د افغانستان د اوبو د سیاست په هکله مطلب دلته لوستلی شئ
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i120508-د_افغانستان_د_اوبو_د_سیاست_په_هکله_مطلب_دلته_لوستلی_شئ
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د افغانستان د هایډرو پولیټیک یعني د اوبو د سیاستونو په هکله پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 06:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اوبو د سیاست په هکله مطلب دلته لوستلی شئ

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د افغانستان د هایډرو پولیټیک یعني د اوبو د سیاستونو په هکله پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

په دغه پروګرام کښې د افغانستان هایډرو پولیټیک سیاستونه او د خارجي هیوادونو د رول په هکله له تاسو سره خبرې کوو.

()

ګرانو لوستونکو په تیر پروګرام کښې مو  د نړیوالو حقوقو  له نظره د افغانستان د هایډرو پولیټیک یعني د افغانستان د اوبو د سیاستونو په هکله خبرې وکړې.

په نني پروګرام کښې واک ته د طالبانو په رسیدا سره د افغانستان د اوبو د سیاستونو په هکله له تاسو  ګرانو ملګرو سره خبرې کوو له مونږ سره ملګرتیا وکړئ.

()

د اوبو د ګډو سرچینو په تیره بیا د هیرمند سیند اهمیت د تاریخ په اوږدو  او د پاریس د تړون له لاسلیک کیدا وروسته په خاص ډول د اوبو له ګډو سرچینو څخه  د استفادې په هکله د دواړو هیوادونو ترمینځ د هایډرو پولیټیک د پیوند خوړلیو تعاملاتو د بڼه د خپلیدا سبب شوی دی.

د هیرمند سیند د دریو هیوادونو افغانستان(دوه اتیا فیصده) د ایران (پینځلس فیصده) او د پاکستان (درې فیصده) ترمینځ ګډ سیند دی چې په افغانستان کښې د هلمند سیند په نوم او په ایران کښې د هامون هیرمند په نوم مشهور دی.

()

په دغه سیند کښې د افغانستان څوارلس ولایتونه او د ایران د خراسان جنوبي او د سیستان و بلوچستان د دوو ولایتونو ځینې برخې شاملې دي.

د هیرمند سیند د ټولو نهرونو اوبه  چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي  په کال کښې  کابو لس میلیارډه مکعب میټره اټکل شوي دي چې په دې کښې په کجکي ډیم کښې د هیرمند سیند ونډه په کال کښې کابو شپږ میلیارډه مکعب میټره ده.

د دیارلس سوه یوپنځوسم هجري لمریز کال یعني د نولس سوه دوه اویایم میلادي کال د تړون پراساس په نارمل یعني عادي  او له نارمل ورهاخوا کالونو کښې د هیرمند د نړیوال سیند له اوبو څخه د ایران د اوبو د حق اندازه په کال کښې اته سوه شل میلیون مکعب میټره اټکل شوي ده.

افغانستان له پینځو اصلي سیندونو جوړ شوی دی چې امو سیند ، د شمال سیند ، د هریرود- مرغاب سیند ، د هیرمند سیند او د کابل سیند پکښې شامل دي.

د افغانستان له پینځو اصلي سیندونو څخه څلور سیندونه  امو سیند ، هریرود- مرغاب سیند ، هیرمند سیند او د کابل سیند له سرحد ورهاخوا سیندونه او د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره ګډ سیندونه دي او د دغو حوضونو او سیندونو اوبو له افغانستان څخه خارجیږي او افغانستان په دغو ټولو سیندونو او حوضونو کښې د خپلو ګاونډیو هیوادونو په نسبت له لوړ موقعیت څخه برخمن دی.

دغه اقلیمي او هایډرولیک شرایط سبب شوي دي د ایران او د پاکستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره په مخامخ کیدا کښې د سیاسي اوزار په توګه له اوبو څخه استفاده د افغانستان د حکومتونو په اجنډا کښې شامله شي.

د هیرمند سیند په حوضه کښې د افغانستان لوړ موقعیت دغه هیواد ته متفاوت موقعیت وربښلی دی.

د هامون سیند د اوبو د تړون له شتون سره سره ایران ته د ورتلونکو اوبو د اندازې په کمولو کښې د افغانستان د ځینو حکومتونو د وروستیو لسیزو مخینې او کړچار ته په پام سره د دغه سیند په برخه کښې د افغانستان هر ډول سیاست د ایران د خلکو او د حکومت له حساسیت سره یوځای و او دی.

په افغانستان  کښې له ایران څخه د خلکو د ویرولو او له ایران سره د مقابله کولو لپاره د ځینو کسانو هڅه چې له دې مخکې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په ځینو ویناګانو کښې مطرح شوه د اوس وخت لپاره یوه تجربه ده چې  د افغانستان د اوبو سیاست باید د پردیو هیوادونو په خدمت کښې نه وي.

په تاریخي ، کلتوري او دیني ګډولو سربیره د ایران او د افغانستان ګټې او امنیت په زیات ډول له یوبل سره تړلي دي او په اوږده موده کښې د هر یوه هیواد له ګټو او مصالحو سره د هرډول ټکر لرونکي سیاست غوره کول ناممکن دي.

پر دې اساس ایران د افغانستان جیوپولټیک بشپړونکی او افغانستان هم د ایران هایډروپولټیک بشپړونکی دی او له یوبل څخه تښتیدل دغه چاره نه بشپړوي.

که چیرې دغه بشپړونکي رابطې ته پام ونشي اټکل کیږي د طالبانو په حکومت کښې د ایران او د افغانستان اړیکې ډیرې د تاوتریخوالي په لور لاړې شي.

که څه هم داسې ښکاري په افغانستان کښې د حکومت د جوړښت په بدلیدا او د ایران له اسلامي جمهوریت سره ملګرتیا ته د طالبانو د کړچار په اوړیدا سره داسې ښکاري د تهران او د کابل د اوبو اختلافات کم شي.

په اوږدو سرحدونو سره د دوو ګاونډیو په توګه د ایران او د افغانستان اړیکې یوازې د اوبو په مسائیلو پورې محدودې نه دي او باید اجازه ورنکړو چې یوه دوسیه د ښه ګاونډیتوب او د اړیکو په ټولګې سیوری وغوړوي.

د طالبانو او د هیرمند سیند د اوبو په هکله د دغه ډلې د کړچار په اړه باید ووایو چې طالبانو له نولس سوه اته نویم میلادي کال څخه تر دوه زره لومړي میلادي کال پورې د کجکي ډیم دریچې بندې کړې او ایران ته د اوبو  راتلل یې غوڅ کړل کوم چې د سیمې له یوې تر ټولو  بدې وچکالۍ سره سمون خوړه.

خو هیله کیږي په دغه پړاو کښې د اوبو مسلې  او د ایران د اوبو ضرورتونو او هامون سیند ته د طالبانو په کړچار کښې محسوس بدلونونه رامینځته شي په تیره بیا دا چې د تهران او د کابل په سیاسي او اقتصادي اړیکو کښې نور مهم مسائیل هم شته.

()

ځینو رسنیو په نا تائید شویو خبرونو کښې ادعا وکړه  طالبانو اجازه ورکړي ده چې د هیرمند سین اوبه او د کمال خان ډیم دریڅې د ایران په لور خلاصې شي او په بدل کښې ایران هم افغانستان ته د سونګو صادرات د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په درویشتمه نیټه له سره پیل کړي دي!چې دغه ادعا کاملا غیر حقیقي ده او په ایران کښې مسوولو سرچینو وویل دغه خبرونه رښتیا نه دي ځکه چې له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق تامینول له ایران څخه افغانستان ته د سونګو له صادراتو یا چابهار بندر ته د کابل له لاسرسي یا په ایران کښې دافغانستان د مهاجرینو له اقامت او هستوګنې سره هیڅ ارتباط نلري.

طالبان په لفظي او ژبني ډول د ایران د اوبو د حق رعایتولو ته ژمن شوي دي؛خو په عمل کښې یې  هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی.

د دغه موضوع  اهمیت په دې وجه دی چې د موضوع مخینې ته په پام سره په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدا وروسته په دیارلس سوه اوه اویایم هجري لمریز کال یعني په نولس سوه اته نویم میلادي کال کښې سترې وچکالۍ، او د طالبانو لخوا ایران ته د اوبو غوڅولو عملا هیرمند سیند ایران ته اوبه ونه رسولې او د اوبو بهیر په دیارلس سوه اته اویایم هجري لمریز کال یعني په نولس سوه نهه نویم میلادي کال کښې په کامل ډول بند شو ځکه خو طالبان په هغه وخت کښې په افغانستان باندې د سلطې او د واکمنۍ د ادعا په دلیل د هیرمند د تړون خلاف ورزي کونکي وپیژندل شول.

که چیرې حاضردمه هم له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو حق  ایران ته ورنکړل شي طالبان د هیرمند د تړون خلاف ورزي کونکي پیژندل کیږي.

له دې سره سره چې اشاره ورته وشوه حاضردمه له طالبانو سره د ایران اړیکې او د طالبانو کړچار له نولس سوه اته نویم میلادي کال څخه تر دوه زره لومړي میلادي کال پورې له وختونو سره ډیر تفاوت لري او د دواړو لورو ترمینځ د ملګرتیا لرلید شته.

د ایران د تربیت مدرس پوهنتون د کرهڼې د پوهنتون ایسوسي ایټ پروفیسر او د اوبو د ډیپلوماسۍ څیړاندی ډاکټر «حجت میان ابادي» په دې زمینه کښې اعتماد لري: څرنګه چې طالبان په افغانستان کښې واک په لاس کښې لري د اوبو د مسائیلو په هکله د لا جدي فیصلو د غوره کولو امکان شته.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو  د افغانستان د اوبو د سیاست په هکله د دغه پروګرام وخت پاې ته ورسید نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان او وخت هم له خوشحالۍ څخه ډک وي.