په تیره اونۍ کې د پاکستان او افغانستان بدلونونه
د تهران راډیو درنو مینه والو په ننني مطلب کې د دواړو هیوادونو دمهمو خبرونو او ورپسې هم تحلیلې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ.
= */*/*/* په ماسکو کې دسولې دنړیوالې غونډې ترسره کیدا*/*/*/* دپاکستان دیوه مذهبی مشر او جمعیت علمای اسلام س څانګې دمشر وژله */*/*/* دافغانستان د امنیتی ځواک څخه په نه ملاتړ د دغه هیواد دملی وحدت حکومت د اجرائي شورا د مشر نیوکې */*/*/* پاکستان ته دامیرکا د خارجه وزیر دمرستیالې سفر*/*/*/* دماسکو دسولې په غونډې کې د افغانستان دنه شتون په باب د دغه هیواد د حکومت خبرداری */*/*/* په بیجینګ دچین له چارواکو سره د پاکستان دلومړي وزیر لیدۀکاۀ او دافغانستان د سولې دعالی شورا ددرالانشاء دمشر استعفی په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان ترټولو مهم بدلونونه وو او په دوام کې هم تحلیلي برخې ته ستاسو پام راغواړو */*/*/*/*/*/*/*/*//*/*
= دپاکستان د جمیعت علمای اسلام س څانګې مشر او د دغه هیواد دحقانیّه مذهبی مدرسې مهتمم مولانا سمیع الحق پخپل کور کې په مشکوک ډول ووژل شو .
مولانا سمیع الحق په پنډۍ ښار کې پخپل کور کې د مخ پټو کسانو په لاس په چاقوانو اوخجرونو سره ووژل شو . دپاکستان دجمیع علمای اسلام س څانګې مشر په داسې وخت چې دهغه ساتونکي اوملګري دځینو کارونو لپاره له کوره بهر تللی وو، دناپيژاندو کسانو دچاقوانو ښکار شو .
د مولانا سمیع الحق په وژلې پسې دپاکستان ولسمشر اولومړي وزیر، د سترې محکمې مشر قاضي او ددغه هیواد دپوځ عموی قومانداندغه وحشیانه اقدام په سختګه محکوم کړ .
دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې اعلی وزیر هم د مولاناسیمع الحق په قتل پسې تیره شبنه پّ درستې صوبې کې د ویر ورځ اعلان کړه .
مولانا صیب چې دپاکستان په مذهبی او رسندوئي ټولنو کې د طالبانو د معنوي پلار یا رهبر په توګه مشهور ؤ ، د دغه هیواد د ډيرو رازونو لرونکی او پيچلی مذهبی مشر ؤ چې لږترلږه په تیرو درو لسیزو کې ئې پّ پاکستان او افغانستان کې پر ځينو امنیتی بهیرونو دپام وړ اغیزې درلودې .
شاید ممکنه ده چې دپاکستان په ټولنې کې یو پيژندل شوی شخصیّت او د طالبانوډلې کې په یوې کرکتونکی څیرې په توګه د مولاناسیمع الحق په بدلیدا کې اصلي عنصر ، په حقانیّه دارالعلوم دهغه مشري وه ، چې د دغې ډلې یعني د طالبانو ډلې د وخت رهبر ملا محمد عمر هم په همدغې مذهبی مدرسې کې زده کړې کړې وې .
دغه شرائط لامل شوي وو ، څو په افغانستان کې مولانا سمیع الحق له طالبانو سره دخبرواترو ددبهیر له احیاء سره دمرستې لپاره دیوې ټاکنې په توګه وپيژندل شي ، او په دې اساس د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په پړاؤ کې دجمیعت علمای اسلام س څانګې مشر دپاکستان په هغو لسو سیاسی او مذهبی مشرانو کې شامل ؤ چې حامد کرزي ورته په افغانستان کې له ملي پخلاینې سره دمرستې لپاره لیک لیکلی ؤ .
سره له دې چې ، په حقانیّه دارلعلوم کې دکسانو په روزنې کې دمولانا سیمع الحق کړچارونه د افراط پالو تفکراتو په دودیدا تورن دي ، خو ځیني ټولنې وائي ، په وروستیو کلونو کې د هغه دریځونه تر ډیره حده بدل شوي وو .
دافراط پالنې په دودیدا کې د حقاني مذهبی مدرسې رول ته له پامه پرته ، التبه دمولانا صیب په مرګ سره په افغانستان کې دسولې له بهیر سره د مرستې لپاره په دغه هیواد کې ځيني هیلې به،په پاکستان کې د ځینو لوبغاړو له خوا په نهیلئ بدلې شي .په تیره بیادا چې څه موده مخکې اسلام اباد ته د افغانستان د عالی شورا د پلاوي سفر یوه موخه، په دغه هیواد کې د سولې دټينګیدا دلارو چارو د ارزونې لپاره د دواړو هیوادونو د عالمانو د ګډې غونډې د ترسره کیدا لپاره له مولاناسمیع الحق سره خبرې اترې وې ، چې دهغه له مثبت ځواب سر مخ شوې . په پنډۍ ښار کې پخپل کور کې د مولاناسیمع الحق له وژل کیدو وروسته ، د دغې حملې تر پردې شا دعواملو او پلانونکو په باب د پاکستان او افغانستان په سیاسی او رسندوئي ټولنو کې بیلابیل ګمانونه مطرح شوي دي .
دپاکستان د دیني مدرسو په رجسټرډ کولو او په درست هیواد کې د ښونې د یو موټي نظام درامینځةکولو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران دریځونو او په دې زمینې کې له مولانا سمیع الحق سره اړونده مخالفتونو ته په پام سره ، دغه ګمانونه مطرح شول چې د دغې مرګونې اوشکمنې حملې دپلانونکو موخه د تحریک انصاف او په تیره بیا دعمران خان او حتی د هغه د حکومت تورنول او کمزوری کول دي .
په افغانستان کې د سیاسی چارو کارپیژاند ښآغلی وحید مژده په دې باب وائي ، دمولانا سمیع احلق په مرګ کې ممکنه ده ، دهغو کسانو لاس وي ، چې په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ دنوي حکومت په کمزوري کولو پسې وی .
البته د مولانا صیب دوژلې دعواملو او انګیزو په باب دمطرح شوو احتمالاتوترڅنګ دا ګمانونه هم مطرح دي ، چې هغه د هغو کسانو له خوا د پټو داخلي سیالیو قرباني شوی وي، چې په همداوروستیو کلونو کې ئې خپل موقعیّت کمزوری لیدۀ.
هماغه ډول چې د مولانا سمیع الحق ژوند په پاکستان کې دځينو ټولنو له خوا پیچلې او شکمن بلل شوی ، دهغه مرګ او وژله هم یوه مرموزه اوشکمنه قضیه بلل شوې ده .
**********************
= دافغانستان دحکومت په کړچار د دغه هیواد دملی وحدت حکومت د اجرائي شورا مشر دطالبانو له حملو سره دمقابلې او د عامو خلکو دژوند په ساتنې کې په ارزګان ولایت کې د امنیتی ځواک په موقعې ملاتړ کې د د غه هیواد حکومت په کړچار سختې نیوکې کړي دي .
عبدا... عبدا.... په ارزګان ولایت کې د خاص ارزګان ولسوالۍ دعامو خلکو د ژوند خوندي ساتلو اودفاع لپاره پر ټولو امکاناتو په استفادې په ټينګار سره وئيلي دي ، د افغانستان حکومت د دغه ولایت په حالاتو په غور کې دافغانستان حکومت کمزوری عمل کړی دی ، چې د ډيرو زیاتو عامو خلکو دکوچیدا او کډه په سر کیدا لامل شوی دی . هغه له تاؤتریخوالو سره د مقابلې لپاره اورزګان ولایت ته دلازیات ځواک نه لیږدول ، په دغه ولایت کې د طالبانو د حملو د زیاتیدا اصلي عامل بللی دی.
په عین حال کې ، د افغانستان د ولسی جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي هم دکابل پر حکومت غږ کړی ، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې دې غمیزې درامینځةکیدا مخه ونیسي .
دا لومړنی ځل نه دی ، چې د اړتیاوړ او همداراز د لازیات ځواک،تجهیزاتو او امکاناتو د لیږدولو له لارې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د امنیتی ځواک په موقعې نه ملاتړ، د دغه هیواد په ملی وحدت حکومت دنیوکو مطرح کیدا لامل شوی دی .
له ناکراریو او تاؤتریخوالو سره دمقابلط لپاره د افغانستان او پولیسو په هراړخیز ملاتړ کې د افغانستان دحکومت کمزوری کړچار لامل شوی ، څو د دغه هیواد ځیني سیمې ، په وروستیو کلونو کې د طالبانو دحملو د سختیدا اودوام له امله نسکورې شي،او د یوشمیر ولسوالیو او کلو اداره کول تر یوې محدودې مودې پورې د دغې ډلې په اختیار کې ورشي .
په افغانستان کې د ترهه ګرو په ضد دجنګ جبهو ته په موقعې نه ملاتړ، دکابل دحکومت په امنیتی سیاستونو په دغه هیواد کې د نیوکو یو اړخ دی ، چې دځينو کارپيژاندو له نظره ، له افراط پالنې سره دمقابلې لپاره د افغانستان د پوځ او پولیسو دکارندوالي دکمیدا لامل شوي دي .
البته په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو په ضدپه جنګ کې د امنیتي چیلنجونو او تاوانونوپه سیوري کې د امنیتی ځواک په موقعې دنه ملاتړ یو بل عامل دی ، چې په وروستیو کلونو کې دطالبالنو له خوا د ځینو ولسوالیو او کلو په لور پرمختګ او دهغو نیولل دي .
دامنتی له تامینیدا او او ناکراریو سره دمقابلې لپاره دافغانستان د پوځ او پولیسو دکارندوالي اوتوانمنیو باندې په اغیزمنو عواملو کې د دغه هیواد په ولایتونو کې د لوړپوړو قوماندانانو په سویه د کافي تجروبې اولازمو صلاحیّتونو د نه درلودونکو کسانو ګمارل دي ، چې دامنیت د تولید دظرفیَتونو د ضائع کیدا لامل هم شوي دي .
په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو په لاس په فاریاب ولایت کې د غورمچ ولسوالۍ نسکوریدا یو هغه مثال دی چې په افغانستان کې په بیلابیلو ټولنو کې ،له خپلو دندو د چارواکو ناسمه استفادې، خیانت،او بې کفایته کسانو ته دامنیتی مسئولیّتونو دسپارلو موضوع ته پکې اشاره شوې ده .
دافغانستان د ملی وحدت څلور کلن حکومت او د دغه هیواد د حکومت په امنیتی سیاستونو دنیوکو دوام ته په پام سره ، دغه اندیښنه شته چې دتیر وخت بهیرونو نه اصلاح کیدا ، له بې ثباتۍ سره په مقابلې کې دامنیتی ځواک دکارندوالي دکمزورتیا او دتاؤتریخوالو دسختیدا لامل شي ، چې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د پارلیماني انتخاباتو د نه ترسره کیدا پشمول په بیلابیلو سیاسی، اقتصادي ټولنیزو او کلتوري ډګرونو باندې دهغو پراخې اغیزې دلیدو وړ دي .
********************
= په ماسکو کې دروسیې په کوربتوب د افغانستان د سولې نړیواله غونډه او د سیمې دڅو هیوادونو داستازو په شتون او دطالبانو ډلې د استازو په ګډون سره ترسره شوه .
طالبانو ډلې د ماسکو په غونډې کې،دافغانستان له حکومت سره دجنګ دختمیدا لپاره یولړشرطونه مطرح کړل .دا غوښتنه هماغه شرطونه دي،چې په تیرو کلونو کې مطرح شوي وو.طالبانو په دغې غونډې کې په داسې حال کې چې د کابل له حکومت سره دنیغ په نیغه خبرواترو لپاره دسولې دعالي شورا وړاندیز رد کړی، له افغانستانه د امریکائي اوناټو ځواک د ویستلو پشمول،د ملګروملتو د بندیزونو له لیسټه د دغې ډلې د مشرانو د نامو حذفیدا، ددغې ډلې دنیول شوو کسانو خوشی کیدا او دقطر په دوحې کې د طالبانو دسیاسی دفتر په رسمیّت پيژندل هم یو ځل بیا مطرح کړل .
همداراز د طالبانو پلاوي په افغانستان کښې د سولې دټينګیدو لپاره دخپلو وارمخکې شرطونو په بیانولو سره چې دافغانستان د ادسلامی امارات دپلان په ضد دمنفې تبلیغات ودرول شي و د باؤرجوړونې لپاره ئې د یولړ اقداماتو غوښتنه وکړه .
د روسیې په ماسکو کې د افغانستان د سولې نړیواله ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې دکابل حکومت دغې غونډې ته یو استازي هم ونه لیږدوۀ او دماسکو په غونډې کې د افغانستان یوازې دسولې د عالی شورا یوه پلاوي ګډون وکړ .
دافغانستان حکومت دروسیې دحکومت له ټينګار سره سره ، دماسکو په غونډې کې د طالبانو داستازو له شتون سره مخالف ؤ او په همدې دلیل په دغې ناستې کې د کابل دحکومت استازو ګډون ونه کړ .
البته په ماسکو غونډې کې د افغان حکومت داستازو نه شتون او دغې غونډې ته د دغه هیواد دسولې دعالي شورا دیوه پلاوي لیږدول دکابل د چارواکو ترمینځ د اختلاف د رامینځة کیدا لامل شو .
دافغانستان د حکومت له نظره، د دغه هیواد دسولې خبرې اترې باید دوه اړخیزې اوبین الافغاني وي ، او په ماسکو غونډې کې د شتون لپاره طالبانو ته د روسیې دحکومت بلنه ، یو ډل د دغې ډلې د په رسمیّت پيژنده ده چې دا موضوع دافغانستان له اساسی قانون سره په تضاد کې ده ..
یو بل دلیل چې د ماسکو په غونډه کښې د افغانستان د حکومت د ګډون نه کولو سبب شوی، د روسیې په کوربه توب له طالبانو سره د صلحې د خبرواترو په مدیریت کښې د دغه هیواد د رول پیکه کیدل دي.
البته د ماسکو په غونډه کښې د افغان حکومت د ګډون نه کولو پریکړه په دغه هیواد کښې له ځینو مخالفتونو سره هم مخامخ شوې ده.
په افغانستان کښې د سیاسي چارو کارپوه اکرم عظیمي ویلي دي: غوره ده چې د افغانستان حکومت د ماسکو په غونډه کښې ګډون کړی وی ځکه چې دا غونډه د افغانستان د جنګ لپاره د یوې سیمه ایزې حل لارې د پیدا کولو په موخه ترسره کیږي.
خو له بلې خوا د ماسکو په غونډه کښې د ګډون نه کولو د پریکړې د پلویانو له نظره په داسې حال کښې چې طالب ډله په افغانستان کښې هم هغه شان خلک وژني، په دغه غونډه کښې د طالب ډلې د استازو ترڅنګ کښیناستل د هغو بیګناه انسانانو په وینې سترګې پټول دي چې د دې ډلې د تشدد په وجه هره ورځ وژل کیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*