نوښتونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i113490-نوښتونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې   د نوښتونو نومې لړۍ له ننني یو څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت  کې  یوو،په دغې لړۍ کې په ایران کې د تر ټولو نوي نوښتونو او اقتصادي ، کلتوري،هنري  او پوځي پيښو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2022 12:15 Asia/Kabul
  • نوښتونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې   د نوښتونو نومې لړۍ له ننني یو څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت  کې  یوو،په دغې لړۍ کې په ایران کې د تر ټولو نوي نوښتونو او اقتصادي ، کلتوري،هنري  او پوځي پيښو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

  دوستانو په ننني مطلب کې بیا په ټيکنالوجيکي حوزې کې درسره غږیږو،  د توانمنو خصوصیاتو په دلیل له توانه ډک بنیادي سلولونه ،  په بدن کې د موجودو ټولو ډول ډول سلولونو سره په توپیر کې  د خپل نامحدود نوي توان په څير ، د ماډرن جوړښتي طب لپاره یو مناسب آوزار  دي . څيړنو ښودلې ده چې په هرې سرطاني دانې کې  له سلولونو څخه محدود شمیر ، د سرطاني بنیادي سلولونو  په نامې سره ، د فینو تیپي(د بایو کیمیکل درملنې روده چې مائيکروبونه ورسره معلومیږي)  نرمښت او د بنیادي توان په درلودلو سره ،د کیمیکل درملنې او Radiation therapy   په وړاندې د سرطاني دانوپه وړاندې  د مقاومت  ، له  دانې څخه ددغوسرطاني سلولونو د ویستلو   او دغه راز د  دانې لرونکي بدن په نورو برخو کې د نوو دانو د رامینځةکیدا، پراختیا  او رابرسیره کیدا  دندې په غاړه لري . 

 د سرطاني دانو د جرړه  وچَوَلو په خاطر د سرطاني بنیادي سلولونو د  په نښه کولو لپاره دد رملنې مختلفې رودې او کړچارونه  پراخ شوي دي .د سرطاني بنیادي سلولونو په باب  د ترسره شوو څيړنو  دجمع بندۍ په خاطر،د علم او فرهنګ په پوهنتون او د  رویاّن په څيړنیز مرکز کې کې څیړاندو په دې زمینې کې ډیرې مقالې لیکلی او مطالعه کړي دي . دغه مقالې په پیل کې د سرطاني بنیادي سلولونو د سرچینې په باب مختلفې لیدتوګې بیانوي . تر ټولو زیاته توجه  دې نظرئې ته ده چې سرطاني بنیادي سلولونه ، د هغو ډيرو واړو  او کوچینو  جنین په شکل سره،د بنیادي سلولنونود نامنظمیدا  نتیجه ده  چې په مختلفو جوړښتونو کې شته  او  هغه جوړښت ته مخصوص دبنیادي سلولونو په توګه  پيژندل کیږي.

   د سلولو نو په دغو دوو ډلو کې د  توانمنو  جینونو د بیان ورته والی،د  لازیاتې تئورئ سموالی پیاوړی کوي . په دوام کې،په دغې مقالې کې،د توانمنو بنیادي سلولونو(Pluripotent stem cells) او سرطاني بنیادي سلولونود  مشترکو خصوصیات   بیان شوي  ، د سرطان په مطالعاتو کې   او دغه راز د سرطاني بنیادي سلولونو سره  دمقابلې لپاره  ددغو سیلولونو په وسیله  د خوندي ساتلو د سسټم د روزلو  په څیر دهغو ددرملنې د کارندوالو په مطالعاتو کې  د توانمنو بنیادي سلولونو(Pluripotent stem cells) پر پوټینشل  بحث کوي . ددغې مقالې په نهایت کې ، داسې جمع بندي کوي ،چې د توانمنو بنیادي سلولونو  او دسرطاني بنیادي سلولونو  ورته والی او شباهت ، د سرطاني بنیادي سلولونو په ضد اینټي جینونو یوه سرچینه  برابرولی شي ، چې د  دانی یا ټیومّر  ضده واکسنونود تولید په څير د سرطان یا کینسر  دمخنیوي  دلارو چارو غوټه به خلاصه کړي .

Image Caption

 

 دغه مقاله  په سټیم سیل ریویؤ اینډ رپورټس(  Stem Cell Reviews and Report)  نومې نړیوالې خپرونې کې هم چاپ شوې ده .

 د اومیکرون وئيریّنټ په خپریدا،په دنیا کې د موجودو اوسنیو ټولو واکسنونو په وسیله د تولید شوو اینټي باډيز  په باب ددغه ویریّنټ باندې مشتملو علمي راپورونو په خپریدا او د هغو د اغیزشیندنې  په کمیدا سره   او  همداراز د وا کسنونو د نوي کولو او اپډیټ کولو  لپاره د واکسنو تولیدونکو  ته د روغتیا دنړیوالې ادارې  په سپارښتنو سره ، برکت درمل جوړونې شرکت او د شفافارمډ شرکت په ګډه،په ایران کې د اومیکرون ویروس  له پيژندګلوۍ یوه میاشت وروسته  د دغه  اومیکرون  ته د مخصوص  واکسن تولید نتیجې ته ورسوۀ او  د  واکسن  مطالعه ئې په حیواناتو  اجرا  کړه ، چې  دمطالعاتو نتیجه  ، د نوي واکسن په وسیله د اومیکرون ویرّینټ  په سلو کې سل د شنډولو  ښودنه ئې  کوله .

