افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
(last modified Mon, 16 May 2022 10:38:08 GMT )
May 16, 2022 15:08 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم خبرونه، پيښې او حالات

د انتقالي حکومت د جوړولو په هکله د پاکستان د دفاع وزیر وینا، په افغانستان کښې د میلیونون کسانو لپاره د لوږې د خطر په هکله د ملګرو ملتو خبرداری، د میرمنو د اجباري پردې په هکله حکم څخه د طالبانو شاتګ، له عبدا... عبدا... سره د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي صلاح مشورې، د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د پاکستان د وزیراعظم غوښتنه، د پاکستان او امریکې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې، د افغانستان له شیعه نفوذ لرونکو سره د طالبانو د حکومت د خارجه وزیر کتنه، د داعش له خوا په تاجکستان باندې د افغانستان له خاورې څخه د راکټي حملو د مسئولیت منل، د طالبانو د حکومت خلاف د امریکې ګواښ، په کابل کښې د ملګرو ملتو له استازي سره د طالبانو د حکومت د مرستیال وزیراعظم ملاقات او امریکې ته د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د سازمان د مشر سفر د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم خبرونه او بدلونونه وو.

*/*/*/*/*

د پاکستان د اطلاعاتو د ادارې (آيي، ایس، آيي) مشر امریکې ته په یو ناڅاپي سفر کښې د دغه هیواد له امنیتي چارواکو سره د افغانستان په هکله صلاح مشورې وکړې.

ندیم انجم په یو غلې شان او ناڅاپي سفر کښې د امریکې د ملي امنیت له صلاحکار جیک سالیوان او د دغه هیواد د جاسوسي ادارې (سي، آيي، ای) له مشر ویلیم برنز سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

امریکايي چارواکو د دغه درې ورځنیو ملاقاتونو په هکله هیڅ ډول جزئیات نه دي په ډاګه کړې خو ګمان کیږي چې د افغانستان د حالت او امنیتي مسائلو په هکله یې خبرې اترې کړې وي.

په پاکستان کښې له سیاسي بدلونونو او د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت له جوړیدو وروسته د اسلام آباد د بهرني سیاست کړنلارې او امنیتي تعاملات هم په بدلیدو دي.

شهباز شریف د پاکستان د پارلیمان له خوا د دغه هیواد د وزیراعظم په توګه له انتخابیدو څو ساعته وروسته وویل چې له امریکې سره د اړیکو د هراړخیزې پراختیا هرکلی کوي. د شهباز شریف دغه دریځ وښودله چې د پاکستان نوی حکمت د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا او د اړیکو د ژورتیا په موخه له امریکې سره په اړیکو کښې بیا کتنې ته لیواله دی.

د شهباز شریف د سیاست په اپوټه چې له سپینې ماڼۍ سره د هراړخیزو اړیکو په تکل کښې دی، د تیر وزیراعظم عمران خان په پړاؤ کښې له امریکې څخه د خپلواکه سیاستونو او حتی ځیني وختونه د دغه هیواد په مخالفت کښې د ځینو پروګرامونو په غوره کولو باندې ټینګار کیده.

د امریکې له زیاته غواړو غوښتنو سره د عمران خان د مخالفت اوج له افغانستانه د امریکې له وتلو وروسته سپینې ماڼۍ ته د پاکستان د پوځي اډو نه ورسپارل وو چې دغه هیواد یې سخت په قهر کړ.

د افغانستان په جنګ کښې له امریکې او ناټو سره په ملګرتیا کښې د پاکستان په پخواني حکومت باندې د نیوکې په هکله د عمران خان د څو میاشتې مخکښې وینا هم د هغه د مخالفانو د لمسولو لپاره د امریکې انګیزه زیاته کړه.

په داسې حالاتو کښې چې د پاکستان د سیاسي قدرت په سر کښې د شهباز شریف شتون له امریکې سره د ملګرتیا سیاست د دغه هیواد په ایجنډا کښې راوستی دی، په طبیعي توګه د پاکستان د پوځ استخباراتي اداره چې د دغه هیواد د بهرني سیاست د تنظیمولو د پازل یوه برخه جوړوي، په دې بهیر کښې به رول ولوبوي.

 له ځینو امریکايي چارواکو سره د دوه اړخیزو مسائلو او د افغانستان په بدلونونو پورې د اړوندو مسائلو په هکله د خبرواترو په موخه دغه هیواد ته د پاکستان د پوځ د استخباراتو د ادارې د مشر سفر دا ګمان پياوړی کړی دی چې پاکستان نیت لري په افغانستان کښې د سپينې ماڼۍ له پروګرامونو سره د ملګرتیا له لارې له امریکې یولړ امتیازات واخلي.

په دې وجه د پاکستان د آيي، ایس، آيي مشر امریکې ته په سفر کښې هڅه کوي چې په افغانستان کښې له دغه هیواد سره د اطلاعاتي او امنیتي ملګرتیا په بدل کښې خپل هیواد د سپينې ماڼۍ له اقتصادي مرستو برخمن کړي تر څو د واکمن مسلم لیګ ګوند تر څه حده له موجود ننګونو خلاص شي.

*/*/*/*/*/*/

د امریکې د خارجه وزارت ویاند د طالبانو حکومت د دغې ډلې خلاف د دباؤنو په زیاتولو وګواښه.

نډ پرایس وویل: که د ښځو د حقوقو په لړ کښې د طالباند اقداماتو د لغوه کیدو کومه نښه ونه لیدې شي نو ورباندې به دباؤنه زیات شي.

هغه په یوې خبري غونډې کښې د ښځو د جامې او پردې په هکله د طالبانو د نوي قانون اعلانیدو ته په اشارې سره وویل: طالبانو ته ویل شوي دي چې که د افغانستان د میرمنو خلاف محدودیتونه اجرايي شي نو د امریکې حکومت به په طالبانو باندې د دباؤ اچولو لپاره یولړ اوزارونه وکاروي.

د افغانستان د ښځو د حقوقو خیال ساتنې ته د طالبانو د بې پامۍ او د هغوي د زده کړې او کار د په وړاندې د خنډ جوړولو د پایلو په هکله د دغې ډلې خلاف د نړیوالو غبرګونونو په دوام کښې د امریکې د خارجه وزارت د ویاندوي ګواښ او د دغه هیواد د خلکو په تیره بیا د میرمنو له فردي او ټولنیزو حقوقو سره د طالبانو د حکومت یو ډول مخامخیدنه سبب شوې چې نړیواله ټولنه په افغانستان کښې په رسمیت د طالبانو د واکمنۍ د پيژندلو په لړ کښې له مخکښې نه زیاته له شک سره مخامخ شي.

له تیر اوړي نه تراوسه پورې چې طالبانو په افغانستان کښې دوباره قدرت ترلاسه کړی دی، د دغه هیواد په ښځینه ټولنې یې یولړ محدودیتونه لګولي دي چې دا مسئله د کورنیو اعتراضونو په ترڅ کښې د طالبانو دغه ډول سیاستونو ته د نړیوالو غبرګونونو سبب شوې ده.

طالبان چې په افغانستان کښې د قدرت ترلاسه کولو په وړومبنیو ورځو کښې یې ژمنه کړې وه چې په دغه هیواد کښې د ښځو حقوق په رسمیت پیژني او په ټولنه کښې به د هغوي د برخې اخیستو زمینه برابره کړي، ورو ورو له دغه شعاره لرې شول او د ښځو د زده کړې او کار کولو په لړ کښې یې یولړ محدودیتونه وکارول.

په دې وروستیو کښې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د پردې لپاره د برقعې د استعمال په هکله د یو حکم صادریدل چې البته څو ساعته وروسته تکذیب شو، د کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره په یوې موضوع بدل شو او د ځینو هیوادونو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

د ښځو خلاف د محدودیتونو لګولو په بڼه کښې د امریکې د لازیاتو دباونو سره د طالبانو د مخامخیدو په هکله دغې ډلې ته د امریکې د خارجه وزارت خبرداری په داسې حال کښې دی چې سپينه ماڼۍ په خپله د افغانستان د شتمنیو د نیولو له لارې د افغان ولس خلاف د محدودیتونو یوه عامله ده چې په افغانستان کښې د خوراکي موادو په شمول د شیانو د سخت کمي او د لوږې رامینځته کیدو سبب شوې ده.

