د اسرائیلو نیواکګر رژیم د فلسطینیانو د وینو له څښلو نه مړیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله وویل
په نړیوالو اوبو کښې د غزې تړانګې د څه د پاسه دوو میلیونو تر کلابندۍ لاندې خلکو لپاره د بشر دوستانه مرستو په وړونکي کشتۍ باندې د صهیونیسټ رژیم نا ځوانمردانه حمله د دې ښودنه کوي چې دغه رژیم د وینو له څښلو نه مړیږي.
حزب الله په دې هکله د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ په یوې غیر پوځي کشتۍ چې بشري مرستې پکښې وې حمله د نړیوالو قوانینو او دودونو او د انساني ارزښتونو ښکاره خلاف ورزۍ ده او یوځل بیا ثابتوي چې د اسرائیلو نیواکګر رژیم هیڅ یوه نړیوال پریکړه لیک ته احترام نه کوي او له ترهګرۍ او بدمعاشۍ پرته بل هیڅ کړچار نه پیژندي او خپلو غوښتنو ته د رسیدا لپاره له هیڅ ډول نړیوالو ممنوع اوزارونو استفاده کولو ډډه نه کوي او د فلسطینیانو د وینو څښلو ته دوام ورکوي.
د لبنان حزب الله په پاې کښې په نړیواله سویه او د عربو هیوادونو لخوا د صهیونیسټ رژیم د نیواکګر رژیم د دغه جنایت په پراخه سویه د غندلو غوښتنه وکړه.
صهیونیسټ رژیم پرون سهار په یوې کشتۍ چې بشري مرستې پکښې بار وې او د غزې تړانګې د کلابندۍ د ماتولو لپاره دغه سیمې ته روانه وه مالټا هیواد ته نږدې په سمندر کښې د بې پایلوټه الوتکې حمله وکړه.