افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
-
افغانستان
ګوینده: ګرانو اوریدونکو! افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی نننئ پروګرام، د دغو دؤو هیوادونو د مهمو خبرونو په سرلیکو سره پیلوؤ، او وروسته بیا د افغانستان او پاکستان د مهمو بدلونونو تحلیلی راپورنه ستاسو حضور ته وړاندی کوؤ. هیله ده چی تر پایه پوری زموږ سره ملګری اوسئ.
په سر کی د مهمو خبرونو سر ټکی:
له افغانستان څخه د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر کتنه، په کابل کی ترهه ګره حمله، د افغانستان د جوزجان ولایت د مرکز د کلابندۍ په باره کی د طالبانو ادعا، په افغانستان کی د سی؛آی؛ای د سازمان په یوې اډې باندی په حمله کی د پاکستان رول، د هند او افغانستان په خلاف د پاکستان د تور لګونی دوام، په طالبانو کی د مشرتابه د کړکیچ د پایلو په باره کی، په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو د قوماندان څرګندونی، د افغانستان د امنیتی حالاتو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا د اندیښنې څرکندونه، د پاناما لیکس د اسنادو له خپریدو وروسته؛ د پاکستان په لمړی وزیر باندی د دباؤونو دوام، د فساد سره په مبارزې باندی د پاکستان د ځمکنیو ځواکونو د قوماندان ټینګار؛ او پاکستان ته د افغانستان د کابینې د اجرایې رئیس د سفر ځنډیدا، په تیره اونۍ کی د افغانستان او پاکستان له ډیرو مهمو بدلونونو څخه ده.
د پروګرام په دوام کی د دغو دؤو هیوادونو د بدلونونو، تحلیلی رپوټونه اورئ.
ګوینده: د ایټالیا خارجه وزیر،د افغانستان د هرات ولایت ته په سفر کی، د دغه هیواد خلګو ته د رُم له ۹۲ میلیون ډالریزې مرستې خبر ورکړ.
«پائولو جنتیلونی» د هرات له والی« محمد آصف رحیمی» سره په کتنه کی وویل: ایټالیا دغه مالی مرسته، د هرات – خواف د ریل پټلۍ د بشپړولو، او د هرات له ښار څخه د چشت شریف ؤلسوالۍ ته د ورغلې لارې د بیا جوړولو لپاره مختصه کړې ده.
جنتیلونی، د هرات ولایت د امنیت، روغتیایی چارو، ښوونې او روزنې، او کلتوری حوزې په مختلفو برخو کی د ایټالیا د پانګونې اهمیت ته په اشارې سره وویل: رُم، د افغانستان د بیا جوړونې، په تیره بیا په عمرانی برخه کی، د همکارۍ په دوام ورکولو باندی ژمن دئ. د هرات والی هم، پدې کتنه کی وویل: د ایټالیا د همکارۍ دوام لاښه راتلونکی ته د افغانستان د خلګو امید پیاوړی کوی. ایټالیا؛ د بریتانیې او جرمنې په شمول، د یو شمیر اروپایی هیوادونو په ملګرتیا، په ۲۰۱۲ م کال کی له افغانستان سره د استراتجیکې همکارۍ موافقه لاسلیک کړه.
د افغانستان او ایټالیا د همکارۍ ۱۸ ماده ایز موافقه لیک، د هرات، غور، بادغیس، او فراه په ولایتونو کی؛ د کرهڼیزې برخې په پراختیا پوری مربوط دئ. د ایټالیا دولت د دغه موافقه لیک په چوکاټ کی ژمن شوئ دئ، چی د پنځو کالو په موده کی، څه دپاسه ۶۲۰ میلیونه یورو؛ د بیا جوړونې له پروسې سره د مرستې لپاره، د افغانستان دولت ته وسپاری.
د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر له خوا، نوې اعلان شوې مرسته، افغانستان ته د سفر، او د هرات له ولایته د کتنې په ترځ کی، د دؤو هیوادونو د استراتجیک موافقه لیک په چوګاټ کی بڼه نیسی. د افغانستان دولت، د دغه هیواد د پخوانی ؤلس مشر، حامد کرزی په دوره کی، د ایټالیا په شمول له یو شمیر لویدیځو قدرتمنو هیوادونو سره، د استراتجیکو موافقو د لاسلیکولو له لاری، هڅه وکړه؛ چی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه هیواد سره د بهرنیو مالی مرستو د پروسې د دوام ضمانت وکړی.
البته، د افغانستان د استراتجیکې همکارۍ موافقه لیکونه، یواځی په اروپایی هیوادونو پوری نه محدودیږی، او هند لمړنی غیر لویدیځ هیواد ؤ، چی د کابل له دولت سره یی دغه سند لاسلیک کړ.
افغانستان ته د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر سفر، او د هرات له ښار څخه د هغه کتنه، د دی په ترځ کی چی کولای شی د افغانستان د بیا جوړونې او پراختیا په پروسه کی د کابل سره د رُم د مالی مرستو دلګولو د څرنګوالی د ارزونې لپاره یوه زمینه وی؛ دا فرصت رامنځته کوی چی، د دغه هیواد مقامونه د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر سره په خبرو اترو کی، د یاد هیواد د مرستو په ادامې باندی هم ټینګار وکړی.
ایټالیا، د ناټو د یو شمیر قدرتمنو غړیو، منجمله د امریکا او بریتانیې په اپوټه، د استراتجیکې همکارۍ د موافقه لیک په چوکاټ کی، له افغانستان سره د همکارۍ له دوام څخه د سیمې هیوادونو ته د ځانګړو لاسرسیو د آسانولو لپاره،د افغانستان له خاورې څخه د استفادې کولو په شمول، هدف نه تعقیبوی. شاید له همدې کبله ده؛ چی له ایټالیا سره د افغانستان د استراتجیکې همکارۍ د موافقې لاسلیکیدا، د یاد هیواد په سیاسی او رسندویی ټولنو کی، د عکس العمل د راپاریدو سبب نه شوه.
ګوینده: د امریکا د ملی امنیت یو پخوانئ سند، د دی بیانونکئ دئ چی د پاکستان د استخباراتو سازمان، په افغانستان کی د چپمن په کیمپ کی، د سی؛آی؛ای په یوې اډې باندی د حملې کولو لپاره، د القاعدې له ډلې سره مالې مرسته کړې وه. دغه سند چی پدی وروستیو کی څرګند او مطرح شوئ، روښانه کوی چی د پاکستان استخباراتی سازمان، د القاعدې سره یو اړوند سازمان ته، څه د پاسه ۲۰۰ زره ډالره ورکړی دي، تر څو د افغانستان د خوست ولایت، په چپمن کیمپ کی، د سی؛آی؛ای په اډه کی، ځان مرګې حمله ترسره کړی. دغه حمله، په ۲۰۰۹ م کال کی سرته ورسیدله، او له کبله یی د چاودنې د عامل؛ د اردن د یو استخباراتی افسر، او د یو تن افغان په شمول، لس تنه ووژل شول.
د افغانستان په خوست ولایت کی، د امریکا د سی؛آی؛ای د جاسوسی سازمان په یوه اډه کی، د چاودنې د کولو لپاره، د القاعدې له ترهه ګرې ډلې څخه، د پاکستان د مالی ملاتړ په باره کی د امریکا د دولت په وسیله ادعا شوې مسئله، ښیې چی سپینه ماڼۍ؛ د ټرور یزم سره په مبارزه کی، او له افراطی ډلو څخه د ملاتړ نه کولو په هکله، د اسلام آباد د کړچار په وړاندی ډیره بدبینه ده. له همدې کبله ده، چی په تیرو کلونو کی امریکا په ځلونو، د پاکستان دولت او پوځ پدی تورن کړی؛ چی د ټروریزم سره دوه ګونئ برخورد کوی.
د ټروریزم سره په مبارزه کی د امریکا او پاکستان د اختلافاتو لوړ حد، په ۲۰۱۱ م کال کی، د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کی د القاعدې د پخوانی سرغنی، اسامه بن لادن، د پټ اوسیدو له افشا کیدو وروسته،څرګند شو.وروسته له هغه چی د امریکا د سی؛آی؛ای سازمان لپاره ثابته شوه، چی بن لادن په پټه توګه، د ایبټ آباد په ښار کی اوسیږی، د امریکا کماندویانو په یو لړ پټو عملیاتو کی، پدغه پټن ځای باندی په حملې سره، د القاعدې پخوانئ سرغنئ وواژه.
په پاکستان کی د بن لادن د پټ ژوند په افشا کیدو، او د هغه په وژل کیدو سره، د دغه هیواد د هغه وخت دولت، د مخالفانو او د امریکا د دولت د زیاتیدونکو دباؤونو سره مخامخ شو. ځکه نو د هغه وخت واکمن ګوند، پیپلز پارټۍ، د مخالفانو د دباؤ له کبله مجبور شو، چی دغې دوسیې ته د خپلواکې رسیدګۍ لپاره، د تحقیق کمیسیون جوړ کړی.
د تحقیق کمیسیون وروستی راپور وښودل، چی د پاکستان دولت؛ پدی هیواد کی د بن لادن له پټ اوسیدو څخه خبر نه ؤو؛ مګر په عین حال کی، د سی؛آی؛ای سازمان ته د بن لادن د پټن ځای په آدرس، د څلورو لیکونو د وړاندی کولو په هکله، د پاکستان د استخباراتو د سازمان اقدام ته، د دغه راپور د یوې برخې اشاره، د دغه هیواد په پوځ باندی د پراخو نیوکو د کیدو سبب شوه.
دهغه څه په باره کی چی له القاعدې څخه د پاکستان مالی ملاتړ ویل شوئ دئ، د امریکا د ملی امنیت له پخوانیو سندونو څخه د یو سند خپریدا، کولای شی د دؤو هیوادونو په اړیکو کی د لازیات واټن، او د افراط پالنې سره په مبارزه کی د ادعا کولو په باره کی، د پاکستان د دولت او پوځ د څرګندونو په باب، د دغه هیواد د خلګو د بی باورئ سبب شی.
دغه خپور شوئ سند، چی په ۲۰۰۹ م کال کی د پیپلز پارټۍ په مشرۍ، د پاکستان د هغه وخت د دولت د مالی ملاتړ ښودنه کوی، کولای شی د دغه ګوند موقعیت کمزورئ کړی. دا احتمال هم شته، چی د القاعدې له خوا او د پاکستان په مالی ملاتړ سره،په ۲۰۰۹ م کال کی د افغانستان د خوست په ولایت کی د سی؛آی؛ای سازمان د اډې چاودنه، د ایبټ آباد په ښار کی، د بن لادن پټن ځای ته د ننوتو لپاره، د امریکا د خپل سر او بی اجازې اقدام په بدل کی شوې وی.
ګوینده: په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو قوماندان، جنرال جان نیکلسون اعلان وکړ: طالبان، د دغې ډلې د پخوانی سرغنی«ملامحمد عمر» د مړینې د خبر له خپریدا وروسته، د مشرتابه له کړکیچ سره مخامخ شوي دي. ده زیاته کړه: د طالبانو په ډله کی د مشرتابه کړکیچ د دی سبب ګرځیدلئ، چی طالبان د القاعدې ترهه ګرې ډلې ته لا نږدی شی.
د ملا عمر له مړینې وروسته، القاعدې ته د طالبانو د ډلې د لا نږدی کیدو په باره کی، په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو د قوماندان څرګندونې، د طالبانو د ډلې په داخل کی له موجودو شرایطو څخه، د ده تحلیل او شننه ده، چی نښانی یی په تیرو څو میاشتو کی، په طالبانو کی د دؤو اړخونو په جوړیدو سره څرګندې شوې.
د افغانستان د طالبانو د پخوانی مشر ملا عمر له مړینې وروسته، ملا اختر منصور د هغه ځای ناستئ شو؛ خو د دغې ډلې یو شمیر لوړ پوړو قوماندانانو د ملا اختر منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ. د طالبانو ناراضه غړیو، ملا محمد رسول د خپل مشر په توګه غوره کړ. نوموړئ د هغو طالبانو له جملې څخه دئ، چی د افغانستان د طالبانو په ډلې باندی،د ملا اختر منصور د مشرۍ له لمړۍ ورځې څخه یی، له هغه سره له بیعت کولو څخه ډډه وکړه.
د ملا عمر د ځای ناستی په مقام باندی د ملا اختر منصور له ټاکل کیدو وروسته، د طالبانو د ډلی په دننه کی د اختلافاتو پراخیدل، د دی سبب و ګرځیدل، چی د طالبانو د کویټې شورا، ملا اختر منصور، او د دغې ډلې لوړ پوړو غړیو ته د یو لیک په لیژلو سره، د داخلی اختلافاتو د ادامې له کبله، په هغوی باندی نیوکه وکړی. د افغانستان د طالبانو لوړ پوړو مشرانو ته د کویټې شورا د لیک د لیژلو با وجود، دغه اختلافات لږ نه شول،او حتی له هغه وروسته؛ د دغې ډلې څخه دریمې جلا شوې څانګې د موجودیت اعلان وکړ.
د افغانستان د طالبانو دریمه څانګه، د افغانستان د پکتیکا په ولایت کی، د ملا عبیدالله هنر په مشرۍ جوړه شوه.
ده په یو ویدویی فایل کی اعلان وکړ؛ د دغې ډلې زره تنه غړی، د پکتیکا، زابل، قندهار او غزنی په ولایتونو کی فعالیت لری. ملا هنر همداراز ادعا وکړه؛ چی ملا اختر منصور د پاکستان جاسوس دئ.
د افغانستان د طالبانو په ډله کی، د دریو اړخونو جوړیدو وښودل، چی ملا اختر منصور ندی کړای شوی د لوړ پوړو او منځنیو غړیو ترمنځ، د اغیز شیندنې او نفوذ له نظره، د دغې ډلې د پخوانی سرغنی، مرتبه او موقعیت لاسته راوړی.
د افغانستان په طالبانو کی د مشرتابه د کړکیچ له کبله، دا مسئله طبیعې ده چی، د دغې ډلې یو شمیر لوړ پوړی غړی، د القاعده او داعش په شمول، د نورو ترهه ګرو ډلو سره یوځای کیدو ته علاقه ولری.
د طالبانو په ډله کی د مشرتابه د کړکیچ په دوره کی، د دغې ډلې د ځواکونو ترمنځ د قهرجنو نښتو په باره کی، د یو لړ خبرونو خپریدو هم، په افغانستان کی د نورو ترهه ګرو ډلو سره د همکارۍ لپاره، د طالبانو انګیزه او علاقه زیاته کړې ده.
ګوینده: د افغانستان د طالبانو ډلې ادعا وکړه؛ چی د جوزجان ولایت مرکز، د شبرغان ښار، د دغې ډلې د ځواکونو په وسیله کلابند شوئ دئ. د طالبانو ډلې ویاند، ذبیح الله مجاهد، ادعا وکړه چی د جوزجان ولایت، د خوش تپه ؤلسوالۍ او د هغې په شاوخوا سیمو کی د دولتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښو زیاتوالئ موندلئ دئ، او د شبرغان ښار د یادې ډلې د غړیو له خوا کلا بند شوئ دئ.
د طالبانو ډلې همداراز وویل: په جوزجان کی د نښتې سره په یو وخت، د دغې ډلې ځواکونه د افغانستان په فراه ولایت کی، د دولتی ځواکونو سره د سختی نښتې په حال کی دي، او د دغه ولایت د بالابلوک ؤلسوالۍ د کنسک په سیمه کی یی، دوه دولتې اډې نیولې دي.
دغه حملې پداسی حال کی وې چی له دې وړاندی د طالبانو ډلې د یوې اطلاعیې په خپرولو سره، د ملا عمر په نامه د پسرلنی عملیاتو له پیلیدو څخه خبر ورکړئ ؤ. له دې وړاندی هم یو لړ راپورونه خپاره شول، چی ښودل یی طالبانو د افغانستان په شمال کی د بغلان ولایت یو شمیر سیمې، نیولې دي. د طالبانو په وسیله د ډنډ غوری ؤلسوالۍ د یوځلې بیا نیولو د خطر په هکله د بغلان د ولایتی شورا له خبر دارئ وروسته، یو لړ خبرونو دا مسئله تائیده کړه چی، دغې ډلې بیا هم د یادې ؤلسوالۍ ځینی برخې نیولې دي، او یو شمیر نورې سیمې یی هم کلابندې کړي دی.
د بغلان د ولایتی شورا غړی، بسم الله عطاش، خبریالانو ته وویل: طالبانو د جوی نو، او احمد زیو په کلیو باندی حمله کړې ده، او دغه سیمې یی ونیولې.
د ډنډ غوری ؤلسوالۍ، د دولتی ځواکونو او د طالبانو د ډلې ترمنځ، د نږدی ۴۰ ورځو درنو نښتو وروسته، د دغې ډلې له غړیو څخه پاکه شوې وه؛ خو طالبانو وکولای شول، یو ځلې بیا د هغې ځینی برخې ونیسی. د طالبانو له خوا د افغانستان د بغلان ولایت د ځینو برخو بیا نیولو، پدغه هیواد کی د یادې ډلې د پسرلنی عملیاتو د پیلیدو له اعلان وروسته،بڼه ونیوله. له دې وړاندی هم، د طالبانو په وسیله د هلمند ولایت د نیول کیدو په صورت کی د استعفا کولو په باره کی د ستانکزی څرګندونی، د دغه ولایت د بدو حالاتو، او د دغې ډلې له پرمختګ څخه د مخنیوی کولو لپاره، د هڅې بیانونکی وې.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست، معصوم ستانکزی، په هلمند ولایت کی د طالبانو د ډلې د نفوذ د زیاتوالی په باره کی، د یو لړ رپوټونو له خپریدو وروسته، ټینګار وکړ: چی دغه ولایت به د طالبانو لاسته ونه لویږی. ستانکزی زیاته کړه: یوه سخته جګړه روانه ده، او بیله شکه زیاتره جګړه ماران، د پاکستان له پولو څخه په تیریدو سره، افغانستان ته راځي. د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست، د طالبانو د ډلې وروستی پرمختګونه، له دغې ډلې سره د پاکستان د مرستو نتیجه وبلله.