افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې نوې لړۍ له یوې بلې برخې مو په خدمت کښې یو
دوستانو نن هم د دغو دواړو هیوادونو د تیرې اونۍ ډیرو مهمو بدلونونو او خبرونو ته یوه کتنه کوو او ورپسې به یې د ځینو په اړه تحلیلونه او شننې لرو
د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ځینې مهمې پيښې او خبرونه په دا ډول وو:
ایران ته د پاکستان د خارجه وزیر سفر، له طالبانو سره د خبراترو لپاره د طالبانو د مقاومت شورا چمتووالی، د داعش له خوا په کابل کښې د هندوانو په معبد باندې د حملې د مسئولیت منل، په کابل کښې د هندوستان د سفارت پرانستلو ته د دغه هیواد چمتووالی، د طالبانو له خارجه وزیر سره د اسلامي ملګرتیا سازمان د مشر د ځانګړي استازي کتنه، د ملګرو ملتو د امنیت شورا بندیزونو ته د طالبانو غبرګون، د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره په افغانستان کښې د اروپايي اتحادیې د سفیرانو کتنه، له افغانستاني کډوالو څخه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ باندې د پاکستان د خارجه وزیر ټینګار، د افغانستان ګاونډیانو ته د طالبانو د هیلې سترګې، په کابل کښې د کور په کور تلاشیو دوام او له هندوستان سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د پاکستان د نوي حکومت شنه اشاره...
*/*/*/*
د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا ویلي چې په هیواد کښې له روان حالته د وتلو په لړ کښې د یوې لارې د موندلو لپاره د طالبانو له استازو سره خبرواترو ته تیاره ده.
د افغانستان د ټیلیویژن وړومبي چنل د افغانستان د ملي مقاومت د لوړې شورا د خبرپاڼې په حواله رپورټ ورکړی چې دغه شورا غواړي له روانو بدو حالاتو د هیواد د ایستلو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او یو ټول شموله عبوري حکومت جوړ کړي. دغه بیانیه په افغانسان کښې د یو غیرمتمرکز پارلیماني اسلامي جمهوریت د جوړولو وړاندیز لري. دغې شورا هم داشان ټینګار کړی چې که طالبانو یو ټول شموله انتقالي حکومت جوړ نه کړي نو وسله وال مقاومت به دوام ولري.
د ویلو ده چې (د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا) تیر کال د افغانستان د مختلفو ګوندونو د پنځو مشرانو له خوا، له طالبانو سره د مبارزې په موخه، له هیواده بهر جوړه شوه.
په افغانستان کښې د روان سیاسي بندون د خلاصولو او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د لارې د هوارولو لپاره له طالبانو سره خبرواترو ته د افغانستان د مقاومت د عالي شورا چمتووالی د دغې ډلې لپاره یو ازمیښت دی ترڅو په عمل کښې وښايي چې په افغانستان کښې د ثبات رامینځته کیدل او په دغه هیواد کښې د ټولو قومونو له وړتیاؤ ګټه پورته کول یوازې تر شعار پورې محدود نه دي.
په افغانستان کښې سیاسي موافقې ته د رسیدو لپاره د مذاکرې په لړ کښې د طالبانو حکومت ته د طالبانو حکومت ته د مقاومت د عالي شورا وړاندیز ښودنه کوي چې دغې شورا په افغانستان کښې د آرامښت ټینګول خپل هدف ګرځولي دي او خبرواترو ته د چمتووالي په اعلان سره تیاره ده چې د وسلې په کښیښودو سره په افغانستان کښې د ملي وفاد لپاره د خلکو د تمې وړ بهیر سره مرسته وکړي.
د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کښې د عمومې عفوې د حکم د اجرايي کیدو په هکله د ضروري ډاډ د نشتوالي سره سره په دې وروستیو اونیو کښې د دغه هیواد هغه یوشمیر سیاسي او اجرايي شخصیتونه چې د افغانستان په تیرو حکومتونو کښې یې مسئولیتونه درلودل، په دې تیرو اونیو کښې هیواد ته ستانه شول او دا کار هم د عمومي بخښنې په سیاست باندې د پابندۍ په لړ کښې د طالبانو لپاره په یو امتحان بدل شوی دی.
که د طالبانو حکومت په افغانستان کښې د عمومي عفوې په فرمان باندې په سمه توګه عمل ونه کړي نو د نړیوال اعتماد د جلبولو او د یو مشارکتي حکومت د جوړولو لپاره ضروري شرط به پوره شې چې هیواد ته د پخواني سیاسي او اجرايي شخصیتونو د ستنیدو په مسئلې پورې تړل شوی دی او دا کار د نړیوالې ټولنې لپاره چې د سیاسي خلاصون او د قدرت په ډګر کښې د ټولو قومونو د ونډې غوښتونکې ده، تر څه حده هیله مندونکې کیدې شي او دا حالات د نورو هیوادونو له خوا د طالبانو د حاکمیت په رسمي توګه د نه پیژندلو په فیصلې کښې په احتمالي بدلون باندې اغیزه کولې شي.
