ملګروملتونو د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو هرکلی وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک»وویل دغه نړیوال ارګان د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو هرکلی کوي.
هغه پرون د ترکیې، د مصر او د قطر په مینځګړیتوب سره د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو د له سره پیلیدا په هکله له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ د هر هغه اقدام چې د تاوتریخوالي د کمیدا او په تیره بیا په مینځني ختیځ سیمه کښې د تاوتریخوالو د کمیدا لپاره ترسره کیږي هرکلی کوو.
د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک ډاګینه کړه مونږ تل د فعالو خبرو اترو(ډيپلوماسۍ) لپاره د هرې هڅې ملاتړ کولو لپاره چمتو یوو.
هغه دغه راز وویل د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د کوربه هیواد د حکومت په موافقت سره د اسټریا ښاریز «کریسټین وایګانډ»په ایران اسلامي جمهوریت کښې د ملګروملتونو د مقیم غږملونکي په توګه وټاکله.
دغه ټاکل د فرورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه اجرايي شوي دي.