ایران سیل
له تاریخی ودانیو او لرغون پیژندنې سره دلچسپۍ لرونکیو لپاره د طبس ماڼۍ جالبه اود لیدلو قابل ځای دې
د طبس ښار د طبس ولسوالۍ مرکزد ایران یو تر ټولو ښکلې ریګستان دې چی ډیرې تاریخی ، کلتوری اوطبیعی جاذبې لري . د ایران په مرکزی ریګستان کې د طبس جغرافیایی موقعیت په ذهن کط یوه وچه او بیابانی سیمه انځوروی او په دغه ښار او د هغه په شاوخوا کلیوکې په ګرځیدو سره له حیرتونکیو منظرو سره مخامخ کیږو . طبس یو ښیرازه ښار چی واټونه او بلوارونه یې له نارنج ، خرمه او زیتون ونو ډک دي . د نارنج تازه او ستر باغونه ، د خرماو ستر باغونه او ډیرې چینې د هر نوی لیدونکی لپاره بی ساری منظره وړاندی کوی . په ریښتیا چی طبس د میلمه پالو ، مهربانو او ښه مزاج لرونکیو خلکو سره د ایران د مرکزی ریګستان په زړه کې جنت دې چی په پرانیستی غیږې سره د ټوریسټانو منونکې دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
له تاریخی ودانیو او لرغون پیژندنې سره دلچسپۍ لرونکیو لپاره د طبس ماڼۍ جالبه اود لیدلو قابل ځای دې . د طبس ماڼۍ چی د سیمې د ځای خلکوترمینځ په کهن دژ مشهور دې ، د دغه ښار یوه تر ټولو زړه تاریخی ودانۍ ده او نن سبا د هغه له عظمت او پرتم څه زیات ندي پاتې . هغه قله چی نن یوه کنډوله ده ، یووخت د ناصر خسورو په شان د مهمو کسانو کوربه وه او په خپل زر کلن تاریخ کې دډیرو پیښو او تاریخی واقعاتو شاهده ده .
د دغې سیمې د خلکوله کلتور سره دزیاتې بلدتیا لپاره مناسبه ده د طبس د خلکو پیژندنې له میوزیم سره بلد شو .د طبس د خلکو پیژندنې میوزیم په باغ خان مشهور د عمادالملکی په وقف شوی ځای کې ۴۴۰۰ مربع میټر مساحت لري ، جوړ شوی دې . په حقیقت کې میوزم د حمام خان باندې مشهور د زاړه ښار په زړه حمام ځای کې جوړ شوی دې .
هغه ټول شیان ، څیزونه او تابلوګانې چی په میوزم کې کیښودل شوی د کلتور ، ادابو ، دودونو ، دستورو ، د معرفي کولو او د ولسوالۍ د مشرانو ، ویاړمنو کسانو مشغلې ، خبرې وغیره نندارې ته وړاندی شوی دي . همداراز د حرفه ای کارونو په برخه کې هم د سیمې د ځای خلکو بیلا بیل څیزونه نندارې ته وړاندی شوي دي . هغه څیزونه ، لوازم او اسناد چی په دغه میوزم کې پرته دي ، له بیلا بیلو پړاونو سره اړه لري چی له ۳۰۰ تر ۸۰۰ کلونو ته ورګرځی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په دغه ښار کې له تاریخی ودانیو علاوه نورې ډیرې جاذبې هم موجودې دي چی دغه ښار ته سفر نور هم جذابوي . د طبس له ریګستانی سیمو معرفی کولو مخکې یوې مشهورې جاذبې معرفی کولو ته تاسو ته بلنه کوو چی هغه باغ ګلشن دې چی د طبس ښار سمبول بلل کیږی . دغه باغ د ایرانی یو ډیر ښایسته باغ دې چی په زندیه پړاو کې جوړ شوی دی . دغه باغ اوه هیکټره پراخولې لری او پکې یو ستر تلاب په دریو فوارو سره وجود لری ،د دغو فوارو اوبه له چینو تامینیږي او په هغې خاصې معمارۍ سره چی لری یې د کار کولو لپاره بریښنا ته اړتیا نلری ، او د اوبو له هغه دباو سره چی له کوهی ووځی ، کار کوی .د دغه باغ طبیعی تالابونه او ابشارونه د طبیعت حیرانتیاوې دي چی دغه باغ ته یې نه بیانونکی ښکلا ورکړی ده .
د کجورو ونې ددغه باغ تر ټول زړې ونې دي چی په څنګ کې یې د انارو او نورو ډول ډول میوو او ښکلیو بوټیو ونې او بوټی لیدل کیږي . په دغه باغ کط یوه ښکلی ودانۍ موجوده ده چی د خپلې معمارۍ د سټایل په دلیل د تاج محل وړکوټی بیلګه بلل کیږی . دغه ودانۍ په ښکلیو تالابونو او بوټیو سره یوه جذبونکی فضا رامینځته کړی ده . د ګلشن باغ په څلوروګوټونو طراحۍ سره د ایران یوازنې باغ دې اوډیر خلک یې د ایران د یوه ښکلی باغ په توګه یادوی . باغ ګلشن په ۱۳۵۵ کال کې د ایران د ملی اثارو په لیسټ کې ثبت شوی دې . مناسبه ده پوهه شئ د دغه ودانۍ له مځکې لاندې او په ۲۰۰ مربع میټر مساحت سره د کاڼو او مځکې میوزم جوړ شوی دی . دغه میوزم ډیر حیرانونکې دې او پکې ډول ډول کاڼی ، ۵۰۰ میلیون کلن فسیلونه او معدنی مواد د عمومی خلکو نندارې ته وړاندې شوی دي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
بی شکه د طبس یو ډیر بهترین او ښې ابو و هوا لرونکی ځای د طبس ښار په ۳۰ کلومیټرۍ کې د مزتضی علی چشمه ده . دغه ښکلی چینه په لوړو دیوالونو سره په یوه دره کې ده او په ډیر جذبونکی لاره له پلی تګ وروسته چینې ته رسو .
