بقايي: له ترهګرۍ سره مقابله نړیوال مسئولیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172354-بقايي_له_ترهګرۍ_سره_مقابله_نړیوال_مسئولیت_دی
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مالي هېواد په مختلفو سېمو کې ترهګریز بریدونه په شدت سره وغندل.
(last modified 2026-04-28T07:52:12+00:00 )
Apr 28, 2026 12:20 Asia/Kabul
  • بقايي: له ترهګرۍ سره مقابله نړیوال مسئولیت دی

پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مالي هېواد په مختلفو سېمو کې ترهګریز بریدونه په شدت سره وغندل.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي»  هغه ترهګریز بریدونه چې د مالي هېواد په مختلفو سېمو کې شوي او د دې هېواد د دفاع وزیر «سادیو کامارا»، د هغه د کورنۍ غړو او د دې هېواد د ډېرو خلکو د مړینې لامل شوي، په شدت سره وغندل.

بقايي د مړو شویو کورنیو ته تسلیت وویلو او د مالي هېواد له دولت او خلکو سره یې خواخوږي وښوده او د پیښې ټپیانو ته یې د روغتیا هېله وکړه.

هغه د ترهګرۍ او افراطي تاوتریخوالي د ټولو ډولونو په کلکه غندلو کې د ایران پر اصولي دریځ باندې په ټینګار سره، له ترهګرۍ سره مقابله یو نړیوال مسئولیت وباله او د ترهګرۍ د عاملینو، تنظیم کوونکو، ملاتړ کوونکو او مالي ملاتړو سره دوامداره مبارزه یې، د ټولو هېوادونو د همکارۍ او همغږۍ اړتیا یاده کړه.

بقايي ډاډ څرګند کړ چې د مالي هېواد ملت به په یووالي او پیوستون سره پر ترهګرۍ او د هغه د ملاتړو پر وړاندې بریالي شي.