په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان بدلونونه
دتهران دپښتوخپرونې او انټرنیټی سایټ خوږومینه والوښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو،دوستانو په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د دغو دواړو هیوادونو دتیرې اونۍ دمهمو پیښو خلاصه او وروسته هم تحلیلی برخه درآوروو،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ
دوستانو تیره اونۍ دافغانستان د سولې عالی شورا اعلان کړی،له خبرواترو سره د طالبانو ډلې د ګروهنې په بڼه کې په بیلابیلو هیوادونو کې د دغې ډلې دسیاسی دفترونو د پرانیستو لپاره ملګرتیاکوی . دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم د جنګ د ناروا او د ترهه ګرو حملو په حرام بللو مشتمل د دغه هیواد د عالمانو د شورا د فتوا په هرکلی سره وئیلی دی، دکابل حکومت یو ځل بیا له طالبانو ډلې غواړی ، په دغه هیواد کې د سولې له بهیر سره یو ځای شی،او په همدې خاطر ئې یواړخیز اوور بند اعلان کړی د ی .
په عین حال کې،د پاکستان د فیډرل موقتی یا نګران حکومت شپږکسیزې کابینې په اسلام اباد کې د دغه هیواد د ولسمشر ممنون حسین او نګران یا موقتی لومړی وزیر ناصر الملک په شتون کې سوګند پورته کړ . تیره اونۍ همداراز د پاکستان دعامو انتخاباتو د ترسره کیدا د وخت په باب په اختلافاتو د غور اصلی مرجع په توګه د دغه هیواد د سپریم کورټ یا سترې محکمې مشر قاضی ثاقب نثار وئیلی دی ، پارلیمانی عام انتخابات به په ټاکلی وخت یعنی د جولائی په پنځه ویشتمه نیټه ترسره شی او اجازت به ورنکړی په ځینو سیمو کې په ځنډ سره انتخابات وشی .دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د دغه هیواد د ثبات د ساتنې د شورا مشر عبدالرب رسول سیاف هم ترکیې ته په سفر کې د افغانستان د سترملی ائیتلاف له غړو سره چې د حکومت مخالف لوری حسابیږی ،لیده کاته کړی دی .
تیره اونۍ داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی د رحلت له کلیزې سره په یووخت دپاکستان دپیښوښارپشمول ددغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې دینی عالمانو او د مذهبی ګوندونومشرانو د حضرت امام خمینی د رحلت دکلیزې په دستورو کې په شتون سره دهغه بزرګوار افکار او هراړخیز شخصیت وستایۀ .
دوستانو اوس مو د تیرې اونۍ دمهمو پیښو په باب تحلیلی برخې ته رابولو.
دافغانستان دسولې له بهیر سره دیو ځای کیدا او د جنګ د درولو لپاره له طالبانو د دغه هیواد د ولسمشر اشرف غنی له بیا غوښتنې سره په یو وخت ،د افغانستان د سولې دعالی شورا یوه مسئول مقام قاضی محمد امین وقاد وئیلی دی،که طالبان له سولې سره ګروهمن وی،نو دکابل حکومت په بیلابیلو هیوادونو کې د دغې ډلې دسیاسی دفتر د پرانیستو لپاره ورسره ملګرتیا کوی . داسې ښکاری په بیلابیلو هیوادونو کې دطالبانو له خوا د دفتر تاسیس د دغې ډلې یوه غوښتنه هم ده . په دې باب له طالبانو ډلې سره د ملګرتیا لپاره دافغانستان د سولې دعالی شورا موافقه، د یوې سیاسی ډلې په توګه د کابل دحکومت له خوا د دغې ډلې د په رسمیّت پیژندنې ښودنه کوی ، چې دطالبانو ډلې لپاره یو لوی امتیاز کیدلی شی .
