د افغانستان تکړه لیکوال او کارپوه وحید مژده ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i86013-د_افغانستان_تکړه_لیکوال_او_کارپوه_وحید_مژده_ووژل_شو
 د افغانستان  د ازادو رسنیو ملاتړو هم د وحید مژده وژله یوه لویه علمي او ژورنالیستي  ضایعه ګڼلې او له امنیتي ارګانونو یې غوښتې چې  د  خبریالانو او کارپوهانو د سر ساتنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2019 16:22 Asia/Kabul
  •   د افغانستان تکړه لیکوال او کارپوه وحید مژده ووژل شو

 د افغانستان  د ازادو رسنیو ملاتړو هم د وحید مژده وژله یوه لویه علمي او ژورنالیستي  ضایعه ګڼلې او له امنیتي ارګانونو یې غوښتې چې  د  خبریالانو او کارپوهانو د سر ساتنه وکړي.

د افغانستان تکړه لیکوال او کارپوه وحید مژده ووژل شو

زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت افغان رسنیو ته وویل چې د کابل ښار د اومي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې  په وحید مژده برید وشو  چې پکې هغه شهید شو.

 د رارسیدلو راپورنو سره سره  نامعلومو  وسله والو موټر سيکل سپرو، د افغانستان  د سیاسي مسایلو په شناندي  وحید مژده چې د طالبانو د ډلې پخوانی غړی هم و د خپل کور په خوا کې ډزې وکړې.

ویل کیږي چې د مژده خپلوانو هغه شفاخانې ته وړی دی. طالبانو ته نزدې سرچینو په وحید مژده حمله تایید کړې خو  په دې وژله کې یې د دغه ډلې لاسلرنه رد کړې ده او حکومت یې د هغې مسوول ګڼلی دی.

 د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندویي نصرت رحیمي وویل چې وحیده مژده هغه وخت چې جومات ته د لمانځه لپاره روان و د روسیې سفارت ته نزدې د دوو موټر سیکل سپرو له خوا  په ډزو وویشتل او شهید شو.

 د افغانستان  د ازادو رسنیو ملاتړو هم د وحید مژده وژله یوه لویه علمي او ژورنالیستي  ضایعه ګڼلې او له امنیتي ارګانونو یې غوښتې چې  د  خبریالانو او کارپوهانو د سر ساتنه وکړي.

 وحید مژده په ۱۳۳۲ کال کې د افغانستان په شمال بغلان کې  په یوې باسواده کورنۍ کې زیږیدلی و او په ۱۹۷۷ کال کې یې د کابل د اقتصاد له پوهنځي لیسانس اخستی و.

   هغه له کمیونیسټي کودتا وروسته پاکستان او ایران ته هجرت وکړ او د جهاد په سیاسي پوځي او فرهنګي برخو کې فعال و او په وسله وال جهاد کې یې هم برخه اخستې وه. له هغه په مختلفو جهادي خپرونو کې ډیرې مقالې او شعرونه پاتې دي

 هغه د رباني د حکومت په وروستیو کلونو کې کابل ته راغی او په خارجه وزارت کې مشغول شو، د طالبانو له راتګه وروسته  یې پینځه کاله  په همدې وزارت کې د طالبانو لپاره کار وکړ.  هغه د طالبانو  په دوره کې  د افغانستان او پنج سال سلطه طالبان په نوم کتاب هم ولیکه.

 وحید مژده له تهران ریډیو سره له پخوا راهسې نزدې اړیکې لرلې او د هغه مرکې همیشه له تهران ریډیو خپرېدې. تهران ریډیو د هغه وژله غندي او د افغانستان خلکو او ژورنالسټي ټولنې او کورنۍ ته یې تسلیت وایي.