د انسان پاله فلاسفر علامه محمد تقي جعفري په یاد کښې
د علامه جعفري په ځانګړتیاؤ کښې د حوزې او پوهنتون او د پخوانیو او اوسنیو علومو د سره نښلولو لپاره د دوي دوامداره هلې ځلې شاملې دي.
کریم یو نانوايي و او هیڅکله به یې بې له وضو اوړو ته لاس نه وروړه. د دغه نانوايي چې حتی مکتب یې هم نه و ویلې، حافظه دومره پیاوړې وه چې د ښار د واعظانو اکثره خبرې به یې په ځیر او تفصیل سره نورو ته بیانولې. په کومه زمانه کښې چې په تبریز کښې قحط راغلی و، یوه شپه کریم په ډیره سخته دوه ډوډۍ او لږه مټايي واخیستله. د لارې په غاړه یې په یو کنډر کښې دوه کسان ولیدل چې یوه مرداره چرګه یې په لاسو کښې وه، هغه چې دا ولیدل نو یوه ډوډۍ او لږه شیریني یا مټايي یې هغوي ته ورکړه. دغه وخت هغوي لاسونه دعا ته پورته کړل او د زړه له سوزه یې وویل: ای مهربان سړیه! لوې او بخښونکې خدای دې تا ته یو صالح او نیک فرزند درکړي او دا څنګه چې دې مونږ خوشاله کړو، رحیم خدای دې تا په هغه خوشاله کړي.
لږه موده نه وه تیره چې د کریم زوی د علم او پوهې او معنوي په اوج کښې وځلیده او د ترټولو غوره انسانانو یعنې د علماؤ او پوهانو په لیکه کښې راغی چې ګفتار، کردار او آثار یې د ټونې د نورو پرګنو لپاره تله ده.
آیت اللہ محمد تقي جعفري په حوزې او پوهنتون کښې د ډیرو شاګردانو په روزلو سره د هیواد د پوهانو په تولنې باندې ستر حق واړوه. له اسلامي عرفان او فلسفې واخلې د علم تر تاریخ او نورو علمي بحثونو پورې د هغه د مختلفو درسونو خوند تراوسه د هغه د شاګردانو په خولو کښې پاتې دی.
د تل یادو ویناؤ کول او د نهج البلاغه له شرحې او تفسیر نه واخلې د مثنوي معنوي تر تشریح او توصیف پورې یې د ډیرو کتابونو لیکل، د ایران اسلامي تمدن او کلتور ته د استاد د خدماتو یوازې یوه برخه ده ځکه چې لامهمه برخه یې د هغوي په زړه پوري، معنوي او کم ساري شخصیت پورې اړوندیږي. د علامه جعفري د تواضع او خاکسارۍ ترڅنګه د هغوي علمي دبدبه، د ځواب ورکونې د ژمنتیا ترڅنګ د پوښتنې روحیه، د شوخ او تاند بیان ترڅنګ علمي جدیت، د ښکلې آذري لهجې ترڅنګ په فارسي او عربي ادبیاتو باندې تسلط، د مسلمانو او غیرمسلمو مخاطبانو په وړاندې زغم او اسلامي اخلاقو ته د پاملرنې ترڅنګ له نړیوالې علمي ټولنې سره پراخه اړیکه د هغوي له روحي او علمي ښکلاؤ څخه دي.
هغه به د اسلام او قرآن له عظمت او ویاړ پرته د بل هیڅ څه په هکله فکر نه کوه او په دې لاره کښې به یې له هیڅ کوششه ډډه نه کوله. یاد دې تل ژوندی وي.
محمد تقي جعفري ځیني ابتدايي درسونه او قرآنِ پاک له خپلې مور نه زده کړل. هغه چې کله د شپږو کالو و نو د تبریز په اعتماد ښوونځي کښې یې یوازې څلورم او پنځم کلاس ووایه . د محمد تقي پیاوړې حافظې به ټول خلک حیرانول، داشان چې د کلیله و دمنه قصه به یې له یادو ویله او د سختو عبارتونو تشریح به یې کوله. د ژوند د لګښتونو د برابرولو په وجه مجبور و چې د سهار مهال به یې زده کړه کوله او مازیګر به یې کار کوه.
محمد تقي په ۱۳۱۹ لمریز (۱۹۳۰ میلادي) کال کښې د زده کړو د دوام او د حوزې د لوړو زدکړو لپاره تهران ته راغی او بیا قم او نجف ښارونو ته لاړ. په نجف کښې له مشهور فیلسوف، فقیه او روڼ اندي ارواښاد محمد رضا مظفر سره او د بغداد پوهنتون د تکړه ریاضي پوه احمد امین سره یې همفکري سبب شوه چې د (فقهې او فزکس)، (فلسفې او ښکلا پیژندنې)، (تاریخ او سایکالوجۍ) او داسې ځینو نورو ډول ډول پوهو په لړکښې، د هغو نویو علمونو په افقونو باندې چې له لویدیځه راغلي وو، سترګې پټې نه کړي اود لویدیځ او اروپا د علمي تمدن او له رنسانس نه د وروسته پړاؤ په ادبیاتو کښې علمي ګامونه پورته کړي.
هغه ایران ته له راستنیدو وروسته د خپل عمر تر پاې پورې تحصیل، تدریس او تحقیق وکړ. په کال ۱۳۷۶ کښې د ایران د هغه وخت ولسمشر سید محمد خاتمي د علم او تحقیق په ډګر کښې د محمد تقي جعفري د پنځوس کلنو خدماتو په درنښت کښې د پوهې د اولې درجې نشان هغوي ته ورکړ.
د محمد تقي جعفري په غونډو کښې به عموماً ځوانانو او محصلینو ګډون کوه. په هم دې وجه به تل د شاه په رژیم پورې د پيئلو عواملو له خوا ګواښل کیده. هغوي مدعي وو چې هغه په هم دغه جوهري حرکت او په خپلو فلسفي او عرفاني ویناو سره ځوانان په مبارزانو بدلوي او د حکومت خلاف یې لمسوي. */*/*/*/*/*/*
د علامه جعفري له ځانګړتیاؤ څخه د حوزې او پوهنتون او د زړو او نویو علمونو د اتصال لپاره د هغوي دوامداره هڅه وه. په دې لړ کښې هغه د خپلې نیمې پيړۍ په علمي او تحقیقاتي فعالیت کښې له ۱۰۰ ټوکو زیات کتابونه او رسالې ولیکلې.
علامه جعفري په هغو ټولو صلاحیتونو سره چې په ختیځ او لویدیځ نړۍ لید او د هستۍ په پیژندګلوۍ کښې یې درلودل، هڅه وکړه چې حضرت علي علیه السلام په سمه توګه وپیژني او په بهترینه توګه یې وپیژني. په دې لړ کښې هغه ډول ډول مکاتب او مختلفې نظریې میدان ته راوغوښتلې او د استدلال په قدرت سره یې وښودله چې نهج البلاغه د خالق کلام نه دی خو د هر مخلوق له کلامه لوړ دی او مطالب یې که په سمه او بشپړه توګه روښانه شي نو سراسر حقیقت او صحیح دی او په کښې هیڅ کوږوالی او غلطي نشته. په دې برخه کښې یې د نهج البلاغه د شرحې او تفسیر په لړ کښې ۲۷ ټوکه کتابونه په یادګار پریښودل. د دوي وفات سبب شو چې دغه کتاب یوازې تر ۱۶۶ خطبې پورې تشریح کړي.
استاد جعفري د نهج البلاغه د شرحې سریزه په تفصیل سره د انسان او انساني رسالت مسئلې ته ځانګړې کړې ده او وایي چې که د نهج البلاغه شرحه په انساني رسالت او دندې سره پیل شوې او که دغه ټوله شرحه په انسان پورې په اړوندو افکارو ښکلې شوې ده نو وجه یې د ده چې امام علي بې له دې لارې، نه شي پیژندل کیدې. د علامه جعفري له نظره د امام علي علیه السلام له پیژندګلوۍ هدف یوازې د تاریخ په یو پړاؤ کښې د یو ټاکلي شخصیت پیژندل نه دي ځکه چې د امام علي پيژندل په حقیقت کښې د هغو قوانینو د یوې ټولګې پیژندنه ده چې په بشپړ او کامل انسان کښې عملي شوي دي. د هغه په وجود کښې له هر ډول منفي ګروهنو د حضرت علي علیه السلام خلاصون او له ټولو فردي، اجتماعي او تاریخي زولنو د هغه آزادي او په وجود کښې یې د ډول ډول ارزښتونو تحقق، هغه، په ټولو د یو ګران الهي انسان یوه بشپړه نمونه ګرځولی دی. دوي ټینګار کوي چې د امام علي علیه السلام د شخصیت د پیژندنې لپاره باید د ژوند په هکله د هغه حضرت لیدتوګه تفسیر کړی شي، امام علي به ژوند داسې تفسیروه چې (خوند او غم)، (ویره او ماتې) او د ژوند ټولې ناپایدارې پیښې د هغه لپاره د زر ماتیدونکو بوړبړکو په شان ګڼل کیدې نو په دې وجه ضروري ده چې وړومبې د هغه انسانیت او رسالت مطرح کړو او د امکان تر حده د هغه د حقیقي ارزښتونو او اصالتونو د ښودلو هڅه وکړو بیا علي او د هغه نهج البلاغه توضیح او تفسیر کړو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
دغه ستر پوهاند د افکارو او رایو د تبادلې په موخه د برتراندراسل، روژه ګارودی، پروفسور عبدالسلام او پروفسور روزنتال په شمول نړیوالو شخصیتونو سره د علمي خبرواترو او مذاکرو څه باندې ۷۰ غونډې لرلې دي چې له ۵۰ زیاتې یې د (تکاپوی اندیشه ها) په نامه یو کتاب کښې خپرې شوې دي. علامه صیب د دغه کتاب په سریزه کښې وايي: دا څه چې راته په دې دیرشو کلونو کښې ثابت شول، دا حقیقت دی چې که مسائل او غیرعلمي او ګټه لټونکې او سلطه غواړې هدف نیونې او مسائل په حقیقت پالنې او حقیقت لټونې کښې دخالت ونه کړي نو د مادي او معنوي ژوند په لوړو اصولو کښې بشري تفاهم دومره پراخ او ژور دی چې کوې شي د حق ضایع کیدو او نابودونکو تضادونو د دوام مخه ونیسي.
استاد جعفري ډیر فلسفي افکار د ادبیاتو د نړۍ د مخکښانو له آثارو او ادبیاتو راویستل. له هنر او ادب سره یې مینې هغه دې ته اړ کړ چې له یو لاک نه زیات د فارسۍ او عربي ژبې شعرونه او قصیدې او نظمونه او هم داشان د لویدیځ د ادبیاتو ځینې برخې حفظ کړي. مولانا او د هغه شعرونو ته د هغه ځانګړې پاملرنه د مولوي د مثنوي معنوي د تفسیر په لړ کښې د ۱۵ ټوکه کتاب د لیکلو سبب شوه. په حقیقت کښې د دوي هنري آثار هم داشان د اسلامي حکمت او فلسفي له نظره د هنر یوه اصیله سرچینه ده.
علامه جعفري د بشري حقوقو او په اسلام کښې یې له بشري حقوقو سره د پرتلې په لړ کښې یو مفصل کتاب لیکلی دی چې په انګریزۍ ژبه هم ترجمه شوی دی. څلویښت کاله په مختلفو پوهنتونونو کښې د علامه جعفري شتون هم د دوي یوه رول لوبونه ده.
ډاکټر مهدي ګلشني علم، اخلاق او موقعیت پیژندنه د علامه جعفري درې څرګندې ځانګړنې ګڼي او وايي: د زمانې په تقاضو باندې پوهیدل د علامه یوه ستره ځانګړنه وه.
علامه جعفري د (انسان و جهان) په نامه کتاب په لیکلو سره یولړ بدیع او نوي مطالب وړاندې کړل. هغه هم داشان د طبیعت او فطرت په مطالعې ډیر ټینګار درلود او ویل به یې: هیڅ دین له انسانه نه غواړي چې په طبیعت سترګې پټې کړي او د عناصرو په کشفولو کښې هڅه ونه کړي او که علم او فلسفه د دین په خدمت کښې راشي نو معقول ژوند ته به ورسیږو. علامه جعفري باوري و چې ساینس د ټولو پوښتنو ځواب نه شي ورکولې او نړۍ ته یوازې یو هراړخیز نظر ځواب ویونکی کیدلې شي او دین د یو نړۍ لید له وړاندې کولو سره مرسته کولې شي
د دغه ستر عالم د آثارو لوستل او څیړنه د لټون او پوښتنې روحیه غوړوي او یاد یې لاتل پاتې کوي. هغه د ۱۳۷۷ کال د لړم په ۲۵ نیټه له دنیا سترګې پټې کړې.
*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی