د افغانستان حکومت باید له حمله کونکو سره چلند وکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د رسنیو نړیوالو موسسو په مزارشریف ښار کښې په خبریالانو باندې د حملې له عاملانو سره د افغانستان د حکومت په پریکنده چلند ټینګار وکړ.
د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کښې په تبیان کلتوري مرکز او د اوا خبري اژانس په دفتر باندې د تیرې شنبې ورځې د سهار وخت په ترهګرې حملې کښې درې کسان وژل شوي او اوه دیرش نور ژوبل شوي وو.
د افغانستان دننه او په نړیواله سویه د دغه جنایت له غندل کیدا وروسته د بې سرحده خبریالانو موسسې او د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټۍ پرون د مزارشریف د بوږنونکي جنایت له عاملانو سره د افغانستان د حکومت د جدي او پریکنده چلند او د عاملانو په پيژندل کیدا او د خبریالانو په ساتلو ټینګار وکړ.
د بې سرحده خبریالانو موسسې په یوې اعلامیې کښې د افغانستان په خبریالانو باندې حمله لړزونکي وبلله او د افغانستان د حکومت لخوا د دغه پیښې د عاملانو د پيژندلو غوښتنه یې وکړه.
د خبریالانو د مصونیت کمیټۍ هم د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې په افغانستان کښې د خبریالانو محافظت وکړي او د هغوې لپاره د کار خوندي فضا برابره کړي.