افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i77273-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ_کښې
ګرانو دوستانو! افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. د پروګرام په پيل کښې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو عنوانونه وړاندې کوو او ورپسې یې په اړه شننې لوستلې شئ. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2018 08:52 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

ګرانو دوستانو! افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. د پروګرام په پيل کښې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو عنوانونه وړاندې کوو او ورپسې یې په اړه شننې لوستلې شئ. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د پروګرام په سر کښې د څو مهمو خبرونو سرټکي:

  1. د پاکستان له خارجه وزیر سره د زلمي خلیل زاد کتنه
  2. د پاکستان بلوچستان صوبې ته د دغه هیواد د وزیراعظم سفر
  3. د هزاره میشتو سیمو د امنیت په تامینولو کښې د افغانستان د حکومت په ناتوانۍ نیوکه
  4.  د افغانستان د صلحې له بهیر سره مرستې ته د پاکستاني علماؤ د چمتووالي اعلان
  5. په کابل کښې د افغانستان له ولسمشر سره د امریکې د کانګرس د مشر کتنه
  6. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر ضرورت د افغانستان د ولسي جرګې د استازو ټینګار
  7.  له پاکستان سره د آسیا د پراختیا بانک اووه میلیارډ ډالري مرسته
  8. په افغانستان کښې د طالب ډلې لخوا د انتخاباتي ګواښونو دوام
  9. او د افغانستان په جلال آباد ښار کښې د پاکستان د کنسولګرۍ د کار پیلول، په تیره اونۍ کښې د افغانستان او پاکستان ډیر مهم بدلونونه وو.

د پروګرام په دوام کښې له ذکر شویو څخه د ځینو پيښو په باب شننې ولولئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دغه هیواد بلوچستان صوبې ته په خپل وړومبني سفر کښې وویل: د هیواد ترټولو ستره ستونزه مالي فساد دی چې د هغه له ختمولو پرته د بلوچستان صوبې په شول د ټول پاکستان پرمختګ ناشونی دی.

هغه زیاته کړه: د اسلام آباد حکومت د سي پیک په نامه د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور یو وار بیا څیړنه کوي او د بلوچستان خلک به د دغې پروژې له ګټو بې برخې پاتې نه شي.

بلوچستان صوبې د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور په لاره کښې د راتلو او همداشان پکښې د ګوادر بندر د شتون په وجه د پاکستان په ملي اقتصاد کښې ډیر زیات اهمیت موندلی دی.

بلوچستان ته د پاکستان د وزیراعظم سفر په تیره جنورۍ میاشت کښې د پارلیماني انتخاباتو په تبلیغاتو کښې په مختلفو صوبو کښې د معیشتي وضعې د پياوړتیا او د اقتصادي وړتیاؤ د ښه کولو په لړ کښې د هغه د ژمنو په چوکاټ کښې مهم بلل شوی دی.

عمران خان بلوچستان صوبې ته په سفر کښې د هراړخیزې پراختیا په تیره بیا د دغې صوبې د اقتصادي برخې مخې ته د پرتو چیلنجونو او فرصتونو په څیړلو سره په بلوچستان کښې له ستونزو د وتلو لپاره د ځايي چارواکو حل لارې وغوښتلې چې دا کار د بلوچستان د پراختیا د سټراټیجۍ د برابرولو لپاره د پاکستان د مرکزي حکومت د لادقیق پلاننګ سبب کیدی شي.

په تیره بیا دا چې بلوچستان چې د پراختیا له نظره د پاکستان ترټولو ستره صوبه ده، د هیواد ترټولو بې وزلې صوبه هم ګڼله کیږي، ځايي چارواکي او خلک او همداشان اقتصادي کارپوهان د بلوچستان شاته پاتې والی، له پراختیايي بودجې څخه د دغې صوبې د لږې ونډې له امله ګڼي چې د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا تصویب او بیلیږي.

