د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ایران ته راځي
Feb 23, 2025 06:02 Asia/Kabul
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې او نړۍ په تړاو د خبرو اترو لپاره ایران ته سفر کوي.
تسنیم خبري اژانس پرون د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي په حواله راپور ورکړی چې لاوروف به په دې وروستیو ورځو کې تهران ته راشي.
د بقایي په وینا، دا سفر به د ایران او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو مشورو او همدارنګه د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د خبرو اترو په چوکاټ کې ترسره شي.
د راپور په حواله، د روسیې بهرنیو چارو وزیر به له خپل ایراني همڅنګ سره د خبرو ترڅنګ له نورو ایراني چارواکو سره هم وګوري.
د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد حکومت پرځېدل به د دواړو لوریو ترمنځ د بحث یو مهمه موضوع وي.
ټیګونه