افغانستان له ایران څخه بخښنه وغوښتله
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i128838-افغانستان_له_ایران_څخه_بخښنه_وغوښتله
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د زابل د سرحدي ځواکونو د اطلاع رسونې مرکز د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحد ساتونکو څخه د افغانستان د یوه لوړرتبه سرحد ساتونکي او د قومندان د بخښنې د غوښتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-03-01T21:08:35+00:00 )
Mar 02, 2023 01:32 Asia/Kabul
  • افغانستان له ایران څخه بخښنه وغوښتله

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د زابل د سرحدي ځواکونو د اطلاع رسونې مرکز د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحد ساتونکو څخه د افغانستان د یوه لوړرتبه سرحد ساتونکي او د قومندان د بخښنې د غوښتلو خبر ورکړ.

په اینټرنیټ کښې یوه ویډیو خپره شوه چې طالبانو ځواکونو پکښې د ایران یو سرحد ساتونکی نیولی دی.

دغه پیښه وروسته له دې رامینځته شوه چې د ایران سرحدي ځواکونه په نیمروز سرحدي سیمه کښې د ایران او د افغانستان په سرحد کښې د یوه ګاډي چې نشه ئیز مواد پکښې بار وو د تلاشۍ کولو په حال کښې وو خو د ګاډي موټروان د افغانستان سرحد ته وتښتید.

د نشه ئیزو ګاډو د ډرائیور تښتیدل په داسې حال کښې وو چې د ایران یو سرحد ساتونکی د ګاډۍ د تلاشۍ کولو لپاره ګاډي ته ننوتلی و.

له دغه پیښې وروسته د افغانستان سرحدي ځواکونو دغه ګاډی ونیوه او پکښې سپاره کسان یې ونیول او په نیول شویو کسانو کښې د ایران یو سرحد ساتونکی هم شامل و.

له دغه پیښې څو ساعته وروسته د ایران د چارواکو له سلامشورې وروسته دغه سرحد ساتونکی خوشی شو او د افغانستان یو لوړرتبه سرحدي چارواکی او قومندان له یوشمیر سرحد ساتونکو سره یوځاې په ګلونو او شیرینۍ سره د بخښنې په غوښتلو سره د ایران دغه سرحدي ځواک خوشی کړ.