افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
ډیرو ګرانو دوستانو اوس هم افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی مطلب ستاسو حضور ته وړاندی کوؤ. په پیل کی د دغو دؤو هیوادونو ډیرو مهمو خبرونو ته یو ځغلنده نظر اچوؤ؛ ورپسی به د څو پیښو په هکله تحلیلی راپور وړاندی کړو. هیله ده چی تر پایه پوری زموږ سره و اوسئ.
په سر کی د ډیرو مهمو بدلونونو راپورونه:
د طالبانو په وسیله د افغانستان د هلمند ولایت د ۹۰ فیصده برخې کنټرول، په پاکستان کی د اکو سرمشریزې غونډې ترسره کیدل، د افغانستان حالاتو ته د بی پامۍ په باره کی د امریکا د سنا جرګې د وسله والو ځواکونو د کمیټې د رئیس خبر دارئ، د پاکستان د کشمیر په اړه؛ په ملګرو ملتو کی د هند د دایمی استازی د غور وړ ویناوې، د پاکستان پوځ له لوړ پوړو مقامونو سره د ترکیې د پوځ د لوی درستیز کتنه، د افغانستان د سولې په موضوع سره د تماس د بین المللې ډلې غونډه، په کابل کی ترهه ګره حمله، د روسیې او پاکستان پر دفاعی همکارۍ باندی ټینګار، د پاکستان په دینی مدرسو کی د طالبانو غړیو ته د پوځی روزنې په ورکړې باندی د یو صوبایی مقام اقرار؛ او پاکستان ته د مالی اقدام د کاری ډلې خبر دارئ، د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ډیرو مهمو بدلونونو له جملی څخه ؤو. په دوام یو شمیر تحلیلی راپورونه وړاندی کوؤ.
د افغانستان په پایتخت(کابل) کی په دؤو ترهه ګرو چاودنو کی، په لس ګونه کسان مړه او ټپیان شول؛ چی طالبانو د دغو چاودنو مسؤلیت په غاړه واخیست. څه موده وړاندی هم د کابل په ښار کی، د افغانستان د سترې محکمې په نږدیو کی ترهه ګرې چاودنې، لږ تر لږه ۲۵ مړی پرځای پریښودل. په کابل کی نوې ټروریسټی حمله، د پوځ د ځواکونو پر اډو، پر مهمو دولتی مرکزونو او بهرنیو پوځیانو باندی د حملو د ادامې ورکولو لپاره؛ د افغانستان د طالبانو ډلې د اعلان شوی سیاست په دوام کی سرته رسیدلې ده. طالبان له دې کبله د ترهه ګرو حملو لپاره؛ کابل انتخابوی چی غواړی د افغانستان پایتخت، د امنیتی ګڼو کمربندونو سره سره نا امن وښیې، او له دغې مسئلې څخه تبلیغاتی ګټه اوچته کړی.
د کابل په ښار کی؛ د وزارتونو او د افغانستان د حاکمیتی او دولتی ارګانونو د ودانیو د شتون سربیره، دغه ښار د سفارتونو؛ د نورو هیوادونو او د سیمه ایزو او نړیوالو ارګانونو د سیاسی نمایندګیو د دفترونو ځای دئ.
طالبان؛ د افغانستان په پایتخت کی د ټروریسټی حملو په سرته رسولو سره هڅه کوی؛ ځان د رسنیو د پام په مرکز کی راولی، او د دغه هیواد د دولت امنیتی اقتدار او ځواک له کړکیچ سره مخامخ کړی. په کابل وروستۍ ترهه ګره حمله پداسی حال کی وشوه، چی په قندوز کی د طالبانو د تش په نامه والی(ملا عبدالسلام) د وژل کیدو د خبر له خپریدو وروسته؛ دغې ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان کړئ، چی په افغانستان کی د امریکا او بریتانیې لپاره به؛ د شوروی برخلیک تکرار شی. د طالبانو دغه بیانیه ښیې، چی د یادې ډلې دریځونو بدلون نه دئ کړئ، او تر څو پوری چی په افغانستان کی بهرنی پوځیان شتون لری؛ پدی هیواد کی به جګړه دوام ومومی.
څیړاندی وایی: په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو د شتون دوام؛ پدغه هیواد کی د جنګ او تاوتریخوالی د ادامې په زمینه کی، د طالبانو د لمسونی لپاره یو روانی عامل او لامل دئ، او د دغو پوځیانو تر وتلو پوری دغه پروسه دوام لری. پداسی شرایطو کی چی؛ طالبان د امریکایی او ناټو ځواکونو تر شتون پوری، په افغانستان کی په جګړی باندی ټینګار لری؛ د دولت له وسله والو مخالفو ډلو او طالبانو سره د خبرو اترو له لارې به، سولې ته د رسیدو لپاره د کابل دولت پروګرامونه؛ عملی نه شی. له دې رویه؛ له افغانستان څخه د امریکې او ناټو وتل؛ د دی په ترځ کی چی پدغه هیواد کی د جګړې د دوام لپاره، له طالبانو څخه پلمه اخلی؛ کولای شی په افغانستان کی د سولې او ملی پخلاینې د پروګرام په پرمخ بیولو کی هم، زیات رول ولری.
د "FATF" په نامه د مالی اقدام کاری ډلې، پاکستان ته خبر دارئ ورکړ؛ چی که له ټروریزم څخه مالی ملاتړ ته دوام ورکړی؛ له مالی بایکاټونو سره مخامخیږی. د مالی اقدام کارې ډلې دری میاشتې پاکستان ته مهلت ورکړ، ترڅو د ټرویزم په خلاف لازم اقدامات سرته ورسوی. له دغه مهلت وروسته به؛ یاد هیواد د نوموړی ارګان له مالی پراخو بندیزونو سره مخامخ شی. دغې ډلې ویلی دی: که له ټرویزم څخه د اسلام آباد مالی ملاتړ دوام ومومی؛ نړیوال بانکونه به نور نو له پاکستان سره د هر ډول اسعاری معاملې او مبادلې اجازه ونه لری. له دې وړاندی هم د افغانستان خارجه وزارت خبردارئ ورکړ؛ چی له افغان طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ له کبله به، د ملګرو ملتو سازمان ته شکایت وکړی؛ او د دغه سازمان له خوا د اسلام آباد د بایکاټ غوښتنه کوی. د مالی اقدام کاری ډلې، په دوام کی له ۷- ډلې او له هغو هیوادونو څخه، چی د پاکستانی کالیو بازار دی؛ وغوښتل؛ د دغه هیواد په خلاف د احتمالی مالی بندیزونو سره همکاری وکړی.
د مالی اقدام کاری ډله؛ یو نړیوال مالی ارګان دئ، چی د ۷ ډلې(اووه صنعتی هیوادونه) تر نظر لاندی جوړه شوې ده، او ماموریت یی په تیره بیا د نشیې توکو د معاملاتو په چوکاټ کی؛د پیسو له پاک کولو؛ او د ټروریزم له مالی تامینولو سره د مبارزې لپاره، د مالی مبادلاتو او معاملو د شفافیت پیګیرې کول دی. تر دریو راتلونکو میاشتو پوری له ټروریزم څخه د مالی ملاتړ د ختمولو لپاره، پاکستان ته د مالی اقدام د کاری ډلې خبردارئ، له افراط پالو ډلو څخه د مالی ملاتړ په هکله، دغه هیواد ته بین المللی بی مخینئ خبر دارئ دئ. پاکستان له ۲۰۰۴ م کال څخه، له ټروریزم سره د شفافې مبارزې په هکله، د امریکې او د یو شمیر ګاونډیانو؛ په تیره بیا د افغانستان او هند له جدی نیوکو سره مخامخ پاتی شوئ، چی د داشان مناقشې او لانجې عواقب او نتیجې، له پاکستان څخه د سپینې ماڼۍ د مالی او پوځی ملاتړونو کمیدل، او له نوی ډیلی سره د دغه هیواد په اړیکو کی د لانجې زیاتیدل دی. په اوس حال کی پاکستان؛ د داسی نړیوال ارګان له ګواښ سره مخامخ دئ، چی ۳۵ هیوادونه او دوه سیمه ایز ارګانونه پکی غړیتوب لری، او یو شمیر سازمانونه او هیوادونه هم پدی ارګان کی څارونکی دی. احتمال لری چی که پاکستان؛ له ټروریزم څخه د مالی ملاتړ د بندولو په باره کی، د یاد ارګان غوښتنې ته مثبت ځواب ور نه کړی؛ له داسی بندیزونو سره مخامخیږی، چی له بهرنیو بانکونو سره د پاکستان پر مالی مبادلاتو باندی سخت منفی اغیز شیندی.
په عربستان کی د ۵۰ ؤ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په شتون سره، د تماس بین المللی ډلې غونډه ترسره شوه. د دغې ډلې په شلمه غونډه کی د خبرو اترو محور؛ د افغانستان امنیت او په یاد جنګ ځپلی هیواد کی د ثبات پس منظر ؤو، چی په افغانستان کی له آرامتیا او امنیت، او ملی مصالحې څخه په ملاتړ کولو باندی په یو ځلې بیا ټینګار سره پایته ورسیدله. د افغانستان د خارجه وزارت مرستیال«حکمت خلیل کرزی» پدی کنفرانس کی وویل: د افغانستان د ملی وحدت دولت دا خپله دنده ګنی، چی د هغو بی رحمو دښمنانو په وړاندی چی پر غیر پوځیانو؛ ښځو او ماشومانو باندی حملې کوی، له خلګو څخه د دفاع لپاره، لازم اقدامات غوره کړی. د افغانستان لپاره د تماس بین المللې ډلې غونډه؛ پداسی حال کی په عربستان کی ترسره شوه؛ چی د افغانستان په پایتخت(کابل)کی د دؤو ترهه ګرو چاودنو، او د بغلان ولایت د یو شمیر ښارونو د نیولو په شمول، د طالبانو ډلې د تاوتریخوالو نوی دور، پدی هیواد کی امنیتی اندیښمنۍ زیاتی کړی دی. په افغانستان کی د سولې او د جګړې د ختمیدو په موضوع سره، د تماس بین المللی ډلې د غونډې له کیدو څخه تر لاسه شویو نتایجو ته له پام پرته؛ د عربستان له خوا د دغې غونډې کوربه توب، چی پخپله په سیمه کی د ترهه ګرو ډلو، او په تیره بیا په عراق او سوریه کی د داعش ټروریسټی- تکفیری ډلې اصلی ملاتړئ دئ؛ له جدی پوښتنو سره مخامخ شو. عربستان چی په وروستیو کلونو کی، د طالبانو د ډلې د پلاویو کوربه، او د افغانستان د دولت او د طالبانو د نمایندګانو په شتون؛ د یو شمیر غونډو ترسره کونکئ پاتی شوئ، ښودلې ده چی له دغې ډلې سره ګرمی اړیکې لری.
له همدی کبله؛ د افغانستان ؤلس مشر«محمد اشرف غنی» پخپل لمړنئ بهرنی سفر کی عربستان غوره کړ، ترڅو وکولای شی د دغه هیواد مقامونه دیته راضی کړی؛ چی د طالبانو ډله د کابل له دولت سره د خبرو اترو میز ته را وکاږی. سره له دې چی عربستان؛ په افغانستان کی د طالبانو د ډلې په شمول، په سیمه کی په زیاترو ترهه ګرو ډلو کی نفوذ لری؛ خو پخپل بهرنی سیاست کی د غلیمانه استراتیجۍ له کبله، نه یواځی یی له دغې وسیلې څخه له ترهه ګرو سره د جګړې په حال کی هیوادونو کی، د آرامتیا او ثبات د ټینګیدو لپاره استفاده نه ده کړې، بلکه له دغو ډلو څخه په مادی او معنوی ملاتړ کولو سره یی، په سیمه کی د جګړې لمنه ارته کړې ده. پدی اساس د افغانستان لپاره د تماس ډلې د غونډې ترسره کیدل، د نوموړی کنفرانس د اهدافو په عملی کیدو کی، د کوربه هیواد د رول له کبله، ناهیلی کونکی څیړل شوی دی.
په تیرو دؤو میاشتو کی په افغانستان کی د سولې په هکله د سیمه ایزو او نړیوالو کنفرانسونو او غونډو ترسره کیدل، چی په مسکو کی په دری اړخیزو او شپږ اړخیزو غونډو، او په وروستیو کی هم د تماس د نړیوالی غونډې په ترسره کیدو سره یی دوام موندلئ، پدی دلیل چی د سولې په پروسه او خبرو اترو کی د افغانستان دولت اساسی رول ته بی پامې شوې ده؛ کړای شوی یی نه دی چی هیله منونکی نتیجې ولری. په مسکو کی د افغانستان د سولې په دری اړخیزه غونډه کی د افغانستان د دولت له نمایندګانو څخه بلنه نه کول؛ د سولې په منظور له طالبانو سره په هر ډول خبرو اترو کی، د دغه هیواد د دولت د هر ډول لارښوونه کونکی رول په ناڅه شمیرلو کی، یو څرګند مثال ؤو؛ چی د کابل دولت له منفی عکس العمل وروسته، د روسیې مقامونو د شپږ اړخیزې غونډې په ترسره کولو، او د افغانستان د دولت په رابللو سره، هڅه وکړه؛ چی خپله اشتباه اصلاح کړی.
د ترکیې د پوځ لوی درستیز، جنرال خلوصی آکار، پاکستان ته په سفر کی، د دؤو اړخیزو پوځی او دفاعی همکاریو د پراختیا په هکله، د دغه هیواد له لوړ پوړو پوځی مقامونو سره سلا مشورې وکړې. جنرال خلوصی آکار، پدغه سفر کی د پاکستان د پوځ له مشر، جنرال جاوید قمر باجوا، د سمندری او هوایی ځواک له قوماندانانو سره؛ بیابیلې کتنې وکړې. له پاکستان څخه د ترکیې د پوځ د لوی درستیز کتنه، پداسی حال کی بڼه نیسی؛ چی پدی نږدیو وختو کی د پاکستان لمړئ وزیر، نواز شریف، ترکیې ته لاړ، او د یاد هیواد له لوړ پوړو مقامونو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
انقرې ته د نواز شریف د سفر لاسته راوړنه؛ د بانکی او مالی چارو- ارتباطاتو- زده کړې- کلتور- سیاحت او ریل پټلۍ- تجارت او انرجۍ په زمینو کی د همکارۍ د یو شمیر تفاهم لیکونو لاسلیکول ؤو. له تیرو څلورو کالو راهیسی، د انقرې او اسلام آباد د همکاریو پروسه، مخ په وده پاتې شوې ده؛ چی د دغو همکاریو یو ډیر مهم دلیل، دفاعی او پوځی برخی وې. په تیر یو کال کی دریو کالو کی، د ترکیې د پوځ د لوی درستیز له خوا، له پاکستان څخه درې کتنې؛ په دفاعی او پوځی برخو کی د هغوی د اړیکو او مناسباتو د ژور والی د پام وړ نښه ده. له همدې کبله ترکیه له هغو هیوادونو څخه وه؛ چی د«امان- ۱۷» په نامه د پاکستان په کوربه توب، په وروستۍ څو ملیتې سمندری مانوره کی یی شتون درلود.
ترکیه؛ په تیرو کلونو کی د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو مقامونو په حضور کی، د سولې کنفرانسونو کوربه وه، او دغه کنفرانسونه د دغو دؤو ګاونډیو هیوادونو د لانجو د کمیدا، او همداراز له ټروریزم سره د ګډې مبارزې لپاره، یو لړ لارو چارو ته د رسیدو لپاره، یو فرصت ګنل کیږی. په څو تیرو میاشتو کی په پاکستان کی په فتح الله ګولن پوری د پیلو مدرسو بندول؛ چی د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند، نوموړئ د تیر جون میاشتې په ناکامه کودتاه کی په لاس لرلو او پلانولو تورنوی؛ د انقرې د پام او هرکلی وړ ګرځیدلی دی. د ترکیې او پاکستان پراخو مناسباتو، او د عدالت او پراختیا واکمن ګوند، په سرو کرښو کی د ګولن ډلې راتلو ته په پام سره، د اسلام آباد دولت په پاکستان کی د ګولن د زده کړې د مرکزونو ترکیه ای مامورین او روزونکی وایستل.