    د شفافارمډ کارخانې دعمومی مدیر په وینا،د ایران روغتیائي چارو وزارت،اومیکرون ویرّینټ ته مخصوص واکسن د حیواني مطالعاتو له علمی مستنداتو او بریالیتوب ارزونې وروسته،د برکت پلاس واکسن د انساني  آزمیښت مطالعې د پیلولو اخلاقي کوډ صادر کړ  او د برکت درملن جوړونې  ډلې په ټولګې کې ددغه واکسن انساني ټسټ ډیر زر پیلیږي .

 ددغه  مدیر په وینا،په دغې مطالعې کې  له اتلس کلونو زیات عمر لرونکي درست خلک،چې مخکې ئې د کوو ایران برکت یا سینوفارم  نومې واکسن دوه ډوزه پیچکاري کړي وي او د دوهم ډوز له پچکاري کولو کابو درو میاشتو تیریدا سره،له لومړنیو طبي ارزونو او د مطالعې د معیارونو له درلودلو وروسته،د اومیکرون واکسن د پیچکاري کولو کاندید کیدلی شي. په دغې مرحلې کې به دوه سوه لسو کسانو ته  واکسن پیچکاري شي  او لومړنۍ نتیجې به ئې  دوه اونۍ وروسته ترلاسه او د خوړو او درملو جوړونکو  چارو ادارې ته وړاندې شي .تر دې دمه د شفافارمډ  کارخانې په تولیدي لیکو کې د کوو  ایران برکت  واکسنو  کابو شپیته ډوزه تولید شوي دي . همداراز د شفا  فارمډ نومې کارخانې  کې د ؛برکت پلاس؛ واکسن ډير تولید هم پیل شوی څو د انساني ټسټ کلینیکلي مطالعې ختمیدا وروسته،او د لازمو مجوزونو په اخستو پسې  د عامو خلکو په  اختیار کې هم ورکول کیږي .

 د دغو مطالعاتو راپور  په بائيو ارکایو (آرشیو) سایټ کې دمقابلې د مسودې په توګه خپور شوی دی .

   په تیرې اونۍ کې د تهران د پوهنتون  د ژواک چاپيریال  دپوهنځي د علمی پلاوي غړی ډاکټر روح ا... نوري،د؛نیچر کورنۍ د خپرونو د ټولګې، Scientific Reports  خپرونې د تحریریه پلاوي د غړي په توګه وټاکل شو .

 دتهران د پوهنتون  د ژواک چاپيریلا  د انجنیئرینګ  پوسټ ګریجویټس ډلې دغه اسسټنټ پروفیسر  په      Web of Science (WOS)     د نورو پنځو مجلوپه تحریریه پلاوي کې د غړیتوب  مخینه لري  چې په دغو مجلو او خپرونو کې   Science of the Total Environment (Elsevier)،

، Paddy and Water Environment (Springer   Research\ (IWA)، Water (MDPI)  Hydrology (MDPI)  نومې مجلې یا خپرونې شاملې دي .

دغه څيړاند، په همداوروستیو کې  د تهران پوهنتون له یوشمیر څيړاندوسره  یو ځاي ،د  امریکا دعلومو د ملی اکاډمۍ د  مقالو د ټولګې په خپرونې کې د  ؛  په انساني مرکز کې د ایرانیو  اوبو زیرموکمښت

؛( Human-centered decline of Iranian aquifers)   په عنوان سره یوه مقاله خپره کړې ده . په دغې مقالې کې د  پام وړ موضوع اهمیّت ته په پام سره  ؛نیچر خپروندوئې ؛ هم پخپل ویب پاڼې کې  د تهران پوهنتون ددغه څيړاند  دمقالې  د بریاؤ یوه  خلاصه خپره کړې ده .

   همداراز په ایران کې  په یوې هنري بریا کې،په همدا وروستیو کې  د عباس غزالي ، په ډایریکټرئ سره  د ؛لبخند ماسک؛ نومې لنډ فلم ،د فلمونو    

CINEQUEST FILM FESTIVAL     په نامې سره یودیرشمې جشنوارې ته لاره ومونده .

 دغه پيښه  چې د  اسکار اکاډمۍ دتائيد وړیوه جشنواره ده ،هر کال د اګست له شپاړسمې تر نهه دیرشمې نیټې پورې،له درستې نړۍ د برلاسه  استعدادونو د کشفولو لپاره  د  امریکا د کیلیفورنیا ایالت د سن خوزه ښار په سیلیکون ویلي کې ترسره کیږي  او په نهایت کې   تر ټولو غوره او ښه لنډ فلم  اسکار اُکاډمۍ ته معرفي کیږي .

Image Caption

 

د عباس غزالي  په  دریم لنډ فلم کې د کرونائي پيښو د اوج ، د  تیزابو د شیندلو ،او د نقاب تر شا د پَټو موسکاؤ په څير په تراخو  او مشخصو ټولنیزو وضوعګانو باندې ارزونې شوي دي  .

ددغه لنډ فلم  د کیسې په خلاصې کې راغلي دي ؛خوب مو دا نه ؤ ؛::::

 خوږو دوستانو د نوښتونو نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو  چې د وروستیو او تازه خبرونو، تبصرو ،راپورونو ،مرکو  او ډول ډول دیني ،کلتوري ، اقتصادي ، سپورټي  او ټولنیزو  مطلبونو  د لیدو لپاره  د تهران ریډیو د انټرنیټ پاڼې ایډریس  PARSTODAY.COM/PS     درسره نوټ کړئ او له خپلو  ملګرو او دوستانو سره ئې هم شریک کړئ ،  همداراز تاسو په دغه انټرنیټي درک باندې د تاسو خپل پروګرام ، ستاسو په خطونو ،پیغامونو ،شعرونو ښو ښو لیکنو او غږیزو پيغامونو باندې مشتمل  هرکله راشه پروګرام هم په ژوندۍ بڼه او هم په آرشیو کې  آوریدلی شئ ، نو تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو، سرلوړي ووسئ .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************************************