د ایران کورنۍ وړتیاوې-۵ (تیل او ګیس)
ګرانو مینه والو په دې لیکنه کښې د تیلو او ګیس په صنایعو کښې د ایران تولیدي ظرفیتونه څیړو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ۱۴۰۱ لمریز کال شعار (تولید، بنیادي پوهه او کار زیږونکی) ونوموه. په هم دې لړ کښې مو د کال د شعار په هکله مو (د ایران کورنۍ وړتیاوې) تر عنوان لاندې یوشمیر پروګرامونه برابر کړي دي چې تاسو عزیزاتو ته یې وړاندې کوو. د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو د ایران د کرهڼې، سیمنټو، فولادو یا اوسپنې او پټروکیمیکل جاج واخیسته. په دې ننني پروګرام کښې د تیلو او ګیس په صنایعو کښې د ایران تولیدي ظرفیتونه څیړو.
د تیلو صنعت په نړۍ په تیره بیا په ایران کښې ډیر اغیزناک او ستر صنعت دی. تیل سربیره پر دې چې په نننۍ نړۍ کښې د انرجۍ د تامین ستره سرچینه ده، د مختلفو هیوادونو د ملي قدرت او نړیوال اعتبار په ټاکلو کښې هم یو مهم رول لوبوي.
د ایران د تیلو وړومبني کوهي څخه په ۱۹۰۸ میلادي کال کښې په مسجدِ سلیمان سیمه کښې ګټه پورته شوه. له هغو راهیسې د انرجۍ برخه په تیره بیا تیل او ګیس د ایران د اقتصاد ترټولو مهمه برخه ده ځکه چې د هیواد د عایداتو ستره برخه له دې لارې برابریږي.
ډیر کلونه وشول چې د تیلو برخه د ایران په اقتصاد کښې د هیواد دملي عاید ستره ونډه برابروي او په حقیقت کښې دا برخه د هیواد په اقتصاد کښې یو ستر او مسلط رول لري. د هیواد د ټولو جاري او عمراني مخارجو په نسبت د حکومت د تیلو د عایداتو نسبت له ۱۳۵۰ نه تر ۱۳۹۷ کاله پورې په اوسط توګه ۴۶ فیصده پاتې شوی دی. د ایرام په عمومي بودجه کښې د تیلو ستره ونډه تر دې وروستیو پړاؤنو هم جاري وه داشان چې دغه ونډه په تیرو شلو کالو کښې څه باندې ۴۱ فیصده وه.
د پراختیا د پنځه کلنو پروګرامونو د هدف ټاکنې سره سره، دا حقیقت نه شي پټیدلې چې د هیواد اقتصاد لاهم د تیلو په عایداتو ولاړ دی. له ۵۵ ډیر کلونه وشوله چې د طبیعي ګیس او تیلو تولید د ایران د انرجۍ د زیرمو په ټول تولید باندې سیوری کړی دی.
ایران له ډیرو لسیزو راهیسې د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان (اوپک) او هم د ګیس د صادرونکو هیوادونو د سازمان یو مهم غړی پاتې شوی او په هم دې وجه یې سیاسي او اقتصادي اړیکې تر ډیره د تیلو او انرجۍ په برخه کښې د موقعیت تر اغیزې لاندې دي.
ایران له طبیعي زیرمو یو ډک او بډایه هیواد دی. د امریکې د انرجۍ د اطلاعاتو د ادارې د رپورټ له مخې ایران له ونزویلا، سعودي عربستان او کاناډا وروسته د اومو تیلو د ثابت شویو زیرمو له نظره څلورم مقام لري او د ګیس په برخه کښې له روسیې وروسته د نړۍ په دویم نمبر دی. د ایران د تیلو اثبات شوي ذخایر هم دا اوس تقریباً ۱۶۰ میلیارډ بیرله او د ګیس ثابت شوې زیرمې یې هم ۳۴ ټریلین مکعب میټره دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د وزارت د احصائیو له مخې، تراوسه پورې د نړۍ د اثبات شویو تیلي زیرمو څخه چې ډول ډول اومه تیل او مایعات په کښې شاملیږي، کابو نیمايي برخه راخیستل شوې ده خو سره له دې چې ایران د تیلو د تجارتي تولید په وړومبنیو پیلونکو هیوادونو کښې راځي، د خپلو تیلو د ۱۶۰ میلیارډ بیرلو اثبات شویو زیرمو له دریو نه څه باندې یوه برخه یې رایستلې ده.
