آزادسمندر ته دافغانستان د رسیدو هلې ځلې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو ، په دې شیبو کې آزادو اوبو یا آزاد سمندر ته د افغانستان د رسیدو دهلو ځلو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
افغانستان تل د یوې د اسې لارې په تکل کې دی ،څو دسمندر آزادو ا وبو ته ځان ورسول شي ، په دې اساس ئې له بیلابیلو چینلونو استفاده کړې ده او تر ډ يره حده ئې بریالیتوب هم ترلاسه کړی دی. د دغو هلوځلو په دوام کې ئې له یوې نوی لارې دسمندر آزادو اوبو ته د رسیدو تکل کړی او یوه لاره ئې پیدا کړې ده . دغه نوی ټرانزیټي لاره چې د :لاجورد لاره :نومیږي ، دترکمنستان،آذربایجان جمهوریت اوګرجستان له لارې تیریږي او تورسمندرګي ته او بیا هم له ترکیې په تیریدا سره،افغانستان له آزادو اوبو او یا آزاد سمندر سره ګنډل کیږي .
د لاجور لاره د لیندۍ یا قوس دمیاشتې په ۲۲نیټه یعنی په پنجشنبې ورځې دافغانستان په هرات ولایت کې د افغانستان او ترکمنستان دمشرانو په لاس افتتاح او په عملي توګه،دافغانستان لومړنۍتجارتي جوپه دترکمنستان ، آذربایجان جمهوریت ، ګرجستان او ترکیې له لارې داروپا بازارونو ته رسیږي .
دافغانستان خارجه وزارت ویندوي په دې باب وائي ،مالوچ ، وچه میوه او کونځلې د دغې ټولګې شیان دي ، او د شیانو دمنتقلولو پنځوس فی صده لګښت د افغانستان د حکومت له خوا ورکول کیږي .
په عین حال کې د افغانستان د صنائعو او تجارت د کوټې مسئولان د لاجورد له لارې د صادراتو د بهیر پيلیدا، دسیمې هیوادونو اواروپا ته د افغانستان دصادراتو تر ټولو مناسبه او آسانه لاره ګڼي .
ټاکل شوې د لاجورد نوي ټرانزیټي لاره د ترکمنستان، آذربایجان جمهوریت او ګرجستان له لارې څخه تیریږي او تور سمندرګي ته او بیا هم له ترکیې په تیریدا سره،افغانسان دسمندر له آزادو اوبو سره یو ځای کوي.
دوستانو دغه ټرانزیټي لاره په افغانستان کې له اقنیه اوتورغونډۍ سیمو څخه پیلیږي ،دترکمنستان هیواد ترکمن باشي بندر ته ،اوبیاهم د آذربایجان جمهوریت د باکو ښار له لارې دګرجستان تفلیس سیمې ته رسیږي او له تفلیسه هم د ترکیې دقارس په لور ځي او له هغه ځایه استابنول او بیا هم له ا روپا سره ګنډل کیږي . دشیانو اوسامانونو ټرانزیټ، دافغانستان ، مینځنۍ آسیا، قفقاز،بالکان او مرکي اروپا ترمینځ د تجارت تر ټولو مناسبه لاره ده او له اروپائي هیوادونو سره دجنوي آسیا د ګڼدل کیدا او یوه اغیزمنه وسیله حسابیږي .
د دغې لارې د غړو هیوادونو لپاره ددغې لارې دسیاسی ، اقتصادي او ټولنیزو ګټو ترڅنګ ، له دغې لارې غوره ا ستفاده هم له کومو خاصو شخړو اوترینګلتیاؤ سره مخامخ نه ده ، ځکه دلاجورد لاره یو داسې دروازه اوکړکۍ ده چې دافغانستان له شمالی هیوادونو تیریږي ، هغه هیوادونه چې په تیرو وخت کې دافغانستان په سیالۍ اوتاؤتریخوالي کې ډير کم لاس اوګریوان پاتې شوي،دافغانستان لپاره آزادو اوبو او آزاد سمندر ته درسیدو تر ټولو آسانه او ډاډمنه ټرنزیټي لاره پيژندل کیږي او سړکونه او ریل پټلۍ ئې داستفادې لپاره تیاریږي .
دافغانستان داقتصادي اوټولنیزو چارو یوکارپوه اوشناندي د افغانستان د شیانو دصادراتو لپاره د لاجورد ټرانزیټي لارې دافتتاح په باب پخپلو شننو کې وئيلي،هماغه ډول چې ټول پوهیږي،افغانستان له آزاده سمندره لیرې پروت یو هیواد دی او دنړۍ اوسیمې له زیاتره هیوادونو سره ټرانزیټي لاره نه لري، حال دا چې دافغانستان ډير شیان داسې دي ، چې دنورو هیوادونو له لارې نړیوال تجارت ته واردیږي او زیاتره ګټه ئې نور هیوادونه ترلاسه کوي ،او له بده مرغه افغانستان په اقتصادي ډګر کې د دغو مشکلاتو له امله ډير زیات اقتصادي تاوانونه ګاللي دي .له نیکه مرغه د افغانستان غوره سیاسی او اقتصادي فعالیتونه او ګامونه پورته کول ددې لامل شوي دي،چې سوکه سوکه دغه هیواد د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره د تجارتي مبادلاتو په موخې سره خپلو مقصدونو ته درسیدا په حال کې دی . په همداوروستیو کې د ایران دچابهار بندر له لارې افغانستان سره دنورو هیوادونو تجارتي معادلات په زیاتیدا شوي دي . له نورو هیوادونو دافغانستان دهوائي چلند رامینځة کیداهم پیل شوې ده او دغه راز دسمندري،مځکنیو او هوائي لارو دافغانستان دصنائعو او او وچو میوو پشمول تجارتي شیان له نورو هیوادونو سره معادله کیدلی شی . هغه دغه راز پخپلو خبرو کې دلاجورد ترانزیټي لارې پرانیستل کیدا او اهمیّت ته په پام سره وئيلي دي،دا دافغانستان دملت لپاره ډیره دخوښئ وړ خبره ده چې د مځکې له لارې هم افغانستان له یوې داسې لارې سره ګڼدل کیږي ، چې دسیمې له هیوادونو تیریږي او داروپائي هیوادونو پشمول دنړۍ له زیاتره هیوادونو سره دافغانستان تجارتي شیان مبادله کولی شی او دغه راز به دافغانستان تورتم اقتصاد ځلا ومومي او داپه داسې حال کې دي چې د لاجورد نوي ټزانزیټي لاره یوازینۍ لاره ده چې افغانستان د مینځنۍ آسیا هیوادونو له ډاډمنې لارې سره نښلوي او تر اروپائي هیوادونو ئې شیان رسوي او دا دافغانستان لپاره یو ویاړ کیدلی شي چې جنوبی آسیا او مینځنۍ آسیا او دغه راز اروپائي هیوادونو ترمینځ د یوه پل رول درلودلی شي . هغه په عین حال کې وئيلی، لاجورد لاره پر دې سربیره چې د افغانستان مهم جغرافیائي موقعیت دنړیوالو نندارې ته وړاندې کوي ، د افغانستان د اقتصاد او سوداګریزو فعالیتونو په ځلیدا کې هم غوره رول لوبوي او د دغې لارې په وسیله دافغانستان شیان دنړۍ درستو هیوادونو ته وړاندې کولی او دغه راز ان تر اروپا اوافریقا لوئې وچې پورې دهیوادونو له تجارتی او صنعتي وړتیاؤ څخه هم استفاده کولی شي او دغه راز دغه ستره او مهمه اقتصادي پروژه دافغانستان دکارکسب دپيداکیدا او دبیروزګارۍپه ختمولو کې هم مهم رول لوبولی شي .
ارزونې ددې ښودنه کوي،چې دلاجورد له لارې تجارتی شیان،د نورو ټرانزیټي لارو په نسبت له درو تر څلورو ورځو پورې په کمې مودې کې او لار زر منتقلیږي .دترکمنستان،آذربایجان جمهوریت،ګرجستان اوترکیې له لارې څخه د دغې ټرانزیټي لارې تیریدا ، نه یوازې دسیمې دهیوادونو ترمینځ داقتصادي رونټیالامل کیږي،بلکې له اروپائي هیوادونوس ره به هم د تجارت او دسوداګریزوفعالیتونو د روڼتیا لامل شي او دغه راز به افغانستان هم په لازیات او پراخ ډول له دغې تجارتي لارې ګټه پورته کړي او ګټه به ترلاسه کړي .
د احصایو په اساس دافغانستان په لومړنۍ صادراتي جوپې کې ، چې دلاجورد له لارې صادریږي،یوسل پنځه اویا ټنه مالوچ، وچه میوه او کونځلې شاملې دي،چې د افغانستان دتجارت او اقتصادي اوټولنیزو روڼتیاؤ لپاره یو په زړه پورې ځيری کیدلی شي .
(سیماب)
***********************************************