دافغانستان د سیاسی چارو یو کارپیژاند او تکړه شناندی مطیح ا....خروټی په دې باب وائی،په افغانستان کې جنګ هیڅکله مناسبه حل لاره نه ده او یوازینۍ نتیجه ئې د دغه هیواد د خلکو مرګ ژوبلې او بې کوره کول دی ، چې ددې ترڅنګ بیخ بینائی تاسیسات هم له مینځه تللی ، دښونې اوروزنې نظام له مشکل سره مخ شوی او حتی د ولس په فرهنګ تیری شوی دی . پر دې اساس په افغانستان کې دسولې د ټینګیداخورا ښه لاره دخبرواتروکول دی .
دې ته په پام سره،چې دافغانستان دعالمانو شورا په همداوروستیو کې ترهه ګرې حملې او دجنګ دوام حرام اوناروا اعلان کړی ، د طالبانو دحملو د دوام په خاطر د دغې ډلې لپاره ډګر لازیات تنګیږی . ځکه دغې ډلې تل هڅه کړې ده ،خپلې حملې د آئیډیالوجۍ او تفکر له پلوه یو ډول توجیه کاندی او دخپلوفعالیتونو دوام په حقه وبولی.داپه داسې حال کې دی،چې د افغانستان دسولې له بهیر سره د یو ځای کیدو په اړه د طالبانو د راضی کولو لپاره پخپل دریځ کې د کابل حکومت نرمښت او د طالبانو له حملو سره د دغه هیواد د دینی عالمانو جدی مخالفت ،عملا د طالبانو د جنګ د دوام لپاره هیڅ توجیه نه پاتیکیږی .ځکه که د طالبانو موخه په کابل کې د سیاسی قدرت ترلاسه کول وی ،نو باید په انتخاباتو کې په ګډون سره دې ئې په رسمی توګه ترلاسه کړی . که د طالبانو موخه له افغانستانه د نیواکګرو وتل وی ،نو دافغانستان له سولې بهیر سره د دغې ډلې په یو ځای کیدا سره عملا په دغه هیواد کې د پوځی شتون د دوام لپاره له امریکا اوناټو پلمه واخلی . په عین حال کې په افغانستان کې ځینی سیاسی ټولنې په دې اند دی،چې د دغه هیواد دحکومت اوطالبانو ډلې ترمینځ دافغانستان د سولې د تعریف په باب اختلاف شته دی.
همداراز د سیمې دسیاسی چارو یو کارپوه فضل الرحمان اوریا هم وائی ، دم ګړۍ مونږ په افغانستان کې د سولې دوه بیلابیل تعریفونه وینو او تر څو چې د سولې یو واحد تعریف ونه شی،نو دغه ستونزه به دوام ولری .له سولې د طالبانو تعریف، له افغانستانه دبهرنیو عسکرو وتل ،له امریکا سره خبرې اترې او دافغانستان دحکومت په رسمیّت نه پیژدل دی .دافغانستان د ملی وحدت حکومت هڅه کوی،څو د سولې له پروسې سره د طالبانو ډلې په یوځای کولو سره ځان ته رواوالی وبخښی او دغه ډله هم له جنګ جګړو لاس په سر شی .
په هرحال له جنګ جګړو د افغان ولس ستړی کیدل او د دغه هیواد دراتلونکو نسلونو لپاره د یوه آباد اوآزاد افغانستان د جوړولو لپاره دهغوی هیلې،د جنګ د دوام په بڼه کې دافغان ولس په وړاندې دطالبانوڅیره لازیاته خرابولی شی . پر دې اساس،د روژې مبارکه میاشت دطالبانو لپاره ډیر مناسب فرصت حسابیږی،چې دافغانستان د سولې بهیر سره له یوځای کیدا سره په موافقې سره،د افغانستان ولس ته د روژې دمبارکې میاشتې د اختر په وخت، ډیره مناسبه عیدی ورکولی او ولس ته ښودلی شی،چې په افغانستان کې شخړو ته دلمن وهلو لپاره نه یوازې د پرَدیو آوزار نه دی،بلکې په بشپړ ډول د دغه هیواد یو ملی او ځای ځواک دی،چې دافغانستان د امنیتی مشکلاتو له حل سره دمرستې لپاره د دغه هیواد له حکومت او ملت سره ملګرتیاته تیار دی .
دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار ټینګار کړی ، د دغه هیواد پارلیمانی انتخابات به په ټاکلی وخت یعنی د جولائی په پنځه ویشتمه نیټه ترسره شی .
د پاکستان د پارلیمانی انتخاباتو دترسره کیدا د وخت په باب په اختلافاتو د غور اصلی مرجع په توګه د سپریم کورټ د مشر قاضی ثاقب نثار په وینا،د ګوندونو مشران د پارلیمانی انتخاباتو ځنډیدا فکر، باید له خپلو ذهنونو وباسی .
هغه زیاته کړې ، دپاکستان عام انتخابات په یوه وخت د جولائی په ۲۵نیټه په درست هیواد کې ترسره کیږی او هیڅکله به هم اجازت ورنکړی دځینو سیمو انتخابات په ځنډ سره ترسره شی.دخیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو د وخت اعلی وزیرانو د تودوخې د زیاتیدا له امله په دغو دوو صوبو کې د انتخاباتو په ترسره کیدا کې دځنډ غوښتنه کړې وه . داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان پر موقتی لومړی وزیر ناصر الملک سربیره، د دغه هیواد دووسترو ګوندونو پیپلز ګوند اومسلم لیګ ن څانګې هم د دغه هیواد د پارلیمانی انتخاباتو د ځنډیدا د احتمال په باب خبرداری ورکړی دی.
داسې ښکاری د پاکستان دوه مهم سیاسی ګوندونه یعنی پیپلز ګوند او مسلم لیګ ن څانګه، په ټاکلی وخت د انتخاباتو د ترسره کیدا په بڼه کې دځان دبریالیتوب چانش زیات وینی،حال داچې دتحریک انصاف ګوند مشرعمران خان هم هیله مند دی چې دې ځل به ورته په ټاکلی وخت او په شفاف ډول دعامو انتخاباتو په ترسره کیدا سره،د پاکستان دمرکزی حکومت د جوړولو چانس ترلاسه کړی .خو د مسلم لیګ ن څانګه ئې چانس ډیر کم ګڼی .البته پیپلز ګوند هم که څه هم د مسلم لیګ ن څانګې دمخالف ګوند په توګه د مسلم لیګ ن څانګې دحکومت پرتیرپنځه کلن حکومتی کړچارنیوکې کوی،خو د پاکستان په سیاسی ډګر کې د دریم بهیر دراپنځیدو دمخنیوی په باب یعنی د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ځلیدا په باب چې ممکنه ده د دغه ګوند په چورلیز توب او دځینو سیاسی ، پوځی او امنیتی لورو په ملاتړ سره حکومت جوړ شی، له مسلم لیګ ن څانګې سیره یو شان ګډې لیدتوګې لری .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان دسیاسی چارو یو کارپوه اوتکړه شناندی طلعت مسعود وائی،د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د قدرت له محدودې د دغو دواړو مهموګوندونو دلیرې شړلو لپاره دخپلو ټولو هلوځلو دکارولو په حال کې دی . له دې ا مله هم مسلم لیګ ن څانګه او پیپلز ګوند دواړه سیاسی لوری په دې اند دی ، چې واړه ګوندونه د وخت په تیرولو پسې دی او غواړی د سیاسی عمر د اوږدولو لپاره ورته فرصت ملاؤ او خپل وضعیّت لا ښه کړائ شی،ځکه داسې ښکاری دوی داخیال نه کاوۀ چې دومره زره به دپاکستان دغه مهم ګوندونه د نګران یا موقته حکومت د جوړولو په باب سره موافقه وکړی . لکه څنګه چې واړۀ ګوندونه په تیره بیا دعمران خان تحریک انصاف ګوند،په خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو کې په عامو انتخاباتو کې دبریالیتوب لپاره له لازیات چانسه برخمن دی،په دغو دواړو صوبو کې د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتونکی شوی دی . .
(سیماب)
******************************************************************************************************