عباس عراقچي له پوتین سره د خبرو اترو لپاره روسیې ته ورسېد
Apr 27, 2026 10:24 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور ورکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له پاکستانه روسیې ته سفر کړی دی.
د ایرنا خبري اژانس دوشنبه د اپرېل پر ۲۷مه، راپور ورکړی چې عراقچي سنپټرزبورګ ښار ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې عراقچي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او خبرې وکړي.
دغه سفر د پاکستان او عمان له لوړپوړو چارواکو سره د هغه تر کتنو وروسته شوی دی.
اکسیوس راپور ورکړی چې ایران امریکا ته درېپړاویز وړاندیز وړاندې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ویلي وو که ایران د خبرو اترو لېوالتیا ولري، کولای شي له واشنګټن سره اړیکه ونیسي.
ټیګونه