افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۵-۱۶
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i21067-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۵_۰۵_۱۶
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنونو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2016 11:21 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۵-۱۶

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنونو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

په دې مطلب کښې به له هر څه مخکې په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو د مهمو خبرونو سرلیکونه اورئ او بیا به د افغانستان او پاکستان د ډېرو مهمو واقعاتو تحلیلی رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو.

له هر څه مخکې هم د خبرونو سرټکی:

په قندوز کښې د طالب ډلې په خلاف پراخه عملیات، په پاکستان کښې د سارک د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د چین د سفیر کتنه، له مصر څخه د پاکستان د فوځ د ستر قوماندان کتنه،د داعش له وجوده د افغانستان د کوټ ولسوالۍ پاکول، د پاکستان د حکومت او د حزب مجلس وحدت مسلمین مثبتې خبرې اترې، د پوله ایزو تاسیساتو جوړول له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان د پروګرام یوه برخه، له افغانستان څخه د امریکائی پلاوی کتنه، له هند سره د پاکستان د تعلقاتو د ختمولو غوښتنه،د انتخاباتی نظام د اصلاح د فرمان د  جاری کولو لپاره د اشرف غنی د صلاحیت په باره کښې د افغانستان په اساسی قانون باندې د  څارنې د کمېشن دریځ، په پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو د وژلې دوام او افغان حکومت ته د رڼا غورځنګ مهلت د افغانستان او پاکستان د تېرې هفتې ځینې ډېر مهم بدلونونه وو.

په دوام کښې هم د دغو دواړو هېوادونوڅو تحلیلی رپوټونو ته ستاسو پام راګرځوو.

د افغانستان د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار وویل، په ننګرهار ولایت کښې د کوټ ولسولی په بشپړه توګه د داعش له وجوده پاکه شوه.

محمد حنیف اتمر د افغانستان د ختیځو ولایتونو په عمومی غونډه کښې وویل، داعش تکفیری ډلې ته په افغانستان کښې د نفوذ اجازه نه شی ورکړې کېدې. هغۀ زیاته کړه، د افغانستان د خیځو ولایتونو خلق د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو د حملو له امله له مختلفو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی. خو په افغانستان کښې د امریکائی فوځیانوقوماندان جان نېکلسون وویل چې په دغه هېواد کښې د داعش ترهه ګرې ډلې  اویا فیصده غړی پاکستانی طالبان  دی.

هغۀ په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د غړیو شمېر له زرو نه تر یو نیم زرو پورې کسان اعلان کړل. له تقریباً دوه کاله مخکې څخه چې په افغانستان کښې د داعش د شتون موضوع مطرح شوه، د کابل حکومت د پاکستان د حکومت په شان د دغې ډلې د فعالیت په باره کښې واضحه دریځونه غوره نه کړل.

د داعش له تشدده ډکو اقداماتو په باره کښې په افغانتسان کښې د ځاے چارواکو لخوا د ځینو رپوټونو له خپرېدو وروسته  د دغه هېواد حکومت مجبور شو چې په رسمی توګه په افغانستان کښې د دغې ترهه ګرې ډلې موجودګی اعلان کړی. د افغان حکومت ځینې چارواکی په دې باوری وو چې په دغه هېواد کښې د داعش د موجودګۍ رسمی منل د دې سبب کیږی چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو او عامه افکارو ترمېنځ د ترهه ګرۍ د ودې او تقویت اصلی مرکز وګڼل شی. په افغانستان کښې د ځینو خبری سرچینو او په دغه هېواد کښې د بهرنیوځواکونو د یو شمېر قوماندانانو د وېنا له مخې د ننګرهار ولایت په شمول د افغانستان ختیځ د داعش د ترهه ګرې ډلې د فعالیتونو په اصلی مرکز باندې د بدلېدو په حال کښې دے.

په همدې بنیاد دی چې په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان د ولسی جرګې غړیو په ځلونو د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې له د اعش ډلې سره د موثرې مقابلې لپاره دې ضروری سریزې برابرې کړی.

د داعش ډلې له وجوده د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د پاکولو په باره کښې د  افغان ولسمشر د ملی امنیت د سلاکار وېنا له دې نه علاوه چې په سیمه ایزه اډه باندې د دغه هېواد د ختیځ د بدلولو لپاره د دغې ډلې د کوششونو په باره کښې د ځینو خبرونو تائیدونکې ده، له داعش او طالب ډلو سره په یو وخت جنګ کښې د کابل د حکومت د مشکلاتو یوه نښه هم کېدې شی.

