کمالا هرېس رسمآ د دیموکرات ګوند د نوماندې په توګه غوره شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس د جمعې پر ورځ د ډېموکرات ګوند د استازو په داخلي رایاچونه کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کړ.
دا رای اچونه په مجازي توګه ترسره شوه او اغلې هرېس په کې د خپلو ګوندي ملګرو لخوا ولسمشرۍ ته د دې د نوماندۍ ملاتړ ځان لپاره ویاړ وباله.
د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته د هغې نوماندي به د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون لخوا چې ټاکلې روانه میاشت شیکاګو کې جوړ شوي، له غوښتنې وروسته رسمي بڼه خپله کړي.
کمالا هرېس لومړنۍ هنديتوکمه تورپوستې ښځه ده چې د امریکا د یوه ستر ګوند لخوا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندېږي.
که هغه په راتلونکو ټاکنو کې د ريپبلیکن ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ ته ماته ورکړي، نو د امریکا د تاریخ لومړنۍ ښځینه ولسمشره به شي.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ شا ته کېږي او دغه ماموریت لپاره خپله مرستیاله رامخ ته کوي.
تر ولسمشر بایډن وروسته نورو مهمو دېموکراتانو هم د هغې ملاتړ وکړ.
اغلې هرېس د جمعې ورځې په رای اچونه کې د ۲۳۵۰ استازو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره نوماندۍ لپاره اړین نصاب پوره کړ.
هغې وروسته یوه لنډه بیانیه کې وویل "موږ د امریکا پر ژمنه ایمان لرو او د ټاکنیز کمپاین موضوع مو هم همدا ده."
په بیان کې زیاته شوې "موږ دغه ډګر ته رادانګلي، پر دغه لوري مو حرکت کړی، دنده مو اسانه نه ده خو موږ به یې ترسره کوو."
د امریکا ډیموکراټ ګوند ویلي چې په ټول کې به د ګوند ۳۹۲۳ ټاکنیز استازي چې د ملي کنوانسیون ۹۹ سلنه برخه جوړوي، اغلې هرېس ته رایې ورکړي.
دا رای اچونه پنجشنبه پیل شوې او دوشنبه پای ته رسېږي.
۵۹ کلنه هرېس د کلیفورنیا په اوکلنډ کې زېږېدلې او د دیموکرات ګوند په نږدې ۲۰۰ کلن تاریخ کې لومړنۍ سیاستواله ده چې له یوه لوېدیځ ایالته د دغه ګوند نوماندۍ ته رسېږي.
هغې دنده د سانفرانسیسکو د څارنوالې په توګه پیل کړې وه، وروسته د کلیفورنیا لویه څارنواله او ورپسې سناتوره شوه.
تمه کېږي چې اغلې هرېس به په نږدې ورځو کې یا احتمالآ همدا راروانه دوشنبه خپل ټاکنیز مرستیال هم اعلان کړي.
کمالا هرېس نوماندۍ لپاره د ولسمشر بایډن د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته کمپاین او ټاکنیزو منډو ترړو لپاره د پیسو راټولول پیل کړي دي.
د هغې ټاکنیز ټیم د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې په جولای میاشت کې ورته له ۳۱۰ میلیون ډالرو ډېرې پیسې راټولې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډونلډ ټرمپ ټیم بیا تېره میاشت ۱۳۸ میلیون ډالر راټول کړي دي.