د امریکا یوه خبریال ولسمشر ټرامپ یو احمق خو هوښیار کس وباله
Mar 11, 2025 06:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه خبریال مائیکل وولف چې د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په هکله یې څلور کتابونه لیکلي دي ټرامپ له احمق کیدا سره سره یو ذهین سړی بللی دی.
مائیکل وولف په یوې مرکې کښې وویل زه خلکو ته وایم چې ولسمشر ټرامپ د ولسمشر په توګه مه ګڼي او هغه یو اداکار یعني لوبغاړی دی.
هغه وویل ادارکار یعني لوبغاړي ډیر بې وقوف وي خو هغوې ته د خپلو ناظرینو او د خبرو د اوریدونکو کسانو پته وي.
د امریکا دغه خبریال مائیکل وولف وویل د دغه خبرې ته مو پام وي چې ډونالډ ټرامپ څوارلس کاله په یوې مشهورې ریلټي شو کښې کار کاوه او دا داسی تربیت دی چې بل کوم سیاستوال ته نه دی ملاو شوی.
ټیګونه