ایرانی میرمنې
هغه وایی زما له نظره د وطن له خدمت کولو زیات سپیڅلی هدف نشته او ما د معلمی په نظام کې د ویاړمنې ایرانۍ ټولنې د یوې غړی په توګه هڅه کړ ی ده ځوان محصل نسل خدمت وکړم او زما د علمی ژوند ستر ویاړ په کلتوری ، اجتماعی او علمی ډګرونو کې د زما د محصلینو بریالیتوب دی
د کیمیا په علم کې له کیماوی موادو سره کار ضروری او مهم دې او د هغو میرمنو شمیر چی د تاریخ په اوږدو کې په دغه څانګه کې ورداخلې او لومړنی ځایونو ته رسیدلی دي ، کم ندې . نن سبا ایران د علمی ودې له نظره د سیمې په هیوادونو کې په ډیرو علومو کې لومړې مقام لری او په دې مینځ کې په کیمیا علم کې له نورو علومو ډیر مخکې دې . په ایران کې د علم له تولید شل فیصده په کیمیا پورې اړه لری . په تیلو ، ګازو ، پیټروکیمیکل او معادنو د هیواد د اقتصاد د تکیې په دلیل د کیمیا علم ځای حسابیږی او په ایران کې په دغه څانګه کې علمی او څیړنیز بریالیتوبونه ډیر زیات او اوڅاره دي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
پروفیسره افسانه صفوی چی په شیراز کې په ۱۳۳۴ کال کی زیږیدلی ده ، د کیمیا په علم کې مخکښه ده . هغې په ۱۳۵۰ کال کې په شیراز کې لیسانس وکړ او په ۱۳۵۵ کال کې د علومو د وزارت د لومړی سکالر شپ سره د انګلستان بیرمنګم پوهنتون ته لاړه . په ۱۳۵۷ کال کې یې ماسټری او په ۱۳۶۰ کال کې د کیمیا په څانګه کې ډاکټریټ ترلاسه کړ او د ایرانی لومړنۍ میرمنه وه چی د استادۍ رتبې ته رسیدلی وه .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ډاکټر افسانه صفوی د ایران د کیمیا د انجمن د غوره او تلپاتی څیرو دشپږم نندارتون یوه څیره ده . دغه ایرانۍ متخصصې میرمنې تراوسه په معتبرو علمی نړیوالو مجلو کې څه د پاسه ۲۷۰ مقالې چاپ کړي دي او ۲۵۰ مقالې یې په داخلی او بهرنیو کانفرنسونو کې وړاندی کړی دي . دغو مقالو ډیر استنادات در لودلی دی او څو ځله په بیلا بیلو غونډو کې برتر عنوان شوی دي . ډاکټر صوفی همداراز د کیمیا په څانګه کې د پروفیسر عبدالسلام د نړیوالې علمی جایزې ګټونکی هم ده هغه همداراز د دریمې نړۍ هیوادونوډیرو مقالو لیکونکی پوهه میرمن ، د پوهې نښې ګټونکی ، د هیواد د بیلګې استادې درلودونکی ، څو سکالرشپونونو درلودونکی او د داخلی او بهرنی جایزو ګټونکی ده چی د جرمنی هامبوسټ سکالرشپ ته پکې اشاره کولې شو .
د میرمن صفوی له نورو فعالیتونو د ایران د علومو او ټیکنالوجۍ د مجلو په تحریریه پلاویو کې غړیتوب ، د فارس ولایت د ژواک چاپیریال د ادارې په سلارې رول کې خدمت کول او د معتبرو نړیوالو مجلو د مقالو ریفری توب ته اشاره کولې شو .
میرمن ډاکټر صفوی همداراز په ۲۰۱۸ کال کې د علومو د نړیوالې اکیډمۍ جایزه وګټله او توانیده د اکیډمۍ معتبره جایزه میډال لیکچر وګټی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د کیمیا په علم کې د میرمن صفوی وخت تیرول یوازې د زده کړې پړاو ته محدود نشو او له ډاکټریت ترلاسه کولو وروسته زیات وخت حتی په کور کې علمی کار ته بیل کړ . هغه که معمولی شانته فرصت هم پیدا کړی نو د محصلینو مقالې تصحیح کوی ، د هغو تیسیز لولی او د هغو علمی پوښتنو ته ځواب ورکوی . تراوسه هم چی په پوهنتونو کې د استادې په توګه تدریس کوی محصلین تر شپې له هغې سره په تماس کې دی . میرمن پروفیسر صفوی همداراز د ډاکټریت د ۴۱ رسالو ، ۵۵ تیسیز ، سپرسته او لارښونکی او د شپږو پوسټ ډاکټریټ پروژو سرپرستۍ په خپله کارنامه کې لری . هغه وایی زما له نظره د وطن له خدمت کولو زیات سپیڅلی هدف نشته او ما د معلمی په نظام کې د ویاړمنې ایرانۍ ټولنې د یوې غړی په توګه هڅه کړ ی ده ځوان محصل نسل خدمت وکړم او زما د علمی ژوند ستر ویاړ په کلتوری ، اجتماعی او علمی ډګرونو کې د زما د محصلینو بریالیتوب دی . شپږ ، اوه ساعتونه په پوهنتون کې کار کوم او همدغه اندازه کار په کور کې کوم . له دغو موردونو پرته په ډیرو بیلا بیلو داخلی او نړیوالو نندارتونو او کانفرنسونو کې مې ګډون کړی دې . دغه ډول د کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لری چی خدای تعالی ما ته دغه نعمت راکړې دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه د یوې بریالۍ میرمنې د ځانګړنو په اړه وایی
زما له نظره په۹ ټولنه کې د میرمنواو سړیو لپاره د بریالیتوب لارې متفاوتې ندی ځکه چی بریالې انسان هغه دې چی په ژوند کې مشخص هدف تعقیبوی او هغه لپاره سمه پلانونه کوی او خپل هدف ته د رسیدا لپاره سمه لاره کچ کوی . پر دې سربیره هغه څیز چې له انسان سره په ژوند کې او بریالیتوب ته د رسیدا لپاره مرسته کوی په خدای تعالی توکل او په دغه خبره باور دې چی غوښتل ، ترسره کول دي . د بیلګې په توګه د هر انسان لپاره ممکنه دی چی په ژوند کې سخت او نامناسب شرایط ولرلې شی چی په ډیرې هڅې او کوشش سره سره ناهیلې شی . دلته ده چی په خدای تعالی توکل د هیلې په رامینځته کولو کې ډیر اغیزمن کیدلې شی .
هغه زیاتوی داسې ډیر روښانه شواهد لرو چی زمونږ د ټولنې میرمنې په بیلا بیلو علمی ، کلتوری او هنری ډګرونو کې ځلیدلی او په دغو ډګرونو کې د فعال شتون لپاره ضروری ځان باورۍ ته رسیدلی دي .
باید چی په ځان باورۍ پیاوړی شی تر څو د ټولنې په بیلا بیلو ډګرونو کې د ایرانۍ میرمنو د زیات بریالیتوب شاهد ووسو . له نیکه مرغه د ودې او فعالیت زمینه برابره شوی ده . زه پخپله واقعا په خپلو علمی فعالیتونو کې هیڅ وخت د یوې میرمنې په توګه د یوه بل سړی همکار زیات له خنډ سره نه یم مخامخ شوی انو دا خبره مې نده احساس کړی .
««««««««««««««««««««««««««««««
ډاکټر صفوی خپلو محصلینوته د یو ډول پړاونو د تیرولو او مطالعاتی فرصتونو لپاره له ایرانه د تللو سپارښتنه کوی او باوری ده له ایرانه تلل د محصلینو لپاره ښه دی ، په څو علتونو ، محصلین له بیلا بیلو تحقیقاتو او علمی فضا او نورو تحقیقاتی ډلو سره بلدیږی او دا سبب کیږی چی ځان باورۍ ته ورسی او پوهه شی چی مونږه په ایران کې د تحقیقاتو په زمینه کې له دنیا شاته نه یو ، محصل ځی او وینی چی هغه څیړنې چی په ایران کی ترسره کیږی ، د دنیا له پرمختللیو هیوادونو کارونو او څیړنو کمې ندی . په هر حال دا ډیره ښه ده چی ایرانی محصل له نږدې د دنیا د ورځې له څیړنیز او تعلیمی سیسټم اوامکاناتو سره بلدتیا ولرلې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
میرمن پروفیسر صفوی د کیمیا علم د اهمیت په اړه وایی د پرمختللیو هیوادونو د هدف ټاکلو او حرکت لارې جاج ښی چی اساسی علومو په تیره بیا کیمیا ته اهمیت ورکول د هغو د ودې او پرمختګ یو دلیل دی ځکه چی د علم دغه برخه د تخنیکی ، مهندسی ، کرهڼې ، طبی او نورو علومو بیخ بینا ده . کیمیا د هغه علم څانګه ده چی د موادو له ترکیب ، جوړښت ، ځانګونو ، غبرګونونو او کړچار له مطالعې سره اړه لری . له دې امله کیمیا یو مرکزی علم نومول کیږی . دغه علم زمونږ د هرې ورځې د ژوند ضرورت دې او په هغو خوړو کې چی مونږه یې خورو ، هغه هوا چی تنفس یې کووو و هغه اوبه چی څښو یې ، شتون لری ، هر څیز د کیما د بهیرونو نتیجه ده او بالاخره دا چی د کیمیا پوهه کولې شی پایداره نړۍ ته د رسیدا په لاره کې ضروری ټیکنالوجیکې پراختیا لپاره اړتیاوړ پوهه برابره کړی .
پای