له اقتصادي، کلتوري او ټولنیز شاته پاتې والي د بلوچستان له ایستلو سره د مرستې لپاره د پاکستان د تیرو حکومتونو له ژمنو سره سره د دغو ژمنو نه پوره کیدل، په دغې صوبې کښې د فقر او بې وزلې د دوام او لازیاتیدو او د هیواد په صوبايي او مرکزي حکومتونو باندې د خلکو د بې اعتمادۍ د ډیریدو سبب شوې دي.

د بلوچستان خلک تمه لري چې وزیراعظم عمران خان له ملي بودجو د دغې صوبې ونډه زیاته کړي څو په مختلفو برخو کښې د شاته پاتې والي د جبیره کیدو زمینه برابره شي.

په پاکستان په تیره بیا بلوچستان کښې د افراط پالنې د بهیر په پراختیا باندې د فقر او بې وزلۍ اغیزې ته په پام سره د امنیت د برابرولو او له ناامنۍ او بیلتون غوښتنې سره د مقابلې لپاره د دغې صوبې د پراختیايي بودجې زیاتولو ته د مرکزي حکومت د زیاتې پاملرنې ضرورت دوه چنده شوی دی.

په تیره بیا دا چې په بلوچستان کښې د بیلتون غواړو ګروهنو شتون چې یوه برخه یې په دغې صوبې کښې د ترقۍ مسئلې ته د پاکستان د مرکزي حکومت په بې پامۍ پورې اړه لري، له دې حالاتو د ځینو هیوادونو د ناوړه استفادې او دغو ګروهنو ته د لمن وهلو له لارې د پاکستان د مرکزي حکومت د موقعیت د کمزورې کولو لپاره د هغوي د هلوځلو سبب شوی دی.

د ګوادر بندر د شتون او د چین-پاکستان په اقتصادي دهلیز کښې د راتلو په شمول په بلوچستان صوبه کښې موجودې وړتیاوې د دغې صوبې د اقتصادي پراختیا لپاره یوه مناسبه زمینه ده چې عمران خان د عمومي رضایتمندۍ د رامینځته کولو لپاره باید داسې پلاننګ وکړي چې د بلوچستان خلک په ملي اقتصاد کښې له دې ظرفیتونو د پاکستان د مرکزي حکومت د ګټه پورته کونې اغیزې په خپل شخصي ژوند کښې احساس کړي او داسې یوه سټراټيجي به د پاکستان له حکومت سره د بلوڅ قام د پيوستون د زیاتیدو لامل شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تیره اونۍ د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات وکړ.

شاه محمود قریشي په اسلام آباد کښې د زلمي خلیل زاد په کتنه کښې په افغانستان کښې صلحې ته د رسیدو لپاره د پاکستان لخوا د ترسره شویو کوششونو په باب خبرې وکړې.

د پاکستان خارجه وزیر په دغه ملاقات کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې په افغانستان کښې کړکیچ یوازې له سیاسي لارې د هواریدو وړ دی، وویل: پاکستان په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره هرډول مرسته کوي.

د افغانستان د حالاتو په هکله د نظر تبادله، د صلحې د مذکراتو د ترسره کیدو طریقه، د ګډو پولو امنیت، دفاعي مسائل او د سیاسي پلاویو د سفرونو دوام د امریکې د ځانګړي استازي او د پاکستان د خارجه وزیر د ملاقات مهم چورلیزونه وو.

د خپل سیمه ایز سفر د وړومبي مقصد په توګه له پاکستانه د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي کتنه او د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره یې خبرې اترې د افغانستان په صلحې او جنګ دواړو کښې د اسلام آباد د مهم رول بیانونکې دي.

په اسلام آباد کښې د قائد اعظم پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد قندیل عباس باوري دی چې پاکستان د افغانستان د صلحې په بهیر کښې اصلي رول لوبولی شي.

زلمی خلیل زاد چې په خټه افغان دی، په افغانستان کښې د امریکې د سفیر په توګه د فعالیت پر مخینې سربیره  د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو په تیره بیا د (بُن) په کانفرنس کښې یې هم مهم رول لوبولی دی.

همدا وجه ده چې هغه د افغانستان په چارو کښې د امریکې د تیرو استازو په پرتله د دغه هیواد پر مسائلو په تیره بیا په افغانستان کښې د جنګ یا صلحې په بهیر کښې د سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو په رول باندې لازیات خبر او پوه دی.

خلیل زاد چې د افغانستان په هکله خپلې تیرې تجربې یې د (فرستاده) یا (استازي) په نوم یو کتاب کښې راغونډې کړې دي، د افغانستان لپاره د امریکې د ځانګړي استازي د مسئولیت په منلو سره یې په یوه داسې لاره ګام ایښی چې تیرو کسانو نتیجې ته د خپل ماموریت په رسولو کښې ماتې خوړلې ده.

زلمي خلیل زاد پاکستان، اماراتو، عربستان او قطر ته د خپل سفر د وړومبي مقصد په توګه د پاکستان په غوره کولو سره هڅه وکړه چې د افغانستان د مسائلو په لړ کښې د اسلام آباد د نوي حکومت د سټراټيجۍ په هکله لازیات معلومات ترلاسه کړي. په تیره بیا دا چې د افغاسنتان په هکله د پاکستان د وزیراعظم عمران خان دریځونه د دغه هیواد د چارواکو له هرکلي سره مخ شوي دي.

که څه هم د پاکستان مخکښنیو حکومتونو هم په افغانستان کښې د جګړې د ختمولو او د صلحې ټینګولو ژمنې کړې وې خو د دغو ژمنو نه پوره کیدو د افغانستان په خلکو او چارواکو کښې په اسلام آباد باندې بې اعتمادي ډیره زیاته کړه.

په پاکستان کښې د تحریک انصاف د حکومت په جوړیدو سره هیله پیدا شوې چې د دغه هیواد حکومت په افغانستان کښې د صلحې له بهیر سره د مرستې لپاره یولړ عملي ګامونه پورته کړي. په افغانستان کښې د جنګ او تاؤتریخوالي له بندولو سره د مرستې د لاروچارو د موندلو لپاره د دغه هیوا له علماؤ سره په ګډه غونډه کښې ګډون ته د پاکستاني عالمانو د چمتووالي اعلان د دغې هیلې او امید یوه برخه ده.

په داشان حالاتو کښې زلمي خلیل زاد پاکستان ته په تګ او د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره په خبرواترو سره کوشش پيل کړی چې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت د پازل ګډې وډې ټوټې د اسلام آباد په مرستې او له سیمه ایزو ظرفیتونو په استفادې سره داسې د یو بل ترڅنګ کیږدي چې ماموریت یې د هغه د تیرو همکارانو په پرتله، بدله پایله ولري. د خپلې دندې د مثبتې ترسره کونې په هکله د زلمي خلیلزاد تصور په داسې حال کښې دی چې د افغانستان په چارو کښې د امریکې د تیرو استازو ناکامي په تیره بیا د صلحې د بهیر په لړ کښې یې ماتې، له طالب ډلې سره د پټو خبرواترو او د صلحې په بهیر کښې د کابل په مشرتابه رول د سترګو پټولو له لارې د افغان حکومت د ملي واکمنۍ د کمزورې کولو لپاره د سپينې ماڼۍ د غلطې سټراټيجۍ نتیجه ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د پاکستان علماؤ په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او په دغه هیواد کښې د پایدارې صلحې په لړ کښې مرستې ته خپل چمتووالی اعلان کړ.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق وویل: په اسلام آباد کښې د افغانستان د صلحې د عالي شورا له پلاوي سره په کتنه کښې مو دغه پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت کښې به ملګرتیا وکړو.

سمیع الحق زیاته کړه: د افغانستان صلحه د ټولې سیمې د ټکاؤ او ارامښت لپاره ضروري ده او جمعیت علمای اسلام پاکستان په افغانستان کښې د صلحې له بهیره ملاتړ کوي.

