د افغانستان دنیواک د پایلوجاج
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i123224-د_افغانستان_دنیواک_د_پایلوجاج
په ۲۰۱۸ کال کی امریکا او طالبانو ترمینځ د مزاکراتو پیل او په دغه بهیر کې د کابل دولت په ګډون باندې سترګو پټول د هند د خپګان سبب شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2022 14:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان دنیواک د پایلوجاج

په ۲۰۱۸ کال کی امریکا او طالبانو ترمینځ د مزاکراتو پیل او په دغه بهیر کې د کابل دولت په ګډون باندې سترګو پټول د هند د خپګان سبب شوی .

 

په افغانستان کې د طالبانو قدرت ترلاسه کول او له هغه د پاکستان هراړخیزه ملاتړونه له یوې خوا او د اسیا په جنوب کی د افراط پالنې اغیزې او پراختیا له بلې خوا سبب شوی چی هند په افغانستان کې له مخکې زیاته توجه وکړی . له پاکستان سره د هندی سیاسی او پوله ایز اختلافات ، د کشمیر موضوع ، د بنګلادیش له بیلتون غواړو د هند ملاتړ ، له پاکستان سره ایټمی سیالۍ او د طالبانو ، القاعدې ، حقانی شبکې ، سپاه صحابه ، او لشکر طیبه په شمول د افراطي ډلو شتون هغه موضوګانې دي چی په افغانستان کې یې د هند په شسیاستونو اغیز شیندلې دی . دغه موضو ګانې او اختلافات همداراز سبب شوی هند او پاکستان ترمینځ سیالۍ او تضاد په افغانستان کې دوام ولرلې شی . هند خپلې ملی ګټې په اقتصادی مشارکت ، د افغانستان په بیا رغاونه  او د یوه پیاوړی مرکزی دولت په بڼه غوره کیدنه کې د سیمه ایزې ملګرتیا په اساس لټوی ، خو پاکستان په افغانستان کې د هند شتون د خپلو ملی ګټو پرضد بولی .

د افغانستان له لارې د مرکزی اسیا ګټه ورو بازارونو ته لارې موندل هغه یو عامل دی چی هندوستان مجبوروی په افغانستان کې فعال شتون ولرلې شی . هند د مینځنی اسیا بازارونو ته  اړمن دی او افغانستان مینځنی اسیا ته د هند د شیانو د ټرانزیت د لارې په توګه د هند له اقتصادی ودې سره مرسته کولې شی . هند هغه لومړنې هیواد وو چی په ۲۰۰۱ کال کې یې د طالبانو رژیم له پاشلتیا وروسته د افغانستان په بیا رغاونه کې خپل ملاتړ اعلان کړ . هند کوشش کوی په افغانستان کې د خپل نفوذ په زیاتولو سره له دغې موضوع د پاکستان په وړاندی د اغیزمن اوزار په توګه استفاده وکړي .

په ۲۰۰۱ کال کی په افغانستان د امریکا له حملې وروسته د کابل په وړاندی د نوی ډیلی سیاست په دغه فرضیه ولاړ وو چی د هند تش په نامه ملګری یو قدرت یعنی امریکا په افغانستان کې د امنیت د تامینولو دروند پیټې یوسی تر څو نوې ډیلی په افغانستان کې د نرم کلتوری نفوذ او اقتصادی فعالیت لپاره زیات فرصتونه ولرلې شي .

په ۲۰۱۸ کال کی امریکا او طالبانو ترمینځ د مزاکراتو پیل او په دغه بهیر کې د کابل دولت په  ګډون باندې سترګو پټول د هند د خپګان سبب شوی . د هندیانو له نظره د امریکا د سیاست دا بدلون طالبانو ته د روا والی ورکولو او د کابل له دولته د مشروعیت اخیستلو سبب شول او د پاکستان د بیاوړتیا زمینه یې برابره کړه او په افغانستان کې یې د هند د دولسیزو پانګونه په خطر کې واچوله . هند په تیرو دو لسیزو کی د کابل حکومت ته څه د پاسه دوه میلیارد ډالره مرسته رسولی ده . همداراز دغه هیواد د افغانستان د پارلیمان ودانۍ ، یو روغتون او یو تعلیمی مرکز په افغانستان کی جوړ کړی دی . هند باوری دی  په دې هکله د طالبانو له ژمنتیا سره سره چی هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړی د امریکا او د هغې د متحدانو پرضد ترهه ګر اقدام ونکړی خو د لشکر طیبه په شان په پاکستان کې د هند ضد ترهه ګرو او افراطی ډلو سره د طالبانو د اړیکو ژورتیا ته په پام سره  لیری ښکاری چی طالبان په خپلې ژمنې عمل وکړی .

هندګروهنه نه درلوده چی د دوحې د سولې موافقط له لاسلیکولو پرته طالبان قدرت ترلاسه کړی او د اشرف غنی دولت نسکور شی . له افغانستانه د امریکایی عسکرو په وتلو سره د سیمې مهمو هیوادونولکه روسیې ، چین ، ایران او پاکستان له دغې موضوع هرکلی وکړ خوهغه یوازنې هیواد وو چی له افغانستانه یې د امریکا او ناټو له وتلو اندیښنه څرګنده کړه . د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې د هند سیاسی ټولنو ټینګار کړی وو چی له افغانستانه د امریکا او ایساف ځواکونو وتل به په افغانستان د طالبانو د بیا سلطې سبب شی چی دا په افغانستان کی د پاکستان د نفوذ د زیاتیدا او په دغه هیواد کی د هند د شتون د کمیدا په معنا دی .

هند چی په تیرو دو لسیزو کې یې د افغانستان په بیخ بینایی پروژو کې ډیره پانګونه کړی ده ، د امریکایی عسکرو وتل یې په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره خنډ وباله . هند چی په افغانستان کی د القاعدې په شان د ترهه ګرو ډلو له مخربو اقداماتو اندیښمن دی په دې باور وو چی د امریکایی عسکرو وتل به په سیمه کی د اسلام اباد د نفوذ د زیاتیدا سبب شی ، نو ځکه دا اندیښنه د کشمیر په موضوع کې د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی دزیاتیدا سبب شوی ده . د دې په ترڅ کی چی د سیمې امنیت ته د هند ، چین او پاکستان کتنه ، د دغو دولتونو سیمه ایزه سیالی او په افغانستان کې د قدرت د تشې د جبرانولو لپاره د هغو کوشش  په سیمه کې په امنیتی نظام کی د بدلون لپاره زمینه برابروی .

په هند براعظمګی کی د القاعدې د فعالیتونو زیاتیدا د ډلی له نظره له افغانستانه د امریکایی عسکرو د وتلو یوه بله پایله ده . په دې دلیل چی د جغرافیایی ، اجتماعی او کلتوری لحاظه په افغانستان کی د القاعدې د فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابره ده . هند اندیښمن دی چی د لشکر طیبه په شان ترهه ګرې ډلې چی په جمو او کشمیر کې فعالی دی ، پیاوړی شي او په دغه سیمه کی د بی ثباتۍ سبب شي . د ډیلی دسیاسی ټولنو له نظره د طالبانو رسمی قدرت ترلاسه کول په افغانستان کی د هند د متحدانو د څنګته کیدا او د پاکستان تر نفوذ لاندې ډلو په وسیله او له داعش ترهه ګرې ډلې سره د طالبانو د ځینو غړیو په یو ځای کیدا او په سیمه کی د هند د ګټو پرضد د هغو د کارولو سبب شی . د دې په ترڅ کې لیری ښکاری اسلام اباد په افغانستان کی چی حاضر دمه د طالبانو په لاس کی دی اجازه ورکړی چی له هند سره نږدې اړیکی تینګی کړی . دا په داسې شرایطو کې ده چی د هندو ملی پال حکومت افراطی کړچارونه چی د هندوستان د مسلمانانو پرضد د ښکاره تبعیض مخینه لری ، په افغانستان او پاکستان کی د افراطی ډلو په لمسولواو د نوی ډیلی له دغه کړچاره د هغو په ناوړه استفادې کې اغیزمن دی . د ۲۰۲۱ کال په مارج کط د سیکانو په عبادت ځای د داعش د خراسان څانګې حمله په دې پلمه چی د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د مسلمانانو غچ یې اخیستې دې ، له دې اړخه د جاجولو وړ ده .

هند په سیمه کی د  پاکستان اوچین اصلی سیال دی چی په دغه سیالۍ کې د اسراییلورژیم او امریکا ملاتړ هم لري . داسې ښکاری هند له دې زیات چی په افغانستان کط د خپلو مخالفو وسله والو ډلو د شتون اندیښنه ولرلې شی ، په افغانستان کی د چین او پاکستان د نفوذ له پراختیا اندیښمن دې . بیکنګ حاضر دمه  څو سترې پروژې په نظر کی لری چی خیتنې برخې یې افغانستان ته ورګرځی . هند په افغانستان کی د چین د شتون په هکله منفی نظر لری . هند باوری دی پیکنګ د افغانستان سرچینو او معادنو ته سترګې نیولی دي او د فرصت په تمه دې چی له دغو سرچینو په خپله ګټه استفاده وکړی . هندی چارواکی په دې باور دی چی پاکستان په افغانستان کی د چین د پروژو شریک دی او که چین د افغانستان معادن ترلاسه کړي نو په افغانستان کی به د پاکستان شتون هم زیات شی او هند به څنډې ته کړې شی .

په هند کې د کارنګی پوهنکور دفتر مشر رودرا چادوری باوری دی د افغانستان اوسنیو شرایطو او په دغه هیواد کی د طالبان سلطې ته په پام سره دوې موضوګانې وجود لري چی هندی مشران ورته باید پام وکړی . لومړی د طالبانو په ارتباط پخوانیو تجروبو د هند او طالبانو په اړیکو کی په هر ډول پرمختګ سیورې غوړولې دی . هند د افغانستان د اسلامی امارت په لومړنی وخت کی په دغه هیواد کی ډیپلوماتیک شتون نه درلوده . په ۱۹۹۹ کال کی د هند یوه تجارتی الوتکه چی ۱۶۰ مسافر یې درلودل د پاکستان تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو په وسیله وتښتول شوه او د افغانستان په کندهار کی کوزه شوه . د الوتکی تښتونکی د طالبانو له ملاتړه برخمن وو . هندیان دا ترخه تجروبه په ذهن  کی لری . دوهم د پاکستان د استخباراتو او طالبانو دملاتړ وړ حقانی شبکې تل د هند د سفارت په شمول په افغانستان کی دډیلی په ګټو حمله کړی ده . له دې سره سره چی د طالبانو د داخله وزارت سرپرست او حقانی شبکی مشر سراج الدین حقانی مدعی دی چی له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو د ساتلو اهمیت په نظر کی لری خو دغه ادعا به د هندی چارواکو لپاره دومره دباور او ارامښت سبب نشی . هند بایدد پاکستان په وسیله د افغانستان د کامل نفوذ له ترخه حقیقت سره مقابله وکړی . دغو مسلو ته په پام سره  هند په سیمه کی د امریکا د مهم متحد په توګه په افغانستان کی د امریکا د سیاستونو له نتیجې تاوانی شوی دی .