د هیرمند د اوبو ونډه ، د طالبانو نه ژمنتیا او ناشکري
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i133650-د_هیرمند_د_اوبو_ونډه_د_طالبانو_نه_ژمنتیا_او_ناشکري
د هیرمند له افغانستان څخه سرچینه اخلي او د ایران د جنوب ختیځ یعني د سیستان د خلګو ژوند ورسره تړلی دی، په تېرو سلو کلونو کې د هیرمند د اوبو د کچې کمېدا تل د ایران او افغانستان تر مینځ په سیاسي اړیکو کې په سیمه ایزو او ملي سویو کې ستونزې رامینځ ته کړي دي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
May 30, 2023 06:28 Asia/Kabul
  • د هیرمند د اوبو ونډه ، د طالبانو نه ژمنتیا او ناشکري

د هیرمند له افغانستان څخه سرچینه اخلي او د ایران د جنوب ختیځ یعني د سیستان د خلګو ژوند ورسره تړلی دی، په تېرو سلو کلونو کې د هیرمند د اوبو د کچې کمېدا تل د ایران او افغانستان تر مینځ په سیاسي اړیکو کې په سیمه ایزو او ملي سویو کې ستونزې رامینځ ته کړي دي.

د هیرمند د سیند د اوبو په سر د دواړو هیوادونو تر مینځ اختلافات له هغه وخت څخه را پیل شو چي د ایران شرقي سرحدونه د انګریزانو په مداخلې سره وټاکل شوې.

په تېره یوه پېړۍ کې څو ځلې د افغانستان او ایران چارواکو د هیرمند له اوبو څخه د استفادې او د دواړو لورو د ونډې په سر هوکړې تر سره کړي چي البته ټوله یې بې پایلې پاتې شوې دي.

په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د دغه ستونزې د هوارېدو په موخه د دواړو هیوادونو تر مینځ پراخې خبرې اترې پیل شوې، د خبرو اترو په دغه پړاو کې، ایران د سیستان د ولایت د اوبو د تامینولو په موخه د هیرمند په ډګر کې د ګډو پانګونو او پروژو د عملي کېدو غوښتونکی شو.

په ۱۳۴۹ هجري شمسي کال کې د دواړو هیوادونو تر مینځ خبرې اترې د دلتا په سیمه کې د سختو وچکلیو لامل شوی چی د امله یې د سیستان د ولایت زیات شمېر خلګو په شمال کې ګرګان او ترکمن دښتو او د ایران زیارتي ښار ته ور کډه شول. په همدغه کال کې د سیستان د سیند اوبه چي له هیرمند څخه خړوبېږي د ۲۳ ورځو لپاره وچي شوې، او ایران ته له هیرمند څخه اوبه نه بهېدلې.

همدارنګه، د ایران او افغانستان تر مینځ له نورو سیندونو څخه سیستان سیند ته د اوبو جریان ډېر کمزوري شو او ۱۸۹ میلیون میټر مکعب ته راټیټ شو. د سیند په ټولو برخو کې د اوبو د سختې کمېدا سره، بلاخره دواړو هیوادونو د ۱۳۵۱ شمسي کال په کب میاشتې په ۲۲ نیټه د هیرمند د اوبو د وېشلو تړون لاسلیک کړ، د دې تړون له مخې، په اباتو کلونو کې به  افغانستان د هیرمند په سیند کې ایران لورې ته په ثانیه کې ۲۶ میټر مکعب اوبه باید ور ایله کړې وای چي په وچکالیو کې ۴ میټر مکعب په ثانیه کې له دغه مقدار څخه کمېدل، خو ۲۶ میټر کعب یې چت وو، یعني که حتی زیات اورښت هم شوې وای او هیرمند سیند پوره پوره ډک شوې وای بیا هم ایران په ثانیه کې له ۲۶ میټر مکعب نه د زیاتو اوبو غوښتنه نه شوای کولای.

په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هوکړې له مخې د اوبو ټاکل شوې ونډه، سیستان کې کروندو او وحشی ژواک ته سخت زیان ورساوه، ځکه چي له دې مخکې سیستان په ثانیه کې ۶۰ میټر مکعب اوبه تر لاسه کولې، په دې خاطر په هغه وخت کې هم د سیستان زیاتې کړهڼیزې ځمکې له مینځه ولاړلې. ټاکل شوې کچه د سیستان ضرورت نه شوای پوره کولای، همدارنګه، د سیستان د اوبو د ونډې اکثره برخه یعني ۶۷ سلنه یې په ژمي کې ایران ته ورکول کېدلې چي د سیستان د اوبو رسونې له ضروریتونو سره سمون نه خوړه.

دا قرارداد د ۱۳۵۲ شمسي کال په دوبې کې د ایران ملی شورا ته وړاندي شو چي له سختو مخالفتونو سره مخامخ شو لیکن سره له دې، دا قرارداد د ایران په ملی شورا کې تصویب شو، یاده هوکړه په افغانستان کې هم د ملی شورا او د سنا جرګې له لورې تائید شوه، لیکن په ۱۳۵۲ لمریز کال کې  چي په افغانستان کې سردار محمد داود خان کودتا وکړه د نظام بدلون د هیرمند د تړون د اسنادو د تبادلې د مخنیوی لامل شو.

په افغانستان کې د نوی حکومت له جوړېدو وروسته، ایران هڅه وکړه افغانستان سره خپلو اقتصادی مرستو ته دوام ورکړي او په هیرمند سیند باندې د ګډو پروژو په تر سره کولو او د اوبو په رانیولو سره، د سیستان د ضرورت اوبه پوره کړي، لیکن د دواړو لورو تر مینځ اختلاف د هوکړې د نه تر سره کېدو لامل شو.

په ۱۳۵۷ لمریز کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا او په افغانستان باندې د شوروي له برید څخه وروسته، د ګډو پروژو د عملي کولو بهیر وځڼدېدی.

په افغانستان کې کورنۍ جګړې او بیا د منظمو حکومتونو نشتوالې د امله د هیرمند په سیند باندې هیڅ کنټرول نه کېدی.

له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو د وتلو وروسته، د ایران دولت په کابل کې د یوه پیاوړی حکومت د رامینځ ته کېدو غوښتونکی وو، د طالبانو د حکومت په لومړي پړاو کې چي پنځه کاله وو، یعني له ۱۹۹۶ میلادي کال نه بیا تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې په افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان کې ډېره بده وچکالي راغله په داسي ډول چي د ۱۳۷۸ لمریز کال په وروستیو کې هیرمند سیند هم په افغانستان کې او هم یې لاندنۍ برخه په ایران کې به پشپړه توګه وچه شوه او د دواړو هیوادونو خلګو ته یې سخت زیانونه واړول، دغه وچکالې د څلورو کلونو لپاره دوام وکړه،

په سیستان کې د وچکالیو زیاتوالې د دې سبب شو چي د ایران دولت په نړیواله او سیمه ایزه کچه د اوبو د نشتوالې لامل ولټوي او د حل لاره ورته پیدا کړي، د ۲۰۰۰ میلادي کال د جولای په میاشته کې د ایران او افغانستان ګډي پلاوي د طالبانو په همږغیتوب سره، د کجکي له بند او د دهراوود د سیند څخه کتنه وکړه، په دهراوود کې د اوبو د کچې په ارزولو سره، معلوم شو چي په ثانیه کې ۸ اعشاریه ۴۶ سلنه اوبه په سیند کې بهیږي او کجکې بند کې هم یو میلیارد میټر مکعب اوبه زیرمې شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۲ نیټه اعلان وکړ چي د افغانستان دولت د کجکي د بند دریڅې بندي کړي او ایران ته د هیرمند د اوبو د بهېدو مخنیوی کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په له مینځه تلو او دغه هیواد کې د نوی حکومت په رامینځ ته کېدو سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د سیاسي اړیکو یو نوی پړاو پیل شو.

د 1380 لمریز کال په کب میاشته کې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزی د یوه جګپوري پلاوی په مشری ایران ته سفر وکړ او له ایرانی چارواکو سره ولیدل، په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو مشرانو د همکاریو یوه سند لاسلیک کړ چي دواړو لورو په کښې د هیرمند د اوبو د ویشلو لپاره د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون ته په بیرته ورستنېدا تاکید شوی وو.

سره له دې بیا هم د دواړو لورو تر مینځ د هیرمند د اوبو په سر لانجې دوام پیدا کړي او د افغانستان حکومت بیا ځلې د ایران په مخ د هیرمند د سیند د بهیدو مخه ونیوله، دې سره په سیستان او بلوچستان کې کروندې وچې شوې او خلګو سخت زیانونه ولېده، له ۲۰۰۵ نه بیا تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې د دواړو هیوادونو تر مینځ د هیرمند د سیند د ستونزو د هوارېدو په موخه کومې خبرې اترې نه وشوې،

په سرحدي سیمو کې د اوبو د نشتوالې د امله د ایران د نیوکو او خبرداریو سره سره، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان ولسشمر د نیمروز په ولایت کې په ۵۲ میلیون مټر مکعب سره، د کمال خان بند پرانیستل شو، دا په داسي حال کې دی چي د بند جوړونه د سیند په دغه برخه کې د دواړو هیوادونو د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې غیرقانوني اقدام دی.

له بده مرغه په تېرو دوو لسیزو کې د امریکایي نیکګرو د حضور پر مهال افغانستان سره د ایران د مرستو سره سره، لیکن افغان لورې د ایران د اوبو د ونډې په زمینه کې هیڅکله په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.