پر تلسیميا ناروغۍ د یوه اخته ماشوم دردوونکې خبرې
May 09, 2023 09:41 Asia/Kabul
تلسیميا چې یوه موروثي ناروغي ګڼل کېږي، له مور او پلار څخه ماشوم ته سرایت کوي او د مخنیوي لپاره یې سپارښتنه کېږي، چې له نږدې خپلوانو سره له واده ډډه وشي.
په افغانستان کې د وینې د مرکزي بانک مشر ډاکتر محمد ناصر صادق وايي: د تلسیميا ناروغان اوس له یوې لویې ستونزې سره مخ دي، ځکه چې د دوی یوازینۍ درملنه وینه اخیستل دي، خو د وینې اخیستل په بدن کې د وسپنې اندازه زیاتوي او د کمولو لپاره یې درمل ګران دي.
ټیګونه