د ماین چاودنې درې افغان پولیس ووژل
Jun 24, 2017 10:14 Asia/Kabul
د افغانستان د لویدیځ په هرات ولایت کښې د سړک غاړې ماین په چاودنه کښې درې افغان پولیس ووژل شول.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن وویل چې د دغه ولایت په غوریانو ولسوالۍ کښې د سړک په غاړه د یو ښخ شوي ماین د چاودنې له امله درې افغان پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
طالب ډله په د هرات په غوریان ولسوالۍ کښې فعالیت کوي او ښايي دغه ماین هم د دغې ډلې کسانو ایښی وي.
ټیګونه