د ایران حملې اسرائیل په ټپه درولی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو نن سهار راپور ورکړ د ایران د غچ اخیستونکي حملې انتظار د صهیونیسټ رژیم د چارواکو او د نیواکي فلسطین د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی.
د صهیونیسټ رژيم راډیو اعتراف وکړ د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له ټرور وروسته اسرائیلیان په ویره او ډار کښې دي او هغوې هره شیبه د ایران لخوا د اسرائیلو د ټرور عملیاتو ته د ځواب د ورکولو په انتظار دي.
د صهیونیسټ رژیم استخباراتي ادارې هم هڅه کوي د خپلو متحدانو په مرستې سره د حملې د ډول ډول والي، هدف او د وخت په هکله اطلاعات ترلاسه کړي.
د اسرائیلو رژيم راډیو خالي سړکونو او هغو اندیښنو ته په اشارې سره چې د صهیونیسټانو په مخونو کښې ښکاره دي هغه د کورونا ویروس وخت ته ورته وبلل.
بل خبر دا چې د صهیونیسټ رژیم د یوه مرکز د نظرسنجیو د نتیجو پراساس د نیواکي فلسطین اویا فیصده وسیدونکي په راتلونکو میاشتو کښې د خپل ژوند د حالت په هکله اندیښمن دي.
د سي جی ايي صهیونیسټي مرکز د نظر سنجې پراساس نهویشت فیصده صهیونیسټان له نیواکي ټاټوبي څخه د تښتیدا په فکر کښې دي.
دغه نظر سنجې وښودله اوویشت فیصده صهیونیسټان احساس کوي چې په تیرو میاشتو کښې د دوې شخصي امنیت بد پړاو ته رسیدلی دی.
دغه نظر سنجې زیاتوي پنځوس فیصده صهیونیسټانو په طوفان الاقصی عملیاتو کښې تاوانونه ولیدل یا په خپل ګاونډ کښې داسې کسان پیژندي چې د دغو عملیاتو له کبله یې تاوانونه لیدلي دي.
د صهیونیسټ رژيم د ټوریزم دفترونو هم وویل په نیواکي ټاټوبو کښې هستوګنه زرګونو صهیونیسټان د صهیونیسټ رژیم او د لبنان د حزب الله ترمینځ د جنګ د زیاتیدا له ویرې له نیواکي فلسطین څخه د تښتیدا په حال کښې دي.