معمولا د ګرمو اوبو چینې تل او په هر ځای کې ډیرې مشهورې او جذبونکي ځایونو کې راځي ، خو د مرتضی علی چینه د معمولی ګرمو اوبو چینه نده . دغه چینه د ګرمو او یخو اوبو ترکیب دې چی تر ۳۰۰ میټره پورې د یوه بل په څنګ کې پرمخ ځی او د جلا کیدا وړ دی . تاسو د تلاب یوې خوا ګرمې او بل خوا سړې اوبه حس کولې شئ . په حقیقت کې هغه اوبه چی له شاوخوا چینو د کلی اصلی سیند ته ورځی ، ځینې ګرمې او ځینې سړې دي او همدغه چاره سبب کیږی چی ځینې وختونه د سیند په دو برخو کې د اوبو درجه حرارت لس درجې یا حتی زیات سره توپیر لری . ظاهرا په اوبو کې موجود املاح د سړو او ګرمو اوبو د یو ځای کیدا خنډ کیږی . د دغې چینې اوبه پر دې سربیره چی د سیمې باغونو او پټیو ته ورځی ، د درملیزو خاصیتونو په دلیل چی لری یې ، د عضلانی او پوستکی ناروغیو لپاره هم ګټه لری . له چینې په لږ واټن کې د شاه عباسی بند دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د شاه عباسی بند دلیدلو لپاره چی یو ډیر مشهور او بې سارې بند حسابیږی ، باید د طبس په ۲۷ کلیومیټرۍ کې د خرو ټوریسټی کلی ته لاړ شو . د شاه عباسی بند په ۶۰ میټره لوړوالی او یو میټره پلنوالی سره کابو ۷۰۰ کاله مخکې یوه بل نږدې دو غرونو ترمینځ جوړ شوی او د خښتو ودانۍ لری چی په برخه برخه یې په کاڼو سره تاج جوړ شوې دې .
د بند خاصه معمارۍددغې عظیمې ودانۍ په جوړولو کې د ایرانی معمارۍ لوړ وس ښودنه کوی . ځینې د شاه عباسی بند د نړۍ تر ټولو نازک ، ستر او زوړ قوسی بند په توګه یادوی . د بند جوړول په دې ډول دي چی د بند شاته هیڅ رسوب نه راغونډیږی او تمه کیدلې شی چی دغه بې سارې بند د زرګونو کلونو لپاره له مرمت و ساتلو و مدیریت پرته خپل اصلی کارندوالې ولرلې شی . په تیرووختونو کې له دغه بند ښار ته د اوبو د ورتګ د کنټرول لپاره استفاده کیدله .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د طبس دیوې بلې مشهورې جاذبې د لیدلو لپاره کال سردر درې ته ورځو . دغه ښکلی دره په همدغه نوم دښته کې پرته ده او هغې په اړه جالبه دا ده چی له لیرې نه ښکاری . په حقیقت کې په سر در دښته کې له برابرې لارې وهلو وروسته سملاسی یوه حیرانونکی دره وینو چی ښکلا یې نه ختمیدونکی ده .
د طبس یوه بله ښکله د مالګې سیند یا هماغه کل طبس دې چی نمونه یې په ډیرو کمو ځایونو کې لیدلې شو . دغه خاص ښکارنده چی د طبس ښار د شمال لویدیځ په ۲۰ کلومیټرۍ او د محمد اباد کلی په اته کلومیټرۍ کې پروت دی چی د طبس د طبیعت یا نیچر متفاوته جلوه انځوروی .
د طبس د مالګې په سیند کې د مالګې بلوراو سانچې په ریګستان کې ډیره ښکلی او داسې تماشایی منظره رامینځته کوی چی نمونه یې بل چیرته نشې لیدلای .
بهتره ده لږ هم د طبس مهمژ جاذبې یعنی د هغه ریګستان په اړه خبرې وکړو . د همدغه ریګستان او ریګستان ګرځیدنې په دلیل ډیر خلک طبس ته ورځي . د میناولو لپاره د حلوان په ګرمو او نرمو ریګو ګرځیدل ډیر جالب دي . دغه ستر ریګستان د طبس د شمال ختیځ په ۹۰ کلومیټرۍ او حلوان کلی ته نږدې پروت دې او پکې د استیپی ، د بادام په شان ماسه ای ، د م ګاوی اړو قیج په شان بیلا بیل بوټي بیدا کیدلې شي . په حلوان کلی کې یو غار هم شته چی په حلوان غره مشهور دې . د حلوان غر د طبس له بهترینو ټوریسټی جاذبو بلل کیږی . د دغه غره په کاڼو د کارپیژاندو د جاجونو په اساس دغه غر ۱۶۰ میلیون کاله زوړ دې چی د مینځنی ژوراسیک پړاو ته ورګرځی .
پای