د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په دې تیرو څلویښتو کلونو کښې د تیلو د ۳۶ او د ګیس د ۳۷ میدانونو په شمول ټول ټول ۷۳ نوي ګیسي او تیلي میدانونه کشف شوي دي. د تیلو او ګیس له اکتشافاتو څخه ترلاسه شوي نتایج ښودنه کوي چې د تیلو ۲۵ فیصده ذخایر د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه په وروسته پړاؤ کښې کشف شوي دي، حال دا چې د ګیس په برخه کښې زیاتره اکتشافات یعنې ۷۵ فیصده، د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په پړاؤ کښې شوي دي.
د تیلو له ټولو کشف شویو زیرمو څخه ۴۵ فیصدو پراختیا نه ده موندلې چې دا اندازه د ګیس په برخه کښې ۷۷ فیصدو ته رسیږي. په دې وجه ایران د تیلو او ګیس په برخه کښې د تولید لوړ ظرفیت لري چې د ظالمانه بندیزونو په شمول په مختلفو وجوهاتو ترې ګټه نه ده اخیستل شوې.
ایران هم داشان له ګاونډي هیوادونو سره د تیلو د ۱۸ او د ګیس د ۶ ګډو میدانونو په شمول لږترلږه د ۲۸ ګډو میدانونو په لرلو سره، د دومره شمیر ګډو جوړښتونو لرلو له نظره د نړۍ په ګوته په شمیر هیوادونو کښې راځي. له دغو ۲۸ میدانونو څخه ایران په ګډه حوزه کښې له عراق سره ۱۲، له اماراتو سره د ګډ مخزن ۷، له قطر او عمان هر یو سره دوه، دوه او له عربستان، کویت او ترکمنستان سره یو، یو ګډ مخزن یا زیرمه لري او داسې ویلې شو چې د ایران د طبیعي ګیس کابو نیمايي زیرمې په ګډو مخزنونو کښې دي.
د امریکې د ځمکه پیژندې د سازمان د اعلان له مخې، ایران د نویو اکتشافي ظرفیتونو د لرلو له نظره له عراق او روسیې وروسته د نړۍ په دریم مقام کښې راځي. د امریکې د انرجۍ د اطلاعاتو د ادارې څیړنه دا ده چې که امریکا د ایران خلاف بندیزونه ختم کړي نو د ایران د اومو تیلو د تولید اندازه به خپل بشپړ ظرفیت یعنې په ورځ کښې ۳.۸ میلیون بیرلو ته ورسیږي. دا حالت ښودنه کوي چې که څه هم د تیلو په اقتصاد پورې پیئلتیا د ایران د اقتصاد لپاره یو جدي تاوان او ګواښ دی خو د تیلو او ګیس برخه یې لاهم یوه نه استعمال شوې وړتیا لري چې د بندیزونو په ختمیدو سره د ایران په اقتصاد کښې په تیره بیا په پټروکیمیکل صنعت کښې د تولیدي وړتیا په زیاتیدو کښې لا مهم رول لوبولی شي.
بل مهم ټکی دا دی چې د هیواد په کورني اړخ کښې هم له انرجۍ څخه د پرځاې کار اخیستو په لړ کښې هم تل هلې ځلې روانې دي ځکه چې په ایران کښې د انرجۍ استعمال د نړیوال معیار نه ډیر زیات دی. د ۲۰۱۸ کال د احصائیو له مخې په ایران کښې د انرجۍ د ضایع کیدو اندازه له ۱۶ نه تر ۱۷ میلیارډ ډالرو رسیږي خو اوس تمه کیږي چې نوی حکومت د سبسډیو په صحیح اجرا او د قیمتونو په اصلاح کولو سره کورنې مصر کم کړي. په ایران کښې د انرجۍ د سړي سر استعمال، د جاپان د استعمال ۱۵ چنده او د اروپا لس برابره دی.
د تیلو او ګیس موقعیت او په تیره بیا د ایران په اقتصاد کښې د تیلو رول ته په پام سره ایران د دې برخې لپاره ډیره پانګونه په نظر کښې لري. د ایران د تیلو د ملي شرکت عامل مدیر محسن خجسته مهر وايي: په راتلونکو اوو کالو کښې د ۱۶۰ میلیارډ ډالو پراختیايي پروژې لرو چې ۹۰ میلیارډه ډالر به یې د تیلو په برخه کښې او ۷۰ میلارډ ډالر یې د ګیس د میدانونو د پراختیا په برخه کښې وي.
شک نشته چې د انرجۍ د جوپو په تولید، تجارت او ټرانزټ کښې د ایران د ونډې زیاتیدل به سبب شي چې په دې برخه کښې د نړۍ اقتصاد په ایران پورې لازیات وپیئل شي. له دې نه علاوه، دا ډول پيشې د ایران د ملي امنیت د زیاتیدو لامل کیدې شي او ورځ تر بلې پراختیا په لور د تګ لاره هواروي.
*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی