په افغانستان کښې د ناټو او امریکايي ځواکونو زیاتیدل
په افغانستان کښې د سیاسي او امنیتي ټولنو او ولسي مخالفتونو سره سره امریکې او ناټو اعلان وکړ چې غواړي په افغانستان کښې د خپلو پوځي ځواکونو شمیر زیات کړي.
د امریکې دفاع وزارت پنټاګان په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې ډیر زره به د افغان پوځیانو د روزنې لپاره خپل یو زر او اوه سوه نور ځواکونه افغانستان ته ولیږي.
پر دې سربیره پينټاګان د دیارلس زرو پوځیانو په چوکاټ کښې افغانستان ته د نورو پنځو زرو پوځیانو د لیږلو جاج اخلي. امریکې په ۲۰۰۱ کال کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې او له طالبانو او القاعدې سره د مقابلې په پلمه پر افغانستان حمله وکړه او دغه هیواد یې ونیوه. بیا یې د خپل عملیاتي مټ په توګه ناټو سازمان افغانستان ته ننباسه چې دواړو لورو په دغه هیواد کښې څه باندې یو لک او پنځه دیرش زره ځواکونه دیره کړل. خو لږه موده پس امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کښې د خپلو ترسره کړو جنایتونو په وجه په دغه هیواد کښې د ناامنۍ په لامل بدل شول. دا وضعه سبب شوه چې افغانستان د امریکايي ځواکونو لپاره په یوې جبې بدل شي او زیاتره امریکايي ټولنې یې د ویتنام په جنګ کښې د امریکې له ماستې سره پرتله کړي.
د امریکې تیر ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له جبې څخه د خپل هیواد د ځواکونو د ژغورنې لپاره د هغوي څه برخه له افغانستانه وباسل او ژمنه یې وکړه چې د ۲۰۱۶ کال تر پاې پورې به ټول امریکايي ځواکونه له دغه هیواده ووځي. خو له دې امله چې امریکا هیڅکله له افغانستانه وتل نه غواړي، د زمینې په برابرولو سره یې هڅه وکړه چې خپل ځواکونه بیرته افغانستان ته ستانه کړي او په دغه هیواد کښې د داعش ډلې راڅرګندیدل، په همدې لړ کښې ګڼل کیږي.
د افغانستان په شمول د نړۍ مختلفو سیمو ته بیا د امریکايي ځواکونو لیږد ښودنه کوي چې د امریکې حکومت د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو کښې د خپلې تشې د ډکولو تکل کوي. په همدې وجه واشنګټن په مهمو سټراټیجکو سیمو کښې د کړکیچ د مدیریت یو نوی پړاو پیل کړی دی څو د خپلو ځواکونو زیاتول او د نویو پوځي تجهیزاتو دیره کول توجیه کړي.
د افغانستان تیر ولسمشر حامد کرزي هم په خپل هیواد کښې د امریکې او ناټو د پوځي ځواکونو له زیاتولو سره د مخالفت په ترڅ کښې په افغانستان کښې په تیرو پنځلسو کالو کښې د دغو ځواکونو په کړچار نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې که د امریکې او ناټو ځواکونو په رښتیا له ترهګرۍ سره د مقابلې نیت درلودلی نو په دې هیواد کښې به داعش ډله نه څرګندیدله.
دم ګړۍ داسې ښکاري چې امریکا د روسیې په شمول د نورو هیوادونو لخوا په افغانستان کښې د دغه هیواد د ځواکونو د ځاې له نیولو څخه د اندیښنې په وجه غواړي په مرموزه توګه د افغان ځواکونو د روزنې په پلمه په افغانستان کښې خپل ځواکونه زیات کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې ټولې سیاسي او امنیتي ټولنې په دغه هیواد کښې له ناامنۍ سره د مقابلې لپاره د امریکې پوځي شتون ماته خوړلې بولي او باوري دي چې د دغو ځواکونو ستنیدل، یوازې مخالفان له نیواکګرو سره د مقابلې تر عنوان لاندې د خپل فعالیت دوام ته لازیات هڅوي.
د هرات پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار هم وايي چې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو لیږل مخالفې ډلې له دوي او د اشرف غني له حکومت سره مقابلې ته لمسوي. هغه په افغانستان کښې د بهرنیو پوځیانو د زیاتیدو سټراټیجي ناکامه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دغو پوځیانو شتون پخپله په دې هیواد کښې د جنګ د دوام لامل دی او حتی چې له امله به یې ناامنۍ لاهم زیاتې شي.
پر دې سربیره په افغانستان کښې د امریکې پوځي قومندانانو ویلي چې طالبان نور نو د دوي هدف نه دی، او دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د ناامنۍ ترټولو مهم لامل طالب ډله ده چې په دې وروستیو کښې د افغانستان د حکومتي ځواکونو په مرکزونو او عامه خلکو باندې خپلې حملې لازیاتې کړې دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*