د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر اسلامي ایران ته راځي
(last modified Sun, 10 Nov 2024 23:56:27 GMT )
Nov 11, 2024 04:26 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر اسلامي ایران ته راځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي به د ایران په بلنه په راتلونکي چهارشنبې ورځ تهران ته راشي.

اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره د ایران د چارواکو رسمي خبرې به راتلونکي پنجشنبې ورځې ترسره شي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر دغه راز د روان میلادي کال په مي میاشتې کښې هم ایران ته راغلی و.

دا واک ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له رسیدا وروسته ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر لومړی سفر دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاو کښې په غیرقانوني او یواړخیزه توګه له نړیوالې اټومي موافقې خپل هیواد ایستلی و او د ایران پرضد یې زیات ظالمانه بندیزونه هم لګولي وو چې تراوسه دوام  لري.

اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره د اروپايي هیوادونو ټولې هڅې ناکامه دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په تیرې سه شنبې ورځ خبریالانو ته وویل زه نه غواړم چې ایران ته تاوان ورسوم خو ویې ویل ایران باید اټومي وسلې ونلري.

د ایران اسلامي جمهوریت تل د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره هڅه دروغ بللي ده او ټینګار یې کړی دی چې د تهران اټومي پروګرام په کامل ډول سوله ئیز دی.