د اسرائیلو جعلي رژيم نور ۵۴ فلسطینیان هم شهیدان کړل
(last modified Fri, 13 Sep 2024 05:36:55 GMT )
Sep 13, 2024 10:06 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو جعلي رژيم نور ۵۴ فلسطینیان هم شهیدان کړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم پوځ په خپلو نویو جنایتونو کښې د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو کښې څلورپنځوس فلسطینیان شهیدان کړل.

د غزې تړانګې په مرکز کښې پروت په النصیرات کیمپ کښې په دریو کورونو باندې د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو په ننیو حملو کښې اته فلسطینیان شهیدان شول او اتویشت نور هم ژوبل شول.

پرون هم د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په حملو کښې شپږویشت فلسطینیان شهیدان او لسګونو نور ژوبل شوي وو.

د فلسطین روغتیا وزارت وویل چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه د صهیونیسټ رژيم په حملو کښې یوڅلویښت زره او یوسل اتلس کسان شهیدان او څه د پاسه پینځه نوي زره نور ژوبل شوي دي.

صهیونیسټ جعلي رژيم د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو او د ځینو عربو هیوادونو په هراړخیزه ملاتړونو سره په غزې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطینیانیو پراخه وژله پیل کړي ده چې اوس هم دوام لري.

د اسرائیلو د دغو جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقوقو د ارګانونو چوپتیا د فلسطینیانو د وژلې د دوام سبب شوي ده.