د پاکستان پوځیانو په شمالي وزیرستان کښې شپاړس ټروریسټان وژلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پوځ د افغانستان سرحد ته نږدې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د شپاړیو غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ.
د پاکستان پوځ د افغانستان له خاورې پاکستان ته د هغه څه چې د ترهګرو عناصرو نفوذ کول یې وباله د شنډولو خبر ورکړ او ویې ویل د پوځ په عملیاتو کښې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې شپاړس غړي ووژل شول.
د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر« ایي ایس پي ار» وویل چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د شمالي وزیرستان د غلام خان کلي په سرحدي سیمه کښې له افغانستان څخه د پاکستان داخل ته د ترهګرو عناصرو د یوې ډلې مشکوک حرکت ولیدل شو او د هرډول راتګ د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام ترسره شو.
له یرغلګرو سر د پاکستان د پوځیانو په ډزو کښې د فتنه الخوارج په نوم د تحریک طالبان پاکستان شپاړس غړي ووژل شول.
د پاکستان پوځ د افغانستان د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې په خپله خاوره کښې د سرحدونو د مدیریت لپاره اغیز شیندونکي اقدامات ترسره کړي.
پاکستان یوځل بیا په افغانستان غږ وکړ اجازه دې ورنکړي چې ترهګر عناصر د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هیوادونو پرضد استفاده وکړي.
دغه پیښه کابل ته د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق له رسمي سفر په یووخت شوي ده.