افغان حکومت چې کلونه وشول په دغه هېواد کښې د طالب ډلې له زیاتېدونکو تاوتریخوالو سره مخامخ دے له تېرو دوو کلونو راهسې د داعش ترهه ګرې ډلې له بحران او د دغې ډلې له تخریبی اقداماتو سره هم مخامخ شوے دے. په داسې حالاتو کښې د افغان حکومت مخې ته دا ضرورت موجود دے چې د طالب ډلې په خلاف له عملیاتو سره دې په یو وخت له داعش ډلې سره هم په موثره چلند کښې ستر او دقیقه پالیسی اختیار کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل،  د پوله ایزو تاسیساتو او د تګ راتګ د لارې جوړل له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد د پروګرام یوه مهمه برخه ده او افغانستان ته پکار دی چې دا موضوع درک کړی.

نفیس زکریا وویل، پاکستان غواړی د یو ګډ کمېشن په جوړولو سره له افغانستان سره  تعلقات ښه کړی او د ګډو پولو د مدیریت په باره کښې د دغه هېواد نظر جلب کړی.

له تقریباً تېرو دوو میاشتو راهسې پاکستان او افغانستان د تورخم په ګډه پوله کښې د خنډونو او ازغن تار د جوړولو په سر له یو لړ اختلافاتو سره مخامخ دی او دغه پوله د څو ورځو لپاره تړلې شوې وه خو د دواړو هېوادونو د چارواکو له خبرو اترو وروسته یو ځل بیا خلاصه شوه.

په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند وېنا چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د اسلام آباد د ستر پروګرام د یوې برخې په چوکاټ کښې له افغانستان سره په ګډه پوله کښې د تاسیساتو او لارې جوړول په ګډو پولو او حتی د افغانستان په خاوره کښې دننه د ساسیساتو او فوځی مرکزونو د جوړولو د علت  په توجیه کښې ده.په داسې حال کښې چې د پاکستان دغه چارواکی د افغانستان لخوا په ګډو پولو کښې د پوله ایزو تاسیساتو او لارې د جوړولو له لارې له تندلاریتوب سره په مبارز کښې د دغه هېواد هدف د درک کولو غوښتنه وکړه خو د دغه هېواد حکومت د تاسیساتو د جوړولو له لارې د پولو د لا زیات  کنټرول لپاره د اسلام آباد د پروګرام په اړه افغان حکومت منفی غبرګون لرلے دے.

په لږ تر لږه تېر یوکال کښې په ګډو پولو کښې د فوځی مرکزونو او تاسیساتو د جوړولو موضوع د دواړو هېوادونو ترمېنځ په یو ډېر مهم اختلاف بدله شوې ده.

د افغان حکومت له نظره پاکستان په دې لټه کښې دے چې د ګډو پولو د سخت کنټرول په بهانه په ډیورېنډ مشهوره د دواړو هېوادونو پوله ایزه کرښه  چې د کابل د منلو وړ نه ده ثابته او ټینګه کړی.

حتی د کابل د چارواکو د ادعا له مخې په ګډو پولو کښې د پاکستان دغه ځینې تاسیسات د افغانستان په خاوره کښې جوړ کړې شوی دی چې د دغه هېواد د زمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزی یې کړې ده.

په افغانستان کښې هم ځینې سیاسی ټولنې او رسنې وائی چې د پاکستان فوځ د ترهه ګرو د تعقیبونې په بهانه په ځلونو د  افغانستان خاورې ته داخل شوے دے چې دا مسئله هم په سیاسی انګېزو او د اسلام آباد د اقتدار او قوت د ښودلو په هدف سره ترسره کیږی.

له افغانستان سره د ګډ پوله ایز کمېشن د جوړولو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند اعلا ن شوی پروګرام دا امید پېدا کړے دے چې دواړه هېوادونه وکړې شی د دغه کمېشن په چوکاټ کښې د پوله ایزو مسائلو او د هغو د مدیریت په باره کښې یوې داسې پائېدارې موافقې ته ورسی چې د دغو دواړو ګاونډی هېوادونو د ملی ګټو او زمکنۍ بشپړتیا د ساتنې ضمانت ورکوونکې وی.

که څه هم په تېرو کلونو کښې  د سولې یا له ترهه ګرۍ سر د مبارزې د ګډ  کمېشن په شان د ګډو کمېشنونو د جوړولو د لازموالی په باره کښې د پاکسان او افغانستان د چارواکو د تاکید باوجود دغه کمېشنونه په جدی توګه جوړ نه شول. دا  احتمال شته چې د کابل او اسلام آباد د پوله ایزو چارو ګډ کمېشن هم د افغانستان او پاکستان د وعده ورکړې شویو مختلفو کمېشنونو د جوړولو د طرحې په برخلیک بدل شی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په کابل کښې د امریکې د کانګرېس د یو پلاوی په کتنه کښې له واشنګټن سره د سټراټیجکو تعلقاتو او ملګرتیاو د دوام غوښتنه وکړه.

له افغانستان څخه د امریکائی پلاوی کتنه او له اشرف غنی سره خبرې اترې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په شمول د افغانستان د مختلفو مسائلو په اړه د کابل او واشنګټن د پرله پسې سلا مشورو په چوکاټ کښې ترسره شوې.

امریکه چې په افغانستان کښې د بهرنیو فوځیانو د جنګی ماموریت د رسمی ختمېدنې په وروسته دوران کښې هم هغه شان په دغه هېواد کښې د افغان ځواکونو د روزنې او مشاورت په بهانه شتون لری یو لړ مختلف موضوع ګانې په اېجنډا کښې لری.

څه موده مخکې د امریکې حکومت په افغانستان کښې د خپلو فوځیانو صلاحیت زیات کړ چې دغه کار د ترهه ګرۍ په خلاف عملیاتو کښې د هغوی په باره کښې د شتون لپاره د یو مجوز په توګه  تعبیر شو. البته په افغانستان کښې په تېره بیا د طالب ډلې په خلاف عملیاتو کښ د امریکائی فوځیانو د صلاحیت پراختیا د افغانستان د حکومت د کابینې د اجرائی مشر عبدا... عبدا... له هرکلی سره مخامخه شوه.

د امریکې حکومت له دې نه علاوه چې څه موده مخکې یې وعده ورکړه چې تر دوه زره شلم کاله پورې به هر کال له افغانستان سره تقریباً درې مېلیارډ ډالره مالی مرستې وکړی چې د دغه مرستو زیاتره برخه به  د دغه هېواد د امنیتی توان د پیاوړتیا په هدف سره ولګی.

سپینې  ماڼۍ د پولېنډ په پائېتخت وارسا کښې د نېټو په وروستۍ سر مشریزه غونډه کښې د دغه تنظیم نور غړی دې ته راضی کړل چې تر دوه زره شلم کاله پورې دې د امریکې په شان تقریباً درې میلیارډ ډالره په کال کښې له افغان حکومت سره مرستې وکړی.

امریکائی چارواکی کوشش کوی چې له افغانستان سره د ملګرتیا او مرستو له لارې په دغه هېواد کښې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړی.

له افغانستان سره مالی مرستې د سپینې ماڼۍ له نظره د دغه هېواد سختو مالی ضرورتونو او  د طالب ډلې په خلاف عملیاتو کښې ګډون ته په پام سره دوه اوزاری دی چې کولې شی د کابل د حکومت لپاره مهمې وی او واشنګټن له دې لارې په سټراټیجکو او امنیتی مسائلو کښې د کابل وړومبے شریک او انډیوال وی.

افغانستان ته د امریکې سټراټیجک نظر په سیمه کښې د دغه هېواد د موقعیت په وجه دے چې د سپینې ماڼۍ د سیمه ایزو سیاستونو د اجرا لپاره یوه اډه کېدې شی.