په افغانستان کښې د جنګ په ختمولو او د صلحې په ټینګولو کښې مرستې ته د پاکستان د عالمانو د چمتووالي د اعلان په هکله د سمیع الحق څرګندونه د افغانستان د حکومت او ولس لپاره یوه هیله منونکې نښه ده.

د جمعیت علمای اسلام سیمع الحق څانګې د مشر دغه دریځ چې له ده سره د افغانستان د صلحې د عالي شورا د پلاوي له خبرواترو وروسته څرګند شو، د افغانستان او پاکستان د علماؤ د ګډې غونډې ترسره کیدو زمینه برابرولی شي.

اسلام آباد ته د دغه پلاوي له سفر مخکښې د افغانستان د صلحې عالي شورا ویلي وو چې د دغه پلاوي د ماموریتونو مهمه برخه په افغانستان کښې د جنګ او صلحې د څیړنې په هکله له پاکستاني علماؤ سره د ګډې غونډې د ترسره کولو په موخه سلامشورې دي.

په افغانستان کښې د جنګ د خاتمې د لاروچارو د موندلو په موخه د دواړو هیوادونو د عالمانو د ګډې غونډې د ترسره کیدو د زمینې د برابرولو لپاره په پاکستان کښې د افغانستان د صلحې د عالي شورا د پلاوي سلامشورې د هغې سټراټیجۍ په چوکاټ کښې دي چې د دغه هیواد دیني مشرانو له څو کلونو څخه په خپله ایجنډا کښې راوستې ده.

په افغانستان کښې د سیاسي مسائلو کارپوه عباس بصیر وايي: په افغانستان کښې د امنیت د ټینګولو لپاره باید د علماؤ ترمینځ علمي خبرې اترې وشي. د اسلام د مبین دین د اصولو په اساس فکري اعتدال په افغانستان کښې د حقیقي او پایدارې صلحې له ټینګښت سره مرسته کوي.

د افغان چارواکو په تیره بیا عالمې پرګنې له نظره د پاکستان عالمان او مذهبي مشران په افغانستان کښې د جنګ او تشدد په کمولو او د ټکاؤ او ارامښت په ټنیګولو کښې مهم رول لوبولی شي خو په دې شرط چې هغوي د دې مهم رول د لوبولو لپاره جدي هوډ او اراده ولري.

د پاکستان په علماؤ او مذهبي مشرانو کښې سمیع الحق له هغو شخصیتونو دی چې د افغان چارواکو له نظره په طالب ډلې د پام وړ نفوذ لري او په همدې وجه د صلحې د خبرواترو بهیر ته د طالبانو په هڅولو کښې مهم رول لوبولی شي. همدا وجه ده چې پاکستاني رسنۍ، سمیع الحق د طالبانو د معنوي پلار په توګه یادوي. د افغانستان د تیر ولسمشر حامد کرزي په وختو کښې سمیع الحق د پاکستان په هغو لسو شخصتونو کښې و چې کرزي ورته په خپل هیواد کښې د صلحې په بهیر کښې د مرستې په هکله لیک لیږلی و.

که په افغانستان کښې د جنګ له ختمولو او د صلحې له ټینګولو سره د مرستې لپاره د پاکستان د عالمانو د مرستې په هکله د سمیع الحق ژمنه پوره شي نو تمه کیدی شي چې په افغانستان کښې د جنګ اور څه نا څه مړ شي.

په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت کښې د مرستې د ژمنې په پوره کولو باندې د مولانا سمیع الحق او نورو پاکستاني علماؤ د پابندۍ د آزمایلو لپاره باید د افغانستان د جنګ د حراموالي په هکله د فتوا صادرولو په لړ کښې د دغه هیواد د عالمانو له کړنلارې سره د هغوي ملګرتیا ته وګورو.

له پاکستاني عالمانو سره د افغان عالمانو یو مهم اختلاف، په افغانستان کښې د جنګ له حرام اعلانولو د ځینو پاکستاني علماؤ ډډه کول دي چې په افغانستن کښې د صلحې له ټینګښت سره د مرستې په هکله د سمیع الحق څرګندونې باید د دغې کړنلارې د بدلیدو سبب شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*