې درته وړاندې کیږي.
*/*/*/*/
د طالبانو په حکومت کښې سربیره پر دې چې خلک د داعش په شمول د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره مخامخ دي، د طالب ځواکونو خپل سرو اقداماتو هم خلک خوابدي کړي دي.
په بلخ ولایت کښې د شولګره ولسوالۍ اوسدونکو د دکانونو په خرابولو کښې د طالبانو په اقدام باندې اعتراض وکړ. د شولګره ښار خلک وايي چې د طالبانو دغه کار چې په زور او ګواښ سره ترسره شوی دی، سخت تاوان رسولی دی.
د هغوي په وینا په شولګره ولسوالۍ کښې د طالبانو ښاروال د دکانونو د خاوندانو له پوهولو پرته په زور او ګواښ سره د هغوي دکانونه وران کړي دي. طالبانو له دې مخکښې په بلخاب ښار کښې هم د طالبانو ورته اقدام د دغه ښار د خلکو د اعتراض لامل شوی و.
په عین حال کښې د طالبانو حکومت وايي چې دا تابیاوې یې له هغو وسله والو سره د مقابلې لپاره ترسره کړې دي چې په شُوکو او ډاکو او غلاګانو سره ناامني رامینځته کوي.
د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د افغانستان به مختلفو سیمو کښې د غلو، انسان تښتونکو او شر غواړو عناصرو د ختمولو عملیات یې پیل کړي دي او د هغوي تر ختمیدو پورې به دوام ولري.
د افغانستان خلک تمه لري چې د طالبانو حکومت مخکښې له دې چې په خپلو حقوقو باندې له معترضو وسله والو سره برخورد وکړي، باید له خلکو سره د خپلو ځواکونو د بد چلند مخه ونیسي.
البته د افغانستان خلک له غلو او لوټمارانو سره د مقابلې لباره د طالبانو د حکومت د هر پروګرام هرکلی کوي خو دغه حل لاره ناکافي ګڼي او د طالب ځواکونو د اقداماتو اصلاح غواړي.
البته د طالبانو له حکومت څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه لا پراخ او مهم اړخونه لري او هغوي غواړي چې دغه ډله د هیواد سیاسي او ټولنیزه فضا خلاصه کړي ترڅو د افغانستان د قدرت په ډګر کښې د خلکو د ګډون لاره برابره شي.
د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون او رول لوبونې سره د هراړخیز او پراخ بنسټه حکومت جوړیدل د طالبانو له ډلې څخه د افغانستان خلکو ترټولو مهمه غوښتنه ده چې نړیواله ټولنه یې هم ملاتړ کوي.
*/*/*/*/*/*
په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ دفتر (یوناما) په کابل کښې د ښځو د حقوقو له فعالانو سره په کتنه کښې د بشري حقوقو د خیال ساتنې په ضرورت ټینګار وکړ.
د یوناما د دفتر مرستیالې مته نوډسن په کابل کښې د میرمنو د حقوقو له مدافعانو سره په کتنه کښې د طالبانو له خوا په برابر توګه د بشري حقوقو د خیال ساتنې په ضرورت ټینګار وکړ.
هغې وویل: په مساوي توګه د ټولو لپاره د انساني حقوقو له خیال ساتنې د ډاډ رامینځته کول، د طالبانو دنده ده.
دا څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د افغانستان رسنیو هیواد ته د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان شهر د ښاروالې ظریفه غفاري د ستنیدو خبر ورکړی دی. هغه چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ډیرو افغان چارواکو او پوهانو په شان له هیواده وتلې وه، له طلوع ټیلیویژني چینل سره په مرکه کښې یې ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره هیواد ته ستنه شوې ده.
د افغانستان د ښځو د حقوقو د احترام د ضرورت په هکله د ملګرو ملتو د نمایندګۍ د دفتر د مرستیال وینا د هغه بهیر په چوکاټ کښې ده چې دغه نړیوال ارګان او نړیواله ټولنه یې د افغانستان د بدلونونو په لړ کښې تعقیبوي.
په تیر اوړي کښې یوځل بیا واک ته د طالبانو په رسیدو سره، هم هغه ډول چې اټکل کیده، د افغانستان مختلفې ډلې، مدني ټولنه، ګوندونه او قومونه له ډیرو محدودیتونو سره مخامخ شوي دي.
د افغانستان د ښځو ټولنه هم د دغه هیواد د نورو پرګنو په شان د زده کړې، کار کسب او مدني فعالیتونو په شمول په مختلفو برخو کښې له ډیرو محدودیتونو سره مخامخ شوې ده.
په افغانستان کښې د ښځو حقوقو ته پاملرنه دومره اهمیت لري چې اروپايي اتحادیې له طالبانو سره د سیاسي اړیکې ټینګول او ورسره د اړیکو عادي کول، په مختلفو برخو کښې د ښځو د حقوقو په احترام پورې شرطمن کړي دي.
