د افغانستان د شل کلن نیواک پاییلې
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i120948-د_افغانستان_د_شل_کلن_نیواک_پاییلې
د افغانستان د پارلیمان پخوانی غړی سید جمال فکوری بهشتی هم په دې باور دې چی امریکایانو په افغانستان په حملې او د دوکه ورکونکیو شعارونو په مطرحولو او د دو لسیزو له شتونه وروسته د ژغورونکی په توګه په معرفی کولو سره دغه هیواد په بحرانی وضعیت کې پریښوده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 12, 2022 14:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان د شل کلن نیواک پاییلې

د افغانستان د پارلیمان پخوانی غړی سید جمال فکوری بهشتی هم په دې باور دې چی امریکایانو په افغانستان په حملې او د دوکه ورکونکیو شعارونو په مطرحولو او د دو لسیزو له شتونه وروسته د ژغورونکی په توګه په معرفی کولو سره دغه هیواد په بحرانی وضعیت کې پریښوده

امریکا د افغانستان له زیاتره ګاونډیو هیوادونو سره د پام وړ پیدا او پټ مشکلات لري ، له ایران او چین نیولی تر روسیې او د مرکزی اسیا ځینې هیوادونه او حتی پاکستان . د لویدیځ د پوهنکورونو له نظره افغانستان هغه ځای دی چی امریکا د هغه په ناامن کولو سره د دغو هیوادونو لپاره جدی ستونزې رامینځته کولې شي . په دې اساس د روانو ادعا ګانو په اپوټه امریکایان د افغانستان د بحران په حل پسې ندي بلکې ګروهنه لري هغه په دې ډول مدیریت کړي تر څو وکولې شی د هغه ګیر چاپیر سیمې تاواني کړي . امریکا په افغانستان کې  د هدایت شوی بلوې سیاست په خپلې ایجنډې کې راوستې دې ، په دې ډول چی اوس افغانستان نارامه دې او امریکا په دغو ناارامیو کې نور هدفونه تعقیبوي چی ایران ، روږسیې او چین ته تاوان رسول او مرکزی اسیا ته د افراط پالنې غځول د دغو هدفونو یوه برخه کیدلې شی ، کله د بحران حل او کله د کړکیچ مدیریت کول .

په کابل کې د ایران پخوانې سفیر ابوالفضل ظهره وند باوری دی له افغانستانه د امریکا له وتلو متاثر دغه هیواد د قدرت له خلا یا تشې سره مخامخ شو او مرکزی دولت ونه توانیده موجوده تشه ډکه کړی او دغو شرایطو د طالبانو د مانور حوزه پراخه او ژوره کړه او د طالبانو په فعالیدا سره دولت منزوی شو . له افغانستانه د امریکا د وتلو د موضوع په اړه باید دغه مهم ټکی ته پام وکړو ، امریکایان افغانستان ته نه  ورغلي چی ولاړ شي ، بلکې د هغو د شتون شکل او بڼه بدله شوی ده . د افغانستان د ویشلو لپاره د امریکا نقشه او په دغه هیواد کې د داخلی جنګ رامینځته کول دي . امریکا د افغانستان لپاره ارزښت ته نده قایله بلکې هدف یې په ایران ، روسیې او چین د دباو لپاره په سیمه کی جیوپولیټیک بدلونونه دي . د افغانستان خلک باید پوهه شي چی د امریکا د سیمه ایزې ستراتیجۍ لومړی قربانیان دي . امریکا نیت لری افغانستان د تکفیری ډلو په مرکز بدل کړی او په دې مینځ کې طالبان په امریکا پورې اړونده متغیر دي .

د افغانستان د پارلیمان پخوانی غړی سید جمال فکوری بهشتی هم په دې باور دې چی امریکایانو په افغانستان په حملې او د دوکه ورکونکیو شعارونو په مطرحولو او د دو لسیزو له شتونه وروسته د ژغورونکی په توګه په معرفی کولو سره دغه هیواد په بحرانی وضعیت کې پریښوده . د امریکا د حملې په وخت کې په افغانستان کی یوازې د طالبانو ډله فعاله وه چی د امریکا له شتون د شلو کلونو لاه تیریدا وروسته اوس  څه د پاسه شل ترهه ګرې ډلې په کندهار ، غزنی ، هلمند ، هرات او د افغانستان په نورو سیمو کې فعالې دي .

د افغانستان په پارلیمان کې د هرات ولایت استازی خلیل احمد شهزاده باور لری چی امریکا له طالبانو او پاکستان سره په مزاکراتو کې د افغانستان دولت څنګته کړ او له دغې ډلې سره یې پټې معاملې وکړې چی نتیجه یې د هیواد ننې وضعیت دې . د افغانستان خلکو د امریکا او طالبانو د موافقې له جزیاتو ندي خبر .

د ایران د خارجه وزارت د جنوبی اسیا د برخې مشر او وزیر مرستیال سید رسول موسوی هم باوری دی هغه وضعیت چی په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې رامینځته شوی دی د امریکا د پروګرام د اجرا کیدا له امله دې . امریکا په سولې پسې نده . بلکې یوازې یې له افغانستانه ځان ویسته ، باید داسې جوړښتونه رامینځته شوی وې چی د افغانستان امنیتی نظم یې ساتلې وې  . په دې سربیره مقرره وه امریکا بین الافغانی خبرو اترو ته بڼه ورکړی خودا کار یې ونکړ او په نتیجه کې افغانستان کې موجوده شرایط رامینځته شول . د امارت اسلامی احیا سناریو یا نوی داخلی جنګ چی دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي . که په افغانستان کې د سولې په لور د یوه پراخ بنسټه دولت په جوړیدا سره حرکت ونشی نو په دغه هیواد کی د داخلی جنګ امکان شته دی او سوله هم د سیمه ایزې او نړیوالې غږملتیا له لارې ممکنه ده .

د افغانستان کارپیژاندې او کوثرعلمی او کلتوری فاونډیشن بنسټ ایښودونکې غوې ډاکټر علی واحدی هم باوری دی په افغانستان کې امنیت او ارامښت د لویدیځوالولپاره اهمیت نلری . امریکایانو له ترهه ګرئ ، نشه ایزو موادو سره د مبارزې او په افغانستان کې د امنیت او بیا رغاونی د تامینولو په پلمې شتون پیدا کړ خو په خپلې هیڅ ژمنې یې عمل ونکړ او نن په افغانستان کې ناامنی او د نشه ایزو موادو تولید زیات شوی دی .

د افغانستان د ملی رفاه ګوند عمومی منشی محمد حسن جعفری باوری دی چی امریکایانو افغانستان په کنډوالې بدل کړ او په دې سربیره په افغانستان کی د داعش د ترهه ګرې ډلې په شان د امریکا نیابتی ډلې هماغه راز شتون لری . د امریکا  په وسیله د داعش د جوړولو په اړه د پخوانۍ خارجه وزیری میرمن هیلری کلنټن او ټرمپ څرګندونې د دغې موضوع اثبات کونکي دي .

د هند براعظمګی لوړ رتبه ایرانې کارپیژاندې پیر محمد ملازهی هم باوری دی امریکایان  هماغه  راز په افغانستان کی یو ډول ګډوډی مدیریت کوی تر څو هر وخت اړتیا شی ستنه شي ځکه چی دغه هیواد یې ندې پریښودلې او خپل سیالانو ته یې نه سپاري . که د امریکا د ولسمشر بایډن خبرو ته ځیر شو نو متوجه کیوږ چی ولې په افغانستان کط ثبات نه راځی . بایدن وویل مونږه دغه هیواد ته د دې لپاره نه وو تللی چی یو دولت او ملت جوړ کړو ، بلکې مونږه لاړو چی افراطی ډلې او القاعدې ته سزا ورکړو او دغې ډلې ته مو شزا ورکړه او بن لادن او لضواهری مو وووژل او نور په افغانستان کې د پاتی کیدا ضرورت نشته دی ، په دې اساس په افغانستان کې د امریکا سیاست دا نه وو چی دغه هیوادسوله او ثبات ووینی یا هلته پراختیا رامینځته کړی بلکې په خپلو هدفونو پسې راغلی وو او اوس هم خپل هدفونه تعقیبوي . امریکا اوس جی پخپله هم ادعا کوی خپلو هدفونو ته رسیدلی ده .

د افغانستان د پارلیمان پخوانی غړی غلام حسین ناصری هم په دې  باور دی چی د امریکا او ناتو په شل کلنه لاس وهنه کې افغانستان په یوه جهنم بدل شو ی دی ، نه ترهه ګرۍ له مینځه لاړه ، نه د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق کم شو ، نن له ۸۰ تر ۸۶ فیصده پورې نشه ایز مواد په افغانستان کې تولیدیږي . امریکا نه یوازې د ملت جوړونې په لړ کی بلکې په ټولو ډګرونو کې ناکامه شوه او نن د افغانستان واقعیت د هغه څه په اپوټه دې چی لویدیځوالو به بیانول .

د اسیا دجنوب د مساییلو کارپیژاندې او پوهنتون ایرانې استاد ډاکټر نوذر شفیعی هم معتقد دې د افغانستان اوسنی شرایط په دې دلیل رامینځته شول چی امریکا د سولې پروسه سمه مدیریت نکړه ،افغان دولت یې له طالبانو سره ملګرتیا ته مجبوره نکړ .

امریکایانو هم د اسیا په لودیدیځ کې خپل ځواکونه په ملی ډول کم او هغه یې د اسیا د ختیځ په لور منتقل کړل ، له افغانستانه وتل د طالبانو د پوځی خوځښت سبب شو او په نتیجه کی افغان دولت نسکور شو . یعنی امریکا له افغانستانه ولاړه او طالبانو لپاره یې شرایط برابر کړل تر څو خپلو هدفونو ته ورسی .

د امریکا هدف د سیمې جیوپولټیک بدلون دې . خو د مقاومت د بهیر یو برکت په افغانستان کې د امریکا د سیاسی پوځی ستراتیجۍ ماته وه . په افغانستان کې د امریکا ماته په ویتنام کې له ماتې ډیره درنده وه ، ځکه چی امریکایانو په ویتنام کی یوازې پوځی ماته وخوړه خو په افغانستان کی یې په پوځی ماتې او څو سوه میلیارډ ډالری لګښت په زغملو سره  اخلاقي ماته هم وخوړه .

پای