د نډ پرایس له وینا سره هممهاله د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي توماس وسټ هم طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د ښځو په هکله د طالبانو سیاستونه له نړیوالې ټولنې سره د دغې ډلې په اړیکو باندې منفي اغیزه کوي.

که څه هم د امریکې حکومت دم ګړۍ په افغانستان کښې د ښځو له حقوقو د ملاتړ او ورته د پاملرنې د نمایشي کړنلارې په غوره کولو سره په طالبانو باندې د دباؤ اچولو مدعي ده خو قدرت ته د دغې ډلې د ستنولو لپاره ورسره په پټې موافقې او هم داشان د د افغانستان د شمنیو د مصادره کولو له لارې د دغه هیواد د خلکو د معیشت په خرابولو کښې د امریکې تیرو اقداماتو د  بهرني نیواک او د طالبانو د نوې واکمنۍ په پړاؤ کښې د افغانستان د خلکو له لوټل شویو حقوقو څخه په حقیقي دفاع کښې د سپينې ماڼۍ د چارواکو دروغ له مخکښې نه زیات په ډاګه کړي دي.

*/*/*/*/

داعش ترهګرې ډلې د تاجکستان په سرحدي سیمو باندې د افغانستان له خاورې نه د راکټي بریدونو مسئولیت په غاړه واخیسته.

د تاجکستان چارواکو ویلي چې د افغانستان د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه څلور راکټونه د تاجکستان په لور توغول شوې دي.

د افغانستان له خاورې نه په تاجکستان باندې د داعش راکټي حمله د سیمې د هیوادونو خلاف ګواښ کښې د دغه هیواد د خاورې په کارولو کښې د داعش ترهګرې ډلې نوی اقدام دی او ویې ښودله چې په نورو هیوادونو باندې د حملې لپاره د افغانستان له خاورې د ترهګرې د استفادې په مخنیوي کښې د طالبانو د حکومت له کمزورۍ د ګاونډي هیوادونو اندیښنه بیخي په ځاې ده.

په تیر اوړي کښې په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمنیدو وروسته له دغه حکومته د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د دغه هیواد د ګاونډیانو ډیره مهمه غوښتنه د حملې لپاره د ترهګرو په تیره بیا د داعشي وسله والو له خوا د افغانستان د خاورې د کارول کیدو مخنیوي پاتې شوی دی.

سره له دې چې له طالبانو څخه دغه غوښتنې د افغانستان د ګاونډي هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډو کښې په رسمي توګه شوې دي خو دغې ډلې ورته تراوسه پاملرنه نه ده کړې.

البته پاملرنه پکار ده چې په افغانستان کښې له داعش او ترهګرۍ سره د مقابلې ضرورت ته د طالبانو د حکومت بې پامي نه یوازې د سیمې د هیوادونو غوښتنه ده بلکې په هیواد کښې دننه هم د خلکو ټولې پرګنۍ او ډلې له داعش سره د اغیزناک او پریکنده چلند غوښتونکې دي.

په تیرو اتو میاشتو کښې داعش ترهګرې ډلې څوڅو وارې د وژونکو او انساني ضده بریدونو په ترسره کولو سره د افغاسنتان سلګونه تنه شیعه او سني مسلمانان وژلي دي او د دغه هیواد امنیت یې سخت په خطر کښې اچولی دی.

د پلازمینې کابل ښار په شمول په ټول افغانستان کښې د داعش له بوږنونکو بریدونو سره سره د طالبانو حکموت تراوسه د دغه ترهګرو کړنو د مخنیوي لپاره کومې خاص او اغیزناکې تابیاوې نه دي نیولې او افغانستان لاهم د دغې ترهګرې ډلې په لاس د بیګناه خلکو د وژلې مرکز دی.

خو د طالبانو حکومت د دې ادعا په مطرح کولو سره داعش د افغانستان لپاره ستر خطر نه ګڼل کیږي، هڅه کوي چې د دغې ډلې خونړي او انساني ضده اقدامات واړه وښايي چې دغه شان کړنلاره د افغانستان د خلکو او د ګاونډي هیوادونو لپاره د داعش د ګواښونو د ستریدو لامل شوې ده.

*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی