د یمن انصار الله غورځنګ به له خپل اصولي دریځ شاتګ ونکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر «سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي» ټینګار وکړ د یمن خلک د فلسطین له ملت څخه په ملاتړ کښې له خپل اصولي دریځ څخه شاتګ نه کوي.
هغه په دې خبرې سره چې دښمن له یمن سره مقابله نشي کولای وویل همدا اوس په یمن باندې د امریکا او د انګلستان د تیریو یو کال تیریږي خو د یمن خلک به له خپلو اصولي، انساني او اخلاقي اعتقادي دریځو څخه شاتګ ونکړي.
بدرالدین الحوثي د صهیونیسټ رژیم په سنګرونو باندې د یمن د وسله والو ځواکونو حملو ته په اشارې سره وویل روانه اونۍ په نیواکي فلسطین ، بن ګوریون هوايي ډګر ، نواټیم هوايي اډې او د بیت المقدس په جنوب کښې د بریښنا په یوه مرکز باندې د توغندوي حملو په شمول زیاتې حملې وشوې.
هغه په دوام کښې دی فلسطین په ملاتړ کښې د شهید قاسم سلیماني رول ته په اشارې سره وویل شهید قاسم سلیماني د فلسطین د خلکو په حمایت او د فلسطیني مجاهدانو په ملاتړ کښې ډیر مهم رول درلود.
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر بدرالدین الحوثي وویل هغه څه چې د ایران اسلامي جمهوریت ورسره مخامخ دی د هغه سترې ونډې په خاطر دي چې د فلسطین له ایډیل او د فلسطین له مجاهدانو په ملاتړ کښې یې کوي او د هغو اقداماتو په دلیل دي چې د مقاومت د بیلابیلو جبهو د ملاتړ لپاره یې ترسره کوي.
هغه د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې د «کمال عدوان» روغتون سوزولو او په کامل ډول ړنګولو ته په اشارې سره وویل دښمن د کمال عدوان روغتون په سوزولو او کامل ډول ورانولو سره یو تر ټولو ناوړه جنایت ترسره کړی دی