په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږومینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو ،دوستانو په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان د مهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم په تیرې اونۍ کې د دغو دواړو هیوادونو ځینو مهمو خبرونو او په دې باب مو ورپسې تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ.
دافغانستان دحکومت له خوا له طالبانو ډلې سره دیواړخیز اووربند اعلان،له امریکا سره په امنیتی تړون کې دبیا کتنې لپاره د افغانستان د ولسی جرګې غوښتنه،دافغانستان د انرژۍ د وزیر ګوښه کول ، په امریکا د حامدکرزی نیوکې،افغانستان ته دپآکستان د پوځ دعمومی قوماندان سفر، دافغانستان د انتخاباتی نظام دبدلولو غوښتنه،پآکستان ته د ایران دګیسو د پایپ لاین دغزیدا پر اجرا د اسلام اباد دحکومت ټینګار،دطالبانو ډلې له خوا د اووربند داعلان دافغان حکومت هرکلی،په تیرې اونۍکې دافغانستان او پاکستان ځینی مهمې پیښې وې،چې په دوام سره ئې تحلیلی برخې ته ستاسو پام راغواړو .
دافغانستان حکومت د نیکمرغه وړونکی اخترپه شپوورځوکې د طالبانو ډلې له خوا د درې ورځنی اور بند هرکلی وکړ .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ویندوی مرستیال شاه حسین مرتضوی د طالبانو ډلې د اوور بند اعلان،یوه ښه پیلامه وبلله او وې وئیل،دافغانستان حکومت تمه لری ،د دغه ډول اووربندونو په تکراریدا سره په دغه هیواد کې امنیت او ثبات ټینګ شی .هغه هیله کړې،طالبان د افغانستان دعالمانو او خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او په دغه هیواد کې د جنګ دختمولو لپاره تمرکز وکړی .
د افغانستان طالبانو ډلې تیره اونۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی ، د دغې ډلې وګړی دنیکمرغه وړوکی اختر په شپو ورځو کې تر درو ورځو پورې پر افغان امنیتی ځواک حملې نه کوی،خو بهرنی عسکر په دغه اووربند کې نه شاملیږی او دبهرنیو عسکرو په ضد د طالبانو عملیات هماغه راز دوام لری .
طالبانو له دغې فیصلې موخه د نیکمرغه کوچنی اختر په شپو ورځو کې د افغانستان د ولس د عبادتونو او دلیدو کاتولپاره د باثباته زمینې برابرول اعلان کړی دی .
دطالبانو ډغه اقدام له دې وروسته شوی چې دافغانستان ولسمشر او د دغه هیواد د عالمانو شورا له دغې ډلې غوښتی وو چې دروژې د مبارکې میاشتې په احترام دې په موقتی توګه جنګ ودروی .
البته د روژې دمبارکې میاشتې په پیل کې هم د اوور بند لپاره له طالبانو د اشرف غنی غوښتنه شوې وه او دغې غوښتنې ته دطالبانو له بې پامۍ وروسته دافغانستان ولسمشر د روژې دمبارکې میاشتې له اوه ویشتمې نیټې د اختر تر دریمې نیټې پورې یواړخیز اووربند اعلان کړ.
د نیکمرغه وړوکی اختر په مناسبت ددرې ورځنی اعلانیدا له لارې د اشرف غنی له خوا د اعلان شوی اووربند او دعالمانو دشورا په غوښتنې د طالبانو غبرګون، ښئ چې دغه ډله د عمومی افکارو او رسندوئی دباؤنو له امله مجبوره شوه څو درې ورځنۍ اووربند اعلان کړی .
که څه هم طالبان مدعی دی،چې دغه فیصله ئې د نیکمرغه اختر دلمانځه او د خلکو د لیدوکاتو پشمول د روژې دمبارکې میاشتې دعبادتونو او لمنځونو د ترسره کیدا د زمینې دبرابرولو په موخې سره کړې ده،خو د هغو بهرنیو عسکرو په ضد هرډول اقدام چې په دغه اوور بندکې نه شاملیږی،د دغې موخې اپوټه کار دی .
ډیری شناندو دا وئیل چې که د طالبانو د اعلان په اساس ، دغه ډله هماغه راز د اووربند په وخت کې د امریکائی او ناټو ځواک په ضد حملو ته دوام ورکړی ، نو د دغو حملو له امله تاؤتریخوالی اوترینګلتیاوې د افغان ولس لپاره یو جدی ګواښ کیدلی شی،چې اساسا د اوور بند داعلامیې موخه تر پوښتنې لاندې ورولی .
طالبانو په کرتو ادعا کړې چې د افغانستان په جنګ کې،د دغې ډلې موخه، د دغه هیواد خلک نه د ی،خو په دغه هیواد کې موجود واقعیّتونه ښئ چې په بیلابیلو ښارونوکې په تیره بیا په چاودنو اوځان مرګی حملو کې د عامو خلکو د وژلو دعلتونو یوه برخه د طالبانو هغه مرګونی اقدامات دی چې د افغانستان د خلکو لپاره یو جدی ګواښ حسابیږی . دغه لیدتوګه شته چې د طالبانو له خوا د اعلان شوی درې ورځنی اوور بند څخه د امریکائی اوناټو ځواک مستنثنی کیدا،له افغانستانه د بهرنیو عسکرو پر ویستلو د ټینګار لپاره دخلکو له خوا د دغه هیواد پر حکومت د دباؤ د اچولو او د عمومی افکارو د پارولو په موخې سره ده .
البته دطالبانو کړچارونو ته په پام سره دا لیدتوګه هم شته چې حتی له افغانستانه د ناټو اوامریکائی عسکرو له وتلو رووسته ، دغه ډله په جنګ ځپلی افغانستان کې تاؤتریخوالی اوناکراری نه دروی او هماغه راز دخپلې موخې لپاره یعنی ،د دطالبانو د تعریف په اساس په اسلامی نظام د رامینځةکولو ( داسلامی امارت د قایمولو) په موخې سره به په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړی .
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل وئیلی دی ، هیواد ئې هماغه راز له ایرانه د ګیسو پر اخستو او د دغې پروژې په اجرائی مرحلو کې په چټکټیا ټینګار کوی .
هغه پاکستان ته دسمندر له لارې د روسیې دګیسو دپایپ لاین د غزولو لپاره د اسلام اباد او ماسکو ترمینځ د تفاهم نامې لاسلیک کیدا ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دغه پروژه به له ایرانه د ګیسو د منتقلونې خنډ نشی .
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی روښانه کړې ، دغه دواړه پروژې (یعنی له ایران اوروسیې د ګیسو اخستل )دپاکستان د اړتیاځینی برخې تامینوی .
پاکستان ته د ایران دګیسو د پایپ لاین دغزونې دپروژې اجرا ته داسلام اباد دحکومت په کلک هوډ دپآکستان د خارجه وزارت دویندوی ټینګار ښئ چې د دغې پروژې له اجرا دپاکستان دغړولو لپاره د امریکا اوعربستان له دباؤنو سره سره ، البته دغه هیواد ، دانرژۍ تامینولو ته دخپلې سټراټژۍ د اړتیا په دلیل هماغه راز له ایرانه دګیسو پر اخستو ټینګار کوی . که څه هم د محمد فیصل په وینا، پاکستان ته دسمندر له لارې د روسیې دګیسو دپایپ لاین د غزولو لپاره د تخنیکی څیړنو اومطالعې لپاره داسلام اباد اوماسکو ترمینځ لومړنی تفاهم لیک لاسلیک شوی،خو دغه هیواد انرژۍ ته دخپلې ډیرې زیاتې اړتیا دتامینولو لپاره ، د هردواړو پروژو اجرا ته پابند دی .
دپاکستان دخارجه وزارت د ویندوی څرګندونې ددې ښودنه کوی،چې پاکستان،د خپلو ډیرو ملاحظاتو په اساس د ایران ،روسیې او ترکمنستان پشمول د ګیسو د صادرونکو هیوادونو ترمینځ دګیسو اخستل، په بیلابیل ډول تعریف کړی دی ، چې له دې لارې د خپلې انرژۍ دتامینیدا لاره تضمین کړائ شی .
په همدې دلیل ده چې دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی ټینګار کړی دی ، له روسیې سره دګیسو په باب ملګرتیا به له ایرانه دګیسو داخستو دپروژې د اجرا خنډ نشی .
د سولې دپایپ لاین په نامه پاکستان ته دایران دګیسو د پایپ لاین دغزیدا پلان ، یو داسې پایپ لاین دی ، چې دایران دجنوبی پارس د پلیټ فارمونو ګیس پاکستان ته او ورپسې بیا هندوستان ته رسوی .د دغه پایپ لاین په باب موافقه هم ،په ۲۰۰۸ کال کې د ایران،پاکستان اوهندوستان ترمینځ لاسلیک شوې ده .
هندوستان د دِغې موافقې له لاسلیک کیدا وروسته ،د امریکا د تمه دار او ګواښونکی سیاست له امله په دغې پروژې کې له ګډونه په نه اعلان شوی توګه څنګة شو،خو ایران او پاکستان د ۲۰۱۳کال په مارچ کې د دواړو هیوادونو ترمینځ دپولې دپاسه د دغه پایپ لاین جوړیدا افتتاح کړه او وټاکل شوه ، د ۲۰۱۴کال تر دسمبر پورې د دغه پایپ لاین دپاکستان برخه بشپړ او د ایران دګیسو صادرات هم پیل شی ، چې تر د ې دمه دغه پلان اجرائی شوی نه دی .
دپاکستان ترپولې د ایران نهه سوه کلومیټر اوږد پایپ لاین بشپړتیا ته په پام سره،دغه هیواد د امریکا په دباؤنو سره هماغه راز پاکستان ته دا یران د ګیسو دپایپ لاین دپروژې پر اجرا ټینګار کوی .
پاکستان ته د ایران د ګیسو دپایپ لاین دغزیدا دپروژې پر اجرا په ټینګار کې دپاکستان نوی کړچار او اراده،په تیرمارچ میاشت کې اسلام اباد ته د ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف دسفر یوه نتیجه ګڼل کیدلی شی.
باید پام ولرل شی چې ل ایرانه دګیسو اخستل او پاکستان ته ئې د انرژۍ د منتقلونکی پایپ لاین جوړول ،د امنیتی مسئلو پشمول په بیلابیلو دلیلونو سره د تاپې له پایپ لاین سره په پرتله کې لازیات رجحانات لری،چې د پاکستان ته د افغانستان له لارې دترکمنستان ګیس ور رسوی .
د انرژۍ د بازار یو کارپوه دیمیتری ویرختوروف په دې باب وائی ، دایران او پاکستان دګیسو په باب تړون یوه داسې ستره پیښه ده چې په سیمې کې د ډیرو سترو سیاسی او جیوپولیټیک بدلونونولامل کیدلی شی . د ترکمنستان ،افغانستان ، پاکستان او هندوستان ترمینځ دتاپې دپایپ لاین د موافقې دلاسلیک کیدا او اجرا سره سره ، البته اسلام اباد ، پاکستان ته د ترکمنستان دګیسو دصادراتو په بهیر کې دخنډ او په افغانستان کې د تاپې د پایپ لاین د امنیت په خطرې کې په الویدو اندیښمن دی . پر دې سربیره د پاکستان لپاره د ایران دګیسو اختسل له نورو وړاندې کونکو سره په پرتله کې اقتصادی توجیهات لری .
همداراز د ترند خبری آژانس یو شناندی اوکارپوه ډالغا خاتین اوغلو هم وائی ، دپاکستان لپاره له ایرانه وارداتی ګیس ترکمنستان څخه د وارداتی ګیس په نسبت ډیر آرزان او ګټه ور دی .
په همدې دلیل ده چې اسلام اباد له روسیې سره دګیسو په باب دملګرتیا له پیلولو سره په یووخت دا منی،چې دپاکستان لپاره دګیسوپه تل پاتې تامینیدا کې د ایران پر توانمنیو او ځایګی سترګې نشی پټولی .
په افغانستان کې د څه دپاسه دیرشو سیاسی ډلو ټپلو استازو خبرداری ورکړی،چې که دهغوی په وړاندیز انتخاباتی نظام بدل نه کړی او په پارلیمان کې څوکۍ د هغوی دعادلانه استفادې سټراټژی اجرا نه شی ، نو راتلونکی اتنخابات به بایکاټ کړی .
د دغو ګوندونو اوډلو ټپلو استازو په کابل کې په یوې غونډې کې د یوه پیاوړی پارلیمان لپاره د دغه هیواد په اوسنی انتخاباتی نظام په نیوکو سره په راتلونکو انتخاباتو کې د :انتقال وړ رائ : دپلان دتصویبیدا او د انتخاباتی جوړښت د بدلولو غوښتنه وکړه .
دافغانستان د حزب وحدت اسلامی غورځنګ د استازی په توګه اسد ا... سعادتی په دغې غونډې کې دافغانستان د انتخاباتی نظام په بدلولو په ټینګار سره ووئیل ، په دغه هیواد کې د انتخاباتو اوسنی نظام د دغه هیواد د مشکلاتو یوه برخه ده .هغه په دوام کې وئیلی ،که په تناسبی نظام کې په انتخاباتو کې د قومی،ولایتی او جغرافیائی تناسب او همداراز د ګوندی خپلواکه کسانو دتوان د اړخونو پشمول بیلابیلې موضوعګانې په نظر کې ونیول شی او دا به د پارلیمان دلاښه کارندوالی لامل شی .
دافغانستان په انتخاباتی نظام کې د بدلون لپاره په دغه هیواد کې د لسګونو سیاسی ډ لو غوښتنه په داسې حال کې یو ځل بیا دیوې عمومی غوښتنې په توګه مطرح شوی ، چې دافغانستان د ملی وحدت حکومت یوه خورا مهمه ژمنه دانتخاباتو په جوړښت اوقوانینو بیا کتنه ده چې تر دې دمه د تمو په اساس نه دی اجرا شوی .
په افغانستان کې دسیاسی فعالانو له نظره ، د دغه هیواد انتخاباتی نظام داسې ځینی جدی نیمګړتیاوې لری ، چې دلازم شفافیَت او جامعیّت څخه په نه برخمنیدا سره ئې،په افغانستان کې د دیموکراسۍ په تعریف شوی بهیر کې له شته ؤ ظرفیّتونو څخه د بیلابیلو سیاسی او قومی ډلو ټپلو د تناسبی او عادلانه استفادې امکان نه دی برابر کړی .
په افغانستان کې بیلابیلې ډلې ټپلې په دې اند دی چې اوسنی انتخاباتی نظام د یوه عادلانه ماډل په اساس پارلیمان ته ددغه هیواد د درستو قومی اوسیاسی ډلو ټپلو او ګوندونو د لارې موندلو په باب هیڅ لاره چاره نشته او دغه جوړښت نه دی توانیدلی ،تر دې دمه دپارلیمان له څوکیو څخه د افغانستان د ولس د مساوی اومناسبې استفادې په اندازې کې لږترلږه د جغرافیائی ویش ( د ولایت او ولسوالۍ ) د جمعیّت د عناصرو په اساس کومه لاره چاره وړاندې کړی .
په افغانستان کې د پارلیمانی او ولایتی شوراګانو دانتخاباتو ترسره کیدا ته پاتې په څو میاشتو کې یو ځل بیا په دغه هیواد کې د سیاسی ګوندونو او ډلو، په انتخاباتی نظام کې د شته ؤ چیلنجونو اومشکلاتو په رابرسیره کولو سره ، ددې غوښتنه کړې،چې دغه جوړښت داسې بدل کړی ، چې د ګوندونو په چوکاټ کې د دغه هیواد ولس ته د مساوی ونډې دوړاندې کولو فرصت دیوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره ونه ځنډیږی .
دافغانستان د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن پخوانی مشر فضل احمد معنوی وائی،د دغه هیواد انتخاباتی نظام جدی اصلاحاتو ته اړتیا لری،څو خلک د انتخاباتو په بهیر اعتماد وکړائ شی .
دافغانستان د ګوندونو په خوښ ماډل کې چې دتناسبی انتخاباتو دنظام په توګه یاد شوی دی ، دخلکو د ګډون په جلبولو ، دپارلیمان په جوړولو او عمومی افکارو ته د ځواب وینې په زیاتولو کې ئې سیاسی ډلو ټپلو ته د لازیات رول دسپارلو هدف دی .
پر دې اساس ، په تناسبی نظام کې ګوندونه پخپله کاندید کیږی او په پارلیمان کې دګوندونو د څوکیو شمیر دهغوی د هغو رایو له اندازې سره اړوندیږی چې ئې ترلاسه کوی . د دغه ماډل دپلانونکو له نظره ، له خپلواکه شخصیتونو سره په پرتله کې د ګوندنو مسئولتونه ، لازیاتیږی .
داسې ښکاری ، داکتوبر ترمیاشت په پاتې لږ وخت کې چې د افغانستان د پارلیمانی او ولایتی شوراګانو دانتخاباتو دترسره کیدا وخت اعلان شوی دی ، د دغه هیواد په انتخاباتی نظام کې دبیا کتنې امکان برابر نه دی او دغه موضوع دکابل حکومت، هماغه شان د سیالو سیاسی ډلو له سختو نیوکو سره مخامخ کوی .
(سیماب)
*****************************************************************************************************