افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۶-۰۶
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i23359-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۵_۰۶_۰۶
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2016 06:40 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۶-۰۶

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

په دې مطلب کښې به له هر څه مخکې په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو د مهمو خبرونو سرټکی اورئ او بیا  به د افغانستان او پاکستان د ډېرو مهمو بدلونونو تحلیلی رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو.نو ښه ده له هرڅه مخکې د خبرونو سرټکو ته پام وکړئ.

له هند سره د کشمیر په باره کښې د خبرو اترو لپاره د پاکستان د وړاندیز ردېدل، د پاکستان په بلوچستان کښې د وکیلانو کار بندیز، له چین څخه د افغانستان د امنیتی مرستو غوښتنه، له موګرېنی سره د افغانستان د کابینې د اجرائی مشر خبرې اترې، په پاکستان کښې د تاوتریخوالی زیاتېدل، د هند او افغانستان د ملګرتیاو په پراختیا باندې تاکید، له افغانستانه د غېر قانونی پاکستانی کډوالو وېستل، په هلمند کښې د امریکائی فوځیانو ځاے پرځاے کېدنه، د کشمیر په مسئله کښې د مداخلت لپاره له ملګرو ملتو څخه د پاکستان غوښتنه، د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د چمن د پولې تړل، له ترهه ګرۍ سره په مقابلې باندې د پاکستان د فوځ د ستر قوماندان تاکید او د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د مشرانو ترمېنځ د اختلافاتو له دوام څخه کورنۍ او بهرنۍ اندېښنې د افغانستان او پاکستان د تېرې هفتې ځینې ډېر مهم بدلونونه وو.

په دوام کښې هم د دغو دواړو هېوادونو څو تحلیلی رپوټونه واورئ.

د افغانستان د کابینې د اجرائی مشر عبدا... عبدا...د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست له مشرې مېرمن فېډریکا موګرینی سره ټیلفونی خبرې اترې وکړې.

عبدا... له مېرمن موګرینی سره په ټیلفونی تماس کښې تاکید وکړ چې هغه د افغانستان لپاره د ودې او ترقۍ د بنیادی ستنې په شان په سیاسی ثباب هم ژمن او باوری ؤ او دے.

په دغه هېواد کښې د سیاسی ثبات بنیاد د سیاسی موافقه لیک بشپړه اجرا او د دغه موافقه لیک په مفادو باندې د دواړو خواو ژمنه تشکیلوی. د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې هم په افغانستان کښې د سیاسی ثبات او د دغه هېواد د ملی وحدت په حکومت کښې د ګډ کار اهمیت ته په اشارې سره په افغانستان کښې ثبات له کابل سره د نړیوالو مرستو د دوام وړاندې شرط وبلۀ.

د عبدا... او د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست د مشرې ټیلفونی خبرې اترې په داسې حالاتو کښې دی چې په وروستیو هفتو کښې له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره د دغه هېواد د کابینې د اجرائی مشر په کاری تعلقاتو کښې جدی اختلافات راڅرګند شوی دی. په تېره بیا دا چې څه موده مخکې عبدا... د افغان ولسمشر په کارکردګۍ باندې په نیوکې سره وویل،هغه د دې پوسټ لیاقت نه لری.

د افغانستان د کابینې د اجرائی  مشر دغه دریځ په تقریباً تېرو دوو کلونو او د ملی وحدت د حکومت له تشکیلېدو وروسته د دغه هېواد د ولسمشر په خلاف تر ټولو تنده نیوکه وه.

د عبدا... دغې وېنا ښودنه وکړه چې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د سرمشرانو اختلافات زیات ژور دی. د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست له مشرې سره د عبدا... ټیلفونی خبرې اترې د دې بیانوونکې دی چې د افغانستان د کابینې اجرائی مشر چې اشرف غنی د دغه هېواد د ملی وحدت د حکومت د تشکیل د موافقه لیک په چوکاټ کښې خپلو ژمنو ته په بې پامۍ باندې تورنوی کوشش کوی چې د دغه موافقه لیک بشپړه اجرا ته د اشرف غنی د مجبورولو لپاره له نړیوالو ظرفیتونو استفاده وکړی.