څه موده مخکښې هم د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یو ټویټ کښې د افغانستان روانو حالاتو ته په اشارې سره ولیکل: په افغانستان کښې ښځې او نجونې د زده کړې، کار او عدالت لپاره له برابر حقه بې برخې دي.
خو له دې ټولو اعتراضونو سره سره طالبانو د افغانستان د ښځینه ټولنې د محدودیتونو د ختمولو لپاره تراوسه هیڅ نه دي کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې هیواد د مخکني حکومت د چارواکو د دوسیو د تعقیبونې په ضرورت تاکید کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشر ملامحمد حسن آخند زاده د کابینې په غونډه کې د دې هیواد د مخکني حکومت د چارواکو د فساد دوسیو ته په اشارې سره، وویل: لوی څارنوالۍ ته مي دنده ورسپارلې چي د یادو دوسیو تغقیبونه وکړي.
د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت سرپرست محمد خالد حنفي په مالي فساد باندې د افغانستان د مخکني حکومت د یو شمېر چارواکو په تورنولو سره، وویل: د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی، د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مخکنی مشر عبدا... عبدا... او د سنا د جرګې مخکنی مشر فضل هادی مسلمیار د دې هیواد د لویو اقتصادي مفسدینو څخه دي.
د افغانستان د مخکني حکومت د چارواکو د اقتصادي فساد د دوسیو په تعقیبونې د طالبانو د حکومت د مشر تاکید په داسي حال کې مطرح شوی دی چي دغه ډله په افغانستان کې تر واکمنېدو وروسته، د دې هیواد د مخکني حکومت د ټولو چارواکو او کارکوونکو لپاره د عمومي عفوې اعلان کړی دی.
د طالبانو د حکومت له لوري د عمومي عفوې تر اعلان وروسته لا هم د افغانستان په خلګو او رسنیو کې شک او شبهې پیدا شوې چي ایا په دغه عفوه کې افغان چارواکي به هم شامل وي؟ خو طالب مشرانو په صراحت سره، تاکید وکړ چي د دې ډلي د مشر د عمومي عفوې حکم د افغانستان د دولت مخکني چارواکي هم په بر کې نیسي.
په افغانستان کې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې له اعلان څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، د دې هیواد د مخکني چارواکو د قضایي دوسیو د پلټنې په ضرورت د طالبانو د دولت د مشر تاکید، په خلګو کې دا سوچ رامینځ ته کوي چي دغه ډله په خپلو ژمنو او حکمونو پایبند نه دی پاته شوی.
البته د افغانستان د مخکني حکومت د چارواکو هغه ډله چي د طالبانو له واکمنېدو سره بهر ته تللي دي، د طالبانو د مشر د عفوې د فرمان باندې د بې باوری د امله، افغانستان ته د بیرته راتلو اراده نه لري.
لکه څرنګه چي د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت سرپرست ویلي ټاکل شوې ده چي د کرزي، عبدا... او مسلمیار په شمول د هغو افغان چارواکو د مالي فساد دوسیې وڅېړل شي کوم چي په افغانستان کې پاتي شوي دي، دا مساله د طالبانو د عمومي مشر له لومړنی فرمان چي د عفوې په اړه صادر شوی و، په ټکر کې دی.
البته د ځینو افغان رسنیو له راپورنو سره سم، په تېرو میاشتو کې هم د طالبانو د عمومي مشر د عفوي له فرمان څخه ځینې سرغړوای شوي وي، لکه د افغانستان د مخکني دولت له ځینو ځایي چارواکو سره د طالبانو د ځواکونو ټکر... دا مساله ښودنه کوي چي د طالبانو د عمومي مشر د عفوي فرمان د طالبانو حکومت ته کوم اعتبار نه لري.
د افغانستان د چارو کارپوه سید قاسم مظفري وایي: کله چي د طالبانو عمومي مشر ملاهبت الله له لوري د عامه عفوي فرمان صادر شو، د افغانستان خلګ په دې باور وو چي طالب ځواکونه د خپل مشر فرمان ته غاړه ایږدي، خو طالب ځواکونو د خپل عمومي مشر له فرمان څخه په سرغړونې سره، د هغه ځایګی او اعتبار ته زیان ورساوه.
یادو مسایلو ته په کتو سره داسي اندېښنې پیدا شوي چي د عمومي عفوي د فرمان د نه پلي کېدو په څېر، د طالبانو نوري ژمنې هم تر پښو لاندې شي چي دغه مساله د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو لپاره د مخالفو هیوادونو د دریځ د لا پیاوړي کېدو سبب ګرځېدایشي.
*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی