په دې ورځ انقلابي شاعر اجمل خټک زېږېدلی
له نن څخه ۹۷ کاله پخوا د ۱۹۲۶ م کال د سپټمبر په ۱۵ مه نامتو انقلابي شاعر اجمل خټک د پښتونخوا په اکوړه خټک کې وزېږېد.
اجمل خټک په اویایمو او اتیا یمو کلونو کې په افغانستان کې وو او د پښتونخواپه څېر یې هلته هم د لر او بر پښتون د یووالي مبارزه جاري ساتلې وه.
د اجمل خټک لږترلږه ١٣ کتابونه او ١٨ رسالې چاپ شوي دي، چې له هغو ځینې په افغانستان کې او یو شمیر په پښتونخوا کې چاپ شوي دي.
دا د ارواښاد خټک یو شمېر چاپ شوي آثار دي:
۱- پښتو ادب کى تاريخ (اردو)
۲- پښتانۀ شعراء (پښتو)
۳- ژوند او فن (پښتو)
۴- د غيرت چيغه (پښتو)
۵- کچکول (پښتو)
۶- باتور (پښتو)
۷- دا زۀ پاگل ووم (پښتو)
۸- دوخت چغه (پښتو)
۹- گلونه تکلونه (پښتو)
۱۰- گل پرهر (پښتو)
۱۱- سرې غونچې (پښتو)
۱۲- ځنډ وخنډ (پښتو)
۱۳- عالمي ادب وخوشحال خان خټک (اردو)
۱۴- جلا وطن کی شاعري (اردو)
۱۵- افغان ننگ (پښتو)
۱۶- د ژوند چغه (پښتو)
۱۷- قيصه زما د ادبي ژوند (پښتو)
اروادې ښاده وي !
زه دانه وایم چې داراکړه یادارا
نورڅه نه غواړمه یوښکلې اشنارا
چې دیار دیونګاه نه یې قربان کړم
پاکه خدایه ج داڅلورکونجه دنیارا
اجمل خټک دوولس کاله پخوا د فبرورۍ په اوومه وفات شو. سږ کال یې د مړینې دوولسم کال وو.
(معلومات له تاند ویب پاڼې څخه)