له امریکې وروسته اروپائی اتحادیه په دوه زره څوارلسم کال کښې او د افغانستان د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کښې له جنجاله وروسته د ملی وحدت د حکومت د تشکیل یوه جدی ملاتړې وه. په اشرف غنی باندې د عبدا... ترټولو مهم اعتراض د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د تشکیل د موافقه لیک په وړاندې د هغۀ د کارکردګۍ څه رنګوالے دے.

د افغانستان د کابینې اجرائی مشر ویلی دی چې د اشرف غنی لخوا په دغه هېواد کښې د حکومتی پوسټونو لپاره د کسانو په مقررولو او د سترو فېصلو په غوره کولوکښې ورسره سلامشوره نه کوی. له دې نه علاوه عبدا... په دې باوری دے چې اشرف غنی د اساسی قانون د بدلولو او پکښې د وزیراعظمۍ د پوسټ چې د کابینې د اجرائی مشرۍ د پوسټ ځاے نیسی د ځاے کولو لپاره د لوې جرګې د جوړولو لپاره په خپله ژمنه عمل نه دے کړے.

عبدا... هیله من دے چې د خپلو ژمنو په پوره کولو باندې د اشرف غنی د ژمنولو لپاره که  بهرنی ظرفیتونه موثره شی نو هغه د ملی وحدت د حکومت د فعالیت په دوام کښې د دغه هېواد په سترو مسائلو کښې یو موثره رول  لرلې شی.

 

د پاکستان د بلوچستان صوبې وکیلانو د کاربندیز او په محکمو کښې د نه حاضرېدو په دوام سره وویل چې تر هغه وخته چې د هغوی غوښتنې پوره نه شی خپل کاربندیز ته به دوام ورکړی.

دغه اعتراض کوونکی وکیلان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې د ترهه ګرۍ له  وروستۍ حملې وروسته د پاکستان د حکومت لخوا د هغوی د امنیت د ټینګولو غوښتونکی دی. د اګست د میاشتې په اتمه نېټه د کوئټې ښار په سېول اسپتال کښې  د ترهه ګرۍ د چاودنې له کبله درې نوی کسان ووژل شول او یو سل او پینځلس نور ژوبل شول. د دغې چاودنې د رامنځته کېدو په وخت د کوئټې ښار ګڼ شمېر وکیلان د دغه ښار د یو وکیل په وژل کېدو باندې په اعتراض کښې چې مړے یې سېول اسپتال ته وړلے شوے ؤ په دغه روغتیائی مرکز کښې راغونډ شوی وو.

د پاکستان کوئټه ښار له هغو ښارونو څخه دے چې د خاصو سیاسی،  امنیتی او اقتصادی حساسیتونو په وجه د تخریبی عملیاتو د ترسره کولو لپاره د ترهه ګرو د پام وړ ګرځېدلی دی. د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن او وزیراعظم نواز شریف د دغه ترهه ګرې چاودنې په غندلو او د دغې حملې د قربانیانو له کورنیو سره د خواښینۍ په څرګندولو سره  تاکید وکړ چې د اسلام آباد حکومت له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره جدی دے.

له دغې مرګونې چاودنې نه یوه ورځ وروسته او په کوئټه کښې په ناامنیو باندې په اعتراض کښې د پاکستان د بلوچستان په ټوله صوبه کښې کاربندېز ولګېد.

له دغه کاربندیزه وروسته د کوئټې د زدکړې، سوداګرۍ او روغتیا ټول مرکزونه او د ښار بازارونه وتړلې شول. د ترهه ګرۍ له دغې حملې وروسته په کوئټه ښار کښې عامه ویر اعلان شو او ټولو وکیلانو خپل فعالیتونه په ټپه ودرول.د پاکستان د وکیلانو تنظیم هم د ترهه ګرۍ له دغې حملې نه یوه ورځ وروسته د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل، د ټول هېواد وکیلانو په کوئټه کښې د وکیلانو په وژلې باندې په اعتراض کښې د محکمو د غونډو بائیکاټ وکړ. د ترهه ګرۍ د دغې چاودنې ذمه واری د پاکستان له طالب او داعش ډلو سره وابسته جماعت الاحرار ډلې په غاړه  واخېسته.

