امریکا له اسرائیلو سره ۳۰۵ میلیارډه ډالره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/radio/event-i151198
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ چې واشنګټن به د پوځي وسلو او د تجهیزاتو د اخیستلو لپاره د اسرائیلو رژیم ته درې سوه پینځه میلیارډه ډالره ورکړي.
(last modified 2024-08-10T01:05:26+00:00 )
Aug 10, 2024 05:31 Asia/Kabul
  • امریکا له اسرائیلو سره ۳۰۵ میلیارډه ډالره مرسته کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ چې واشنګټن به د پوځي وسلو او د تجهیزاتو د اخیستلو لپاره د اسرائیلو رژیم ته درې سوه پینځه میلیارډه ډالره ورکړي.

سي این این ټیلي ويژن د امریکا د خبرو چارواکو په قول راپور ورکړ دغه پوځي تجهیزات او وسلې به سمدستي صهیونیسټ رژيم ته ورنکړل شي بلکې په راتلونکو کلونو کښې به د اسرائیلو رژیم دغه وسلې ترلاسه کړي.

دغه راپور زیاتوي دغه مرستې د څوارلس اعشاریه یو میلیاډه ډالرو د لګښت د لایحې یوه برخه ده چې  په تیرو میاشتو کښې د امریکا د ولسي جرګې کانګرس لخوا تصویب شوي ده.

سي این این ټيلي ويژن زیاته کړه دغه بودجه اساس هغه ډالر دي چې د اسرائیلو رژيم کولای شي د خارجي پوځي مالي تامین د پروګرام په وسیله له امریکا څخه د پرمختللیو وسله والو سیسټمونو او د نورو تجهیزاتو د اخیستلو لپاره ترې استفاده وکړي.

دغه اقدام په داسې بڼه کښې ترسره کیږي چې په سیمه کښې تاوتریخوالي زیات شوي دي او صهیونیسټ رژیم د ایران د احتمالي غچ اخیستونکي حملې لپاره چمتو کیږي.