نتانیاهو د بندیانو د تبادلې د ځنډولو فیصله کړي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فیصله کړي ده چې د فلسطیني بندیانو د تبادلې د دوهم پړاو خبرې اترې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره د ده تر خبرو اترو پورې وځنډول شي.
د اسرائیلي او د فلسطیني بندیانو د تبادلې د دوهم پړاو خبرې اترې ټاکل شوي وې چې سبا له سره پیل شي خو اوس د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر نتانیاهو حکم ورکړی دی چې د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره زما له کتنې مخکې دې کوم پلاوی قطر ته وانستول شي.
د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو او د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي« اسټیو ویټګاف »موافقه کړي ده چې د بندیانو د تبادلې د دوهم پړاو خبرې اترې په واشنګټن کښې پیل شي او ویټګاف به له دغه کتنې وروسته د قطر له لومړي وزیر او د مصر له لوړرتبه چارواکو سره خبرې وکړي.
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو نیت لري چې د خبرو اترو مدیتریت بدل کړي او «ډیرمر» د دوهم پړاو د خبرو اترو د ټیم مشر کړي او داپه داسې حال کښې ده چې د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې موساد مشر او د کورني امنیت ادارې شاباک مشر به هماغه راز په نوي ډلې کښې پاتې وي.