خو د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیر اعلی هند د کوئټې د ترهه ګرۍ په دغه چاودنه کښې په لاس لرلو تورن کړ.

د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی ثناء ا... زهری وویل، د هند استخباراتی تنظیم ((را)) په دغه مرګونې ترهه ګرې چاودنه کښې رول لرلے دے. له دې  مخکې هم هند په ځلونو په بلوچستان صوبه کښې له بېلتون غوښتونکو او ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ تورن شوے ؤ.

 

د افغانستان د قندهار د والی ویاند صمیم خپلواک وویل، له دغه ولایت څخه د د غېر قانونی مېشته پاکستانیانو د وېستلو حکم جاری شوے دے.

هغۀ په قندهار کښې د زرګونو پاکستانی کورنیو شتون ته په اشارې سره تاکید وکړ چې له قندهاره غېر قانونی مېشته ټول پاکستانیان به ووېستل شی.

خپلواک وویل، په زرګونو پاکستانی کورنۍ د اقامت له مجوز نه بغېر د قندهار ولایت په مختلفو ښارونو او ولسوالیو کښې چې د پاکستان او افغانستان له پولې سره نزدې دی مېشته شوی دی.

د پاکستان په قبائیلی سیمو باندې د دغه هېواد د فوځ د هوائی او زمکنیوحملو په زیاتېدو سره په زرګونو پاکستانی کورنۍ په غېر قانونی توګه  د  قندهار په شمول د افغانستان ځینو ولایتونو ته هجرت کړے دے.

په داسې حالاتو کښې چې په عامه توګه له پاکستان  څخه د افغان مهاجرینو د وېستلو موضوع مطرح ده، د افغانستان له قندهار ولایته د پاکستان د غېر قانونی کډوالو د وېستلو موضوع تر یوۀ حده غور و فکر رابرسېره کوونکې شوې ده.

په افغانستان کښې له دریو  لسیزو نه د زیاتې مودې په جنګ کښې چې په دغه هېواد کښې د ژوند عامه حالات سخت ګډوډ شوی دی د دغه هېواد په میلیونونه خلق د پاکستان  او ایران په شمول ګاونډی هېوادونو ته کډه په سر شول.

که څه هم  په پاکستان کښې د افغانستان د غېر قانونی مهاجرینو دقیقه شمېرنه موجوده نه ده خو ویل کیږی چې  په اوس حال کښې تقریباً درې میلیونه قانونی او غېرقانونی افغان مهاجرین په پاکستان کښې ژوند کوی.

په وروستیو دریو کلونو کښې د پاکستان مرکزی حکومت او په پنجاب صوبه کښې د ځای حکومت په شمول صوبائی حکومتونو د افغانستان د غېر قانونی مهاجرینو د وېستلو په هدف سره یو لړ سیاستونه غوره کړل چې دغه مسئله دومره نه ده عملی شوې.

له دغه پروګرام سره د ملګرو ملتو د کډوالو د عالی کمېشنرۍ د مخالفتونو زیاتوالے د پاکستان د حکومت د شاتګ سبب شو.

په داسې حالاتو کښې له قندهار ولایت څخه د پاکستان د غېر قانونی کډوالو د وېستلو د حکم د صادرېدو په اړه د قندهار د والی د ویاند وېنا زیاتره سیاسی انګېزې لری او له افغان مهاجرینو سره د اسلام آباد د سلوک د څه رنګوالی په وړاندې د ورته سیاست د غوره کولو د اعلان په هدف سره ترسره شوې ده.

البته د پاکستان مرکزی حکومت له غېر قانونی افغان کډوالو نه علاوه د دې غوښتونکے دے چې  قانونی افغان مهاجرین دې هم د سږ کال تر آخره پورې د پاکستان له خاورې ووځی.

د پاکستان د مرکزی او ځای چارواکو له نظره په دغه هېواد کښې د یو نیم میلین غېر قانونی افغان کډوالو شتون د دې سبب شوے دےچې د روزګار ځینې فرصتونه د هغوی په اختیار کښې راشی او په همدې وجه د پاکستان اقتصادو د خپلو ښاریزو لپاره د روزګار د پېدا کولو د توان له نظره زیان موندلے دے. کارپېژاندی وائی، د افغانستان له قندهار ولایته د پاکستانی کډوالو د وېستلو پروګرام د افغان کډوالو په زور سره په  وېستلو کښې د اسلام آباد د پروګرام د بدلولو لپاره د دباو راوړلو په هدف سره دے.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودی او افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په ټیلفونی خبرو اترو کښې د تجارت او سوداګرۍ په ډګرونو کښې د نوی ډیلی او کابل د ملګرتیاو د  پراختیا څېړنه وکړه.

مودی په دغو خبرو اترو کښې د کابل له حکومت سره د افغانستان د اقتصادی ترقۍ لپاره د هند د ملګرتیاو په دوام تاکید وکړ. هغۀ د ایران، هند او افغانستان د چابهار درې اړخیزه ټرانزېټی او تجارتی موافقه لیک ته په اشارې سره څرګنده کړه، دغه موافقه لیک به د افغانستان په اقتصادی وده کښې تاثیر وکړی. په هند کښې د افغانستان سفیر شېدا محمد ابدالی وویل،د کابل او نوی ډیلی ترمېنځ د فوځی ملګرتیاو له زیاتېدو څخه د اسلام آباد د حکومت د اندېښنو باوجود د هند حکومت له طالب او داعش ډلو سره د مقابلې لپاره له افغانستان سره د خپلو فوځی مرستو کوشش کوی.

د هند او افغانستان تعلقات له تقریباً تېرو پنځو کلونو راهسې او د دواړو هېوادونو د سټراټیجکې ملګرتیا د موافقه لیک له لاسلیکېدو وروسته نوې مرحلې ته داخل شوی دی.

د هند حکومت حتی په همدې لړ کښې په تېرو کلونو کښې په افغانستان کښې د پانګونې د ظرفیتونو د څېړلو لپاره د نړیوالې غونډې کوربا ؤ. څه موده مخکې هم ((د اېشیا زړۀ)) نومې کانفرنس د هند د حکومت په کورباتوب سره په نوی ډیلی ښار کښې او په افغانستان کښې د سولې او ثبات له ټینګښت سره د مرستې د لارو چارو د څېړنې په هدف سره وشو.

د هند حکومت له افغان حکومت سره د سټراټیجکې ملګرتیا د موافقه لیک په چوکاټ کښې په ټولو برخو کښې د دوه اړخیزو تعلقاتو او روابطو پراختیا په خپله اېجنډا کښې راوستې ده.

تقریباً درې میاشتې مخکې د هند د وزیراعظم او د افغانستان د ولسمشر په موجودګۍ کښې په هرات ښار کښې سلما نومې بند په کار شروع وکړه. مودی د سلما بند  پرانېستې ته په اشارې سره وویل، دا د افغانستان د ترقۍ په لاره کښې یو ستر او مضبوط ګام او یوه بله تاریخی شېبه ده.

په مختلفو اقتصادی، تجارتی، آبادونې، روغتیائی، زدکړو، دفاعی او امنیتی برخو کښې د دواړو هېوادونو ملګرتیاوې د دې سبب شوې دی چې دغه مسئله د پاکستان د حکومت له نظره چې د نوی ډیلی سیمه ایز سیال ګڼل کیږی اندېښمنوونکې وګڼلې شی.

دا په داسې حال کښې دی چې د هند حکومت له افغانستان سره د ملګرتیاو پراختیا نه یوازې د دریم هېواد لپاره څه ګواښ نه ګڼی بلکه د دغه هېواد د اقتصادی او امنیتی حالاتو ښه کېدل د سیمې د خلقو په ګټه بولی.

د پاکستان له نظره په افغانستان کښې د هند د نفوذ زیاتېدل د اسلام آباد د ملی ګټو لپاره یو جدی خطر دے او په همدې وجه ورسره مخالفت کوی. د پاکستان د مخالفتونو باوجود هند او افغانستان د دوو اړخیزو ګټو په نظر کښې لرلو سره له یوبل سره د تعلقاتو د پراختیا کوشش کوی.

-----------