په مرکزی اېشیا کښې د روسیې د دودیز نفوذ سیمې ته د امریکې د نفوذ زیاتوالے او همدارنګ افغانستان ته د ماسکو او پېکنګ د نفوذ له پراختیا څخه مخنیوے له کابل سره د خپلو تعلقاتو په لړ کښې د دغه هېواد په بهرنی سیاست کښې دوه مهمې مسئلې دی

د پاکستان د ځینو سیاسی او مذهبی ډلو لوړ رتبه استازیو ((کشمیر د پاکستان شاهرګ دے)) ترعنوان لاندې کانفرنس کښې د اسلام اباد له حکومته وغوښتل چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د مسئلې د هواری تر وخته دې له دغه هېواد سره تعلقات پرې کړی.په دغه کانفرنس کښې ګډون کوونکو تاکید وکړ چې نړیواله ټولنه پکار دی د هند د امنیتی ځواکونو په لاسو د کشمیر د خلقو د قتل عام په وړاندې خپلې خاموشۍ ته خاتمه ورکړی. هغوی همدارنګ له کشمیر سیمې څخه د هندی فوځی ځواکونو د وتلو او په دغه سیمه کښې د خلقو د حقوقو د خلاف ورزۍ د مخنیوی غوښتنه وکړه.

له هند سره د تعلقاتو د پرې کولو لپاره د پاکستان له حکومته د دغه هېواد د سیاسی او مذهبی ډلو د یو شمېر استازیو غوښتنه د کشمیر د خلقو په خلاف د هند د امنیتی ځواکونو د تشدد له وروستۍ دورې نه پس شوې ده.

د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر له اوسېدونکو سره د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو له تشدده ډکې نښتې  تقریبا له څلورو هفتو راهسې د کشمیر د حزب المجاهدین د مشر برهان مظفر وانی د جنازې له مراسمو څخه شروع شوې.

د دغو نښتو له شروع نه تر اوسه پورې د هند د امنیتی ځواکونو په تشدد کښې د دغه هېواد ترکنټرول لاندې د کشمیر د لسګونو خلقو وژله او د  تقریباً شپږ زره کسانو ژوبله د دې سبب شوې ده چې د پاکستان حکومت، خلق او مختلفې سیاسی او مذهبی ډلې د هغو په باره کښې سخت رد عمل وښئ.

د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په نوښت سره د جون شلمه نېټه د کشمیر د تورې ورځ په نامه ونومولې شوه چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر له خلقو سره د پېوستون او ملاتړ په اعلانولو کښې د دغه هېواد د ملی نظر د اجماع د رامنځته کېدو سبب شی. له دې وروسته هم نواز شریف د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمپر په ځای انتخاباتو کښې  د پاکستان د واکمن ګوند د کامیابۍ په جشن کښې د ګډون لپاره مظفر آباد ښار ته په  سفر کښې هیله څرګنده کړه چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر به د پاکستان برخه وګرځی. په وروستیو ورځو کښې د کشمیریانو په خلاف د  هندی ځواکونو د تشدد او تاوتریخوالی په غندلو کښې له پراخو مظاهرو نه پس له هند سره د تعلقاتو د پرې کولو لپاره د پاکستان له حکومت څخه د دغه هېواد د سیاسی او مذهبی ډلو غوښتنه ښودنه کوی چې کشمیر په دغه هېواد کښې د خلقو او د مذهبی او سیاسی ګوندونو او ډلو سره کرښه ده. د پاکستان  حکومت چې د کشمیر د تورې ورځې په اعلانولو، د کشمیر د خلقو د حالاتو د بیانولو لپاره په نورو هېوادونو کښې د پاکستان سفیرانو او سیاسی استازیو ته د ماموریت ورکولو، د کشمیر په مسئله کښې د مداخلت لپاره له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنې او د دغې سیمې له خلقو څخه د معنوی او ډېپلومېټک ملاتړ په دوام باندې تاکید ښودلې ده چې له خپلې سرې کرښې څخه نه په شا کیږی، البته له هند سره د تعلقاتو په اړه یو لړ ملاحظات هم لری.

دې ته په پام سره چې په اوس حال کښې د هند او پاکستان ترمېنځ د سولې خبرې اترې اودرېدلې دی کېدې شی د اسلام آباد د حکومت لخوا له دې نه اوچت اقدام حتی د کشمیر د مسئلې په چوکاټ کښې چې د پاکستان سره کرښه ګڼلې کیږی د دغه هېواد د ملی ګټوپه لړ کښې نه وی.

له هند سره د پاکستان د حکومت د تعلقاتو د پرې کېدو یوه برخه چې د دغه هېواد د ځینو سیاسی او مذهبی ډلو د نظر وړ ده په نوی ډیلی کښې د دغه هېواد  د سفارتخانې تړل دی چې نه شی کولې د اسلام آباد سترې ګټې پوره کړې شی.

---------