په افغانستان کی تپلی ډیموکراسۍ
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i85740-په_افغانستان_کی_تپلی_ډیموکراسۍ
په هر حال د بن په لومړۍ کانفرنس کی د راتلونکی قدرت جوړښت او د طالبانو ځای ناستی جوت شو چی په لیبرل او دیموکراتیک ځانګړنو سره معرفی شو . هغه جوړښت چی البته زیاتره یې د تیکنوکراټ او د افغانستان لویدیځ پلوه لیدتوګې منعکسولې او د افغانستان په داخل کې یې له میدانی حقیقت سره دومره اړخ نه لګوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2019 12:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کی تپلی ډیموکراسۍ

په هر حال د بن په لومړۍ کانفرنس کی د راتلونکی قدرت جوړښت او د طالبانو ځای ناستی جوت شو چی په لیبرل او دیموکراتیک ځانګړنو سره معرفی شو . هغه جوړښت چی البته زیاتره یې د تیکنوکراټ او د افغانستان لویدیځ پلوه لیدتوګې منعکسولې او د افغانستان په داخل کې یې له میدانی حقیقت سره دومره اړخ نه لګوه .

په تیر پروګرام کې مو د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو د مشکلاتو او د هغو د نتیجو د اعلان له امله ستونزو په اړه له تاسو سره خبرې وکړې . د موضوع د جرړو د ښه درک کولو لپاره ضروری ده د امریکا له پوخی لاس وهنې وروسته په افغانستان کی د داسې انتخاباتی نظام د ځای پر ځای کیدا د څرنګوالی او شرایطو جاج واخلو . له دې امله په دې پروګرام کی د دغه نظام د راتلو د عواملو او زمینو یعنی د امریکا په وسیله د افغانستان نیواک او د دغه هیواد په اړه د بن د نړیوال کانفرنس په اړه درسره غږیږو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د ۲۰۰۱ میلادی کال د ستمبر په ۱۱ نیټه په القاعدې پورې تړلیو حملو پسې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جارج بوش د طالبانو له امارت اسلامی وغوښتل چی د القاعدې سرغنه اسامه بن لادن ورته وسپاری . د طالبانو مشر ملا عمر اسلامی اود پښتنو قومی  دودونو په وجه چی د یوه پناه راوړونکی سپارل د خپلو او د افغانستان د ټولنې د ارزښتونو پرضد بلل د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه . د امریکا د هغه وخت حکومت د ملګرو ملتو په امنیت شورا کی یوه طرحه تصویب کړه چی  د زور د اعمالولو له لارې د ترهه ګرۍ پرضد د تابیاو د غوره کول مجاز وبلل خو په دې اړه یې د ملګرو ملتو لاس وهنه رد کړه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

جارج بوش د ۲۰۰۱ میلادی کال د اکتوبر په ۷ د امنیت شورا د همدغه مجوز په استناد د ازادۍ دوام تر عنوان لاندې پوځی عملیات په افغانستان کی د طالبانو د مورچو پرضد په سختو بمباریو سره پیل کړل . بیا یې د افغانستان په شمالی برخه کی د پلیو عسکرو په کوزولو سره چی د برهان الدین ربانی حکومت د وفادارو او شمال ځواکونو تر کنټرول  لندې وه ،  او د دغو عسکرو د اغیزمنې ملګرتیا له لارې چی د افغانستان کابو لس فیصده خاوره یې په کنټرول کی درلوده  ، په چټکتیا سره طالبانو ته پوځی ماته ورکړه . د کابل په لور د شمال عسکرو په پرمختګ او د دغه ایتلاف په وسیله د څه د پاسه اته زره طالبانو نیول کیدا د طالبانو د اسلامی امارت دړې وړې کیدا چټکه کړه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

امریکا د شمال ایتلاف د مجاهدینو په ملګرتیا سره  په کندهار کی د طالبانو په وروستۍ اډې حمله وکړه او د کندهار په نیولو سره عملا په ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو امارت اسلامی نسکور شو . د طالبانو مشرانو او غړیو د پاکستان د قبایلی سیمو په لور شاتګ وکړ  او ملا عمر او د طالبانو مشران د پاکستان کویټه ته لاړل . هغو په دغه ښار کی چی د پاکستان د بلوچستا صوبې مرکز دې ، د کویټه شورا رامینځته کړه . ویل کیږی چی د پاکستان د پوځ امنیتی برخه  یعنی ای ، ایس ، ای د کویټه شورا ملاتړ کوی . القاعده هم د افغانستان د ننګرهار په ختیځ ولایت کی د تورا بوءا په نوم په خپل وروستی غرنیز او پیاوړی مورچه کی د امریکا د جنګی الوتکو له بمباریو او د شمال ، امریکا او ناټو ځواکونو له ګډ پرمختګ سره مخامخ شوه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په نتیجه کی القاعدې دډیورینډ کرښې بل لوری یعنی د پاکستان په قبایلی سیمه کی شمالی وزیرستان ته شاتګ وکړ  او اسامه بن لادن په همدغه سیمه کی په پټه پناه واخیسته . په دغو بدلونو او د طالبانو رژیم په نسکوریدا پسې د ۲۰۰۱ میلادی کال په اکتوبر میاشت کی ملګرو ملتو د جرمنی په بن ښار کی کانفرنس جوړ کړ چی بیا وروسته د یوه تړون د لاسلیک کیدا سبب شو چی د لومړی بن تړون په توګه یادیږی . د بن په لومړۍ کانفرنس کی په افغانستان کی د قدرت څلورو مدعی ډلو ګډون وکړ . لومړۍ ډله د شمال ایتلاف چی پکې ازیک ، تاجیک او هزاره ، دوهمه ډله ګی د روم ډله چی پکې د پخوانی باچا استازی چی زیاتره پښتنه وو ، دریمه ډله د قبرس ډله چی یو خپلواکه بهیر او د همایون جریر په مشرۍ فعالیت درلود او حکمتیار ته نږدې وه ، او څلورمه ډله د پیښور ډله چی زیاتره د اسلام اباد پلوی کسان او غړی یې  په پاکستان کی میشت د افغانستانی کډوالو استازی وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د بن لومړې کانفرنس په حقیقت کی د افغانستان په چارو کی د ملګرو ملتو د ځانګړی استازی اخضر ابراهیمی په نوښت وو . ملګرو ملتو د بن کانفرنس نتیجې ته د رسولو او تدارک کې رول ولوبوه . اخضر ابراهیمی وتوانیده تر یوه حده متضادې ډلې په یوه ځای کی راغونډې کړی او د خبرو اترو په بهیر کی یو چیلنج روښانه شو چی دا په غونډه کی د ګډون کونکیو افغان  ډلو داخلی اختلافات ندی چی موافقې ته رسیدل ګرانوی بلکې د امریکا او ناټو اقدامات ستر خنډ رامینځته کړی دی . امریکایی پلاویو د بن کانفرنس له هماغه پیلیدا روښانه کړه چی د افغانستان راتلونکی بدلونونه بایدپه دې ډول وی چی امریکا یې تمه لری . په بن کی سختې خبرې وشوې  اود افغانستان بیلا بیلو ډلو له کانفرنس متفاوتې تمې درلودې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د برهان الدین ربانی په مشرۍ د افغانستان اسلامی جمهوری حکومت  چی د شمال ایتلاف په وسیله د کابل له نیولو وروسته یې عملا خپل حکومت احیا کړې وو ، تمه درلوده چی د بن کامفرنس د هغه حکومت په رسمیت وپیژنی . په عین حال کی د روم بهیر او د ظاهر شاه د  باچاهت پلویان د ایټالیا په پلازمینې روم کی جلاوطن وو ، هیله من وو چی سلطنت احیا شی . سلطنت غواړی د بن په غونډه کی فعال وو او عبدالستار سیرت هغه هدایتوه . د دغه بهیر اغیزمنتیا هغه وخت روښانه شوه چی په هغو انتخاباتو کی چی د ملګرو ملتوتر څارنې لاندې د موقته حکومت د مشرۍ لپاره ترسره شول ، سیرت تر ټولو زیاتېراې ترلاسه کړې . د امریکا او د لویدیځوهیوادونو سیاست د دغه بهیر په اپوټه وو ، پر دې اساس د هغو تر دباو لاندې عبدالستار سیرت څنګته کیدا ته مجبوره او حامد کرزی چی تر هغه وخته نسبتا ناپیژندل شوی کس وو ، د موقته حکومت مشر شو . په دې اساس د بن لومړې کانفرنس د افغانستان د راتلونکیو بدلونونو په وړاندی د امریکا او ناټو د سیاست لومړې پړاو بلل کیدلې شی .

«««««««««««««««««««««««««««««

دا کړچار د لویدیځ لوری د ادعا په اپوټه لکه څنګته کیدا  ته د سیرت مجبورول ډیموکراټیک نه وو . امریکایانو په کابل کی هم  د هغه وخت ولسمشر برهان الدین ربانی باندې دباو واچوه  او د  مجاهدینو د ځوان نسل په لمسولو اوهغو ته د قدرت ورکولوپه ژمنې سره معاملې ته ودانګل او له دې لارې یې برهان الدین ربانی مجبوره کړ د ولسمشرۍ له څوکۍ څنګته شی . هروخت چی د امریکا دا مرموز سیاست  د ظاهر شاه له استازی عبدالستار سیرت سره د چلند د څرنګوالی په څنګ په نظر کی ونیسو نو په اسانۍ سره پوهیدلې شو چی امریکا په افغانستان کی په پوځی لاس وهنې او د طالبانو رژیم په نسکورولو سره  په ډیموکراسۍ او سولې په ټینګولو پسې نه وه بلکې د قدرت د نوی جوړښت د بڼه غوره کولو په څرنګوالی کی په لاس وهنې سره خپله سیمه ایز او نړیوال سټراټیجیک هدفونه په نظر کی درلودل .

««««««««««««««««««««««««««««««

د بن په کانفرنس کی  امریکا ته نږدې کسان په حقیقت کی ټیکنوکراټان او د امریکا ، اروپا ، کاناډا او اسټرالیا په پوهنتونونو کی زده کړه کونکی وو . هغو له ذهنی نظره  د ربانی حکومت د پلوی کسانو او د ظاهره شاه د باچاهت غواړو په نسبت د امریکا او اروپا د نظر وړ قدرت له جوړښت سره چی په ظاهره لیبرل دیموکراسی بلل کیده ، ډیر غږمله وو. دغه ډول مسلو ته په پام سره وه چی د بن کانفرنس د پاې په ورځو کی قومی اختلافات رامینځته شول ، په دې ډول چی حاجی عبدالقدیر په دغې ادعا سره چی پښتنه په نوی حکومت کی خپل حقیقی استازی نلری ، د بن کانفرنس پریښوده .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د بن په لومړی کانفرنس کی د موجودو څلورو ډلو د ګډون کونکیو له جوړښته روښانه وه چی د شمال ایتلاف د نورو ډلو په نسبت په مناسب دریځ کی دې ، ځکه چی دا د شمال ایتلاف وو چی د طالبانو حکومت پرضد په خپل پاڅون او په شمال کی د امریکا او ناتو د عسکرو د ورنګ د شرایطو په اسانتیا او په داسې شرایطو کی د هغو نسبی امنیت تضمین چی طالبان تراوسه نه وو ، نسکور شوی ، د امریکا او ناټو عسکرو ملاتړ کړی وو ، دغه ایتلاف همداراز په کابل کی د ربانی په مشرۍ د اسلامی جمهوریت په احیا سره له  نورو ډلو په لوړ موقعیت کی وو ،

افغان سیاسی کارپیژاندې وحید مژده  د بن په لومړی کانفرنس کی د ګډون کونکیو جوړښت په دې ډول بیانوی ،

۱:د شمال ایتلاف استازی لکه محمد یونس قانونی ، حاجی عبدالقدیر ، محمد ناطقی ، محمد قسیم فهیم ، حسین اتوری ، امنه افضلی ، عبد ا... عبد ا... ، عارف نوروزی ، میرویس صادق ، عباس کریمی  او مصطفی کاظمی .

۲: د روم ډلې استازی لکه عبدالستار سیرت ، محمد امین فرهنګ ، عزیز ا... واصفی ، مصطفی طاهری ، هدایت امیر ارسلا ، سیماولی ، محمد اسحاق نادری ، رڼا منصوری  او زلمی رسول

۳: د قبرس ډلې استازی لکه همایون جریر  او اسحاق ګیلانی

۴:دپیښور ډلې استازی ، انور الحق احدی

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په هر حال د بن  په لومړۍ کانفرنس کی د راتلونکی قدرت جوړښت او د طالبانو ځای ناستی جوت شو چی په لیبرل او دیموکراتیک ځانګړنو سره معرفی شو . هغه جوړښت چی البته زیاتره یې د تیکنوکراټ او د افغانستان لویدیځ پلوه لیدتوګې منعکسولې او د افغانستان په داخل کې یې له میدانی حقیقت سره دومره اړخ نه لګوه . دغه جوړښت د افغانستان په داخلی مسلو کی د لویدیځو د لاس وهنو زمینه جوړونکی دی چی څرګندې بیلګې یې د افغانستان په دریمو پارلیمانی انتخاباتو کی ولیدل شوې .

«««««««««««««««««