البته باید پاملرنه وشي چې په افغانستان کښې د طالبانو د واکمنۍ د رسميت پیژندنې ته د هغوي د هڅولو په لړ کښې د نړیوالې ټولې د نظر د جلبولو لپاره کافي او مهم شرط، په دغه هیواد کښې د ټولو قومونو په ګډون سره د یو حکومت د جوړیدو لاره هوارول دي چې داشان ټول افکار او مختلفو قومي، مذهبي او سیاسي نظریې په فیصلو او پریکړو کښې استازیتوب وکړې شي.
په داسې حالاتو کښې چې د مقاومت عالي شورا له روانو کړکیچونو حالاتو د افغانستان په ایستلو کښې د مرستې لپاره له طالبانو سره د خبرواترو وړاندیز کړی او د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو باندې ټینګار لري خو که طالبان د تیر په څیر د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کښې په ځنډ سره، په پټه او ښکاره توګه په هیواد کښې د اسلامي امارت د جوړولو بهیر پرمخ بوځي، نو نه یوازې کورنې کم شوی اعتماد به لا کمزوری کړي بلکې په رسمي توګه د طالبانو د حکومت د نه پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې دریځ به هم پياوړی کړي.
*/*/*/*/*/**
د پلازمینې کابل په شمال کښې د طالبانو له خوا کور په کور تلاشۍ روانې دي. خبر سرچینو د طالبانو د دې کار هدف په کابل کښې د استوګنو پنجشیري ځوانانو نیول بللي دي. دغو سرچینو ویلي چې طالب ځواکونو په کابل کښې استوګن ۱۵۰ پنجشیریان نیولي دي.
د افغنستان شمالي ولایتونه په تیره بیا پنجشیر د تیر میلادي کال د آګست په ۱۵ نیټه د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د دغې ډلې د مخالفانو د راغونډیدو په مرکز بدل شوی دی. که څه هم پنجشیر اوس طالبانو نیولی دی خو د دغې سیمې حالات لاهم خراب دي.
د طالب ځواکونو له خوا په کابل کښې کور په کور تلاشۍ او هغه هم په داسې حالاتو کښې چې د افغانستان خلک د داعش ترهګرې ډلې له ناامنیو سره د مقابلې او د امنیت د تامینولو په لړ کښې د دغې ډلې په ناکامۍ او بې پامۍ سختې نیوکې لري، د هغوي قهر لا راپارولی شي.
طالبان په هیواد کښې د امنیت تامینولو ته د پاملرنې پر ځاې، به پنجشیر ولایت کښې د طالبانو په حاکمیت باندې د معترضانو په شمول د سیاسي مخالفانو د ځپلو او نیولو له لارې د خپل موقعیت او دریځ د ټینګول او مضبوطولو په لټه کښې دي.
په کابل کښې د طالبانو د کسانو له خوا کور په کور تلاشیو په ښار باندې یوځل بیا د رعب او ویرې فضا واکمنه کړې ده.
له ۲۰۰۱ نه واخلې تر ۲۰۲۱ کاله پورې په افغانستان کښې د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو د شتون په وختو کښې د طالبانو د پټیدو په پلمه د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کښې د خلکو د کورونو تلاشۍ د امریکايي او ناټو ځواکونو یو هغه اقدام و چې د افغانستان د خلکو د قهر سبب شوی و خو اوس دغه کار طالبانو، د خپلو مخالفانو خلاف پیل کړی دی او د خلکو په ذهنونو کښې یې د امریکې د ناټو د شل کلن نیواک د پړاؤ تراخه یادونه راتازه کړي دي خو د طالبانو دا کار به خامخا منفي او اپوټه پایلې ولري.
د طالبانو حکومت ته پکار دي چې له خپلو سیاسي مخالفانو سره په مخامخیدنه کښې د څپنې او زور د کارولو پرځاې، له خبرواترو څخه کار واخلي هغه هم په داسې حالات کښې چې طالبان په عمل کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره پر خپلو ژمنو باندې په عمل کښې لټي او ځنډ کوي.
*/*/*/*/
په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسی دفتر جګ پوړي چارواکي د سیمې له هیوادونو په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې د لویدیځ په تمه دې نه کښیني او د طالبانو حکومت دې په رسمیّت وپيژني.
سهیل شاهین مدعي شوی ، په داسې حال کې چې طالبانوډله د په رسمیت پیژندنې درست شرائط لري او ددغې موضوع د پوره کیدا په بڼه کې د نورو هیوادونو او د طالبانو د حکومت ترمینځ دملګرتیا زمینه برابریږي ، نو باید هیڅ یوه موضوع د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې د لارې خنډ نشي ، ځکه چې دهغه په وینا،په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو له خوا د طالبانو په رسمیّت پيژندنه د ټولو په ګټه ده.
سهیل شاهین دغه راز وئيلي دي ،د طالبانو په رسمیّت پيژندل د افغانستان د درستو خلکو غوښته ده. دهغه په اند، طالبانو د افغانستان د ولس زیاتره غوښتنې پوره کړي دي او اوس دا پخپله د افغانستان ولس دی چې له نړیوالې ټولنې ا و د ګاونډیو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې غوښته کوي.
په افغانستان کې د نوي حاکمیّت په توګه د طالبانو په رسمیّت پيژندنې لپاره د لویدیځي هیوادونو له خوا د دغې ډلې دحکومت غوښتنه ،له بې ځوابه پاتیکیدا وروسته،سبب شوې ده،څو دې ځل طالبان د ګاونډیوهیوادونو لمن ته لاس واچوي څو دوي دغه ډله په رسمیّت وپيژني،او د طالبانو حکومت چې له تیر اوړي راهسې ئې په افغانستان کې قدرت بیا ترلاسه کړی دی،په تیرو لسو میاشتو کې ددغې ډلې د حاکمیّت د په رسمیّت پيژندنې په اړه د نړیوالې ټولنې د قانع کولو لپاره ئې هلي ځلې له بندون سره مخامخ شوي دي.
طالبان چې په کابو تیرو دوو لسیزو کې ئې په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره جنګ جګړې کړي دي،هیڅکله ئې دا خیال نه کاوه،چې په افغانستان کې لوړ قدرت باندې په بدلیدا سره ، په دغه هیواد کې د دوي د حاکمیّت د رسمي پیژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې د نه ګروهنې په نامې سره له یوه مشکل سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د نه ملګرتیا له امله چیلنجونه، که په دغه هیواد کې په شل کلن جنګ کې د بریالیتوب د مشکلاتو په اندازه نه وي ، نو ترې کم هم نه دي ، او د مګړئ دغه ډله د خپلې بقاء او د حکومت د دوام لپاره ، دنورو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د خپل حاکمیّت د په رسمیّت پيژندنې ته ډيره اړتیا لري.
د بهرني نیواک او د داخلی جنګونو په څولسیزو کې دافغانستان د بیخ بینائيو د زیاترې برخې نابودیدا، کډوالي ، او د تعلیمیافته کسانو بیرته نه ستنیدا او د ټولنې د اړتیاؤ د تامینیدا لپاره داړتیاوړ صنائعو نه شتون سبب شوی څو دغه هیوادلازیات، دمختلفو شیانو په تیره بیا دخوراکي موادو او درملو واردولو او همداراز نړیوالو مرستو ته محتاج شي.
بهرنیو مرستو سره د افغانستان د کلنۍ بودجې دکابو اویا فی صدي برخې اړوندوالی، نه یوازې په خارج ددغه هیواد دتکیې د اندازې یوازې یوه برخه ده ،چې دغې موضوع دطالبانو حکومت ډير زیات ګرفتار کړی دی.
په داسې شرائطو کې چې د امریکا په وسیله د افغانستان د مرکزي بانک کابو لس میلیارډډالري شتمنۍ کنګل شوي دي او نړیوالې هم له دغه هیواد سره د مرستو د زیاتره برخې په غوڅولو سره ، له طالبانو سره د ملګرتیا او تعامل کړکئ بنده ساتلې ده ، دغه ډله د افغانستان د چارو داداره کولو لپاره یوې داسې سختې او ترینګلي مرحلې ته وارده شوې ده چې سوکه سوکه په افغانستان کې بې ثباتي او اړۍ ګړئ زیاتولی شي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو،د ډیموکراسۍد اصولو د رعایتولو او د شخصي او ټولنیزو حقوقو او آزادیو ته د احترام لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتې ته دبې پامۍ په دلیل،د طالبانو د حاکمیّت در سمي پيژندنې لپاره د لویدیځي هیوادونو له منفي ځواب سره مخامخ شوی دی او ددغوشرائطودوام ددغې ډلې لپاره خطره رامینځةکونکي دي.
دطالبانو حکومت اوس د امید سترګې د افغانستان ګاونډیو هیوادنو ته نیولی دي څو دوي د دغې ډلې د رسمیت پيژندنې په لاره کې مخکښ شي او دا اقدام د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دکړکیو په پرانیستو سره د طالبانو د مشکلاتو لږترلږه برخه حل کړي.
*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی