کورنۍ وړتیاوې ۱۴
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i119784-کورنۍ_وړتیاوې_۱۴
د ایران په اقتصاد کښې د پوه بنسټه تولید مقام، اهمیت او پایلې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2022 00:33 Asia/Kabul
  • کورنۍ وړتیاوې ۱۴

د ایران په اقتصاد کښې د پوه بنسټه تولید مقام، اهمیت او پایلې

ګرانو مینه والو لکه څنګه چې خبر یئ د اسلامي انقلاب معظم رهبر د روان ۱۴۰۱ لمریز کال شعار «تولید، پوه بنسټه او کار زیږونکی» نومولی دی. په هم دې لړ کښې مو د کورنیو وړتیا ترعنوان لاندې یوه لړۍ پيل کړې ده چې نن یې درته څوارلسمه برخه وړاندې کوو. د دې لړۍ د تیرو څو پروګرامونو په شان نن هم د ایران په اقتصاد کښې د پوه بنسټه تولید مقام، اهمیت او پایلو موضوع ته پاملرنه کوو، هیله ده چې د پام او خوښې وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/*/

په سر کښې د تولید د لګښتونو کمولو ته یوه کتنه کوو:

لکه څنګه چې په تیرو پروګرامونو کښې وویل شول، د اقتصاد پوه بنسټه کیدل به ډیرې مهمې پایلې ولري. د ایران د اقتصاد لپاره یې یوه مثبته نتیجه دا ده چې د تولید په لګښتونو کښې کموالی راځي. د اقتصادي چارو چارپوه محمد صبوري دیلمي وايي: په تولید پورې اړوندو بهیرونو کښې د نویو ټیکنالوجیو کارول خامخا د تولید شویو عواملو د ګټې د زیاتیدو سبب کیږي او له دې لارې د تولید د عواملو له هر یونټ څخه د استفادې خالص لګښت به د محصول په فاینل تولید کښې د کموالي سبب شي.

په بله وینا، دا لاره د کورني تولید د محصولاتو د وروستۍ بیې د کمیدو یوه لاره ده چې خپله به په نړیوالو بازارونو کښې د داخلي تولیدي محصولاتو د سیالۍ د وړتیا د زیاتیدو سبب شي

*/*/*/*/

یوه برخه چې د تولید لګښت یې زیات دی، د کرهڼې برخه ده. شک نشته چې تولید باید د داسې فعالیتونو په لور لاړ شي چې په کمترینو استعمالیدونکو وسائلو او سرچینو سره ډیره ګټه او نتیجه ورکړي. له دې امله چې پوهه د تولید د یو ارګان په توګه محدودیت نه لري او چې هرڅومره زیاته استعمالیږي هیڅ کمی په کښې نه راځي، د پوه بنسټه تولید په لور د حرکت یوه اغیزه او نتیجه د تولید له ارګانونو کمه استفاده بللی شو. د مثال په توګه د تولید په پوه بنسټه کولو سره په همهغو ثابتو ابتدایي موادو او ارګانونو سره زیات محصول او شیان تولیدولی شو چې څرګنده نمونه یې د کرهڼې په برخه کښې د بیانیدو وړ ده.

نن سبا هغه ځمکې او کروندې چې د تولید د علمي کولو له لارې پرې کار کیږي، د کر د ځمکې او د اوبو د استعمال وغیره له نظره کله کله د نورو ورته کروندو په پرتله چې په دودیزه طریقه پرې کرنې کیږي، تر څو چنده محصول ورکوي.

همهغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمایل: پوه بنسټه اقتصاد لګښتونه کموي، یعنې د پوهې پر بنسټ ولاړ اقتصاد د تولید د لګښتونو د کمیدو لامل کیږي

*/*/*/*/*

په ګټې کښې د پام وړ زیاتوالی:

په پوه بنسټه تولید کښې نتیجې او ګټې ته ځانګړې پاملرنه کیږږي. د ترسره شویو څیړنو له مخې په دې وروستیو لسیزو کښې د صنعتي پرمختګونو د پام وړ برخه د وړو کسب و کارونو د نوښتي فعالیتونه نتیجه پاتې شوې چې د دغو کسب و کارونو اصلي ځانګړتیا هم د ډیرې پانګې د لګولو پر ځاې «کارنده والی» او «پوه بنسټوالی» دی.

د مثال په توګه د ګاډي جوړونې صنعت د حکومت د پوره ملاتړ سره سره په دې وجه چې پوهه، ټیکنالوجي او خلاقیت یې نه درلود، ونه توانیده چې قیمت او کیفیت مناسب کړي او هم د خلکو لپاره او هم د هیواد د اقتصاد لپاره مناسبه ګټه ولري. خو پوه بنسټه شرکتونو ته مخه کول د هیواد د موټر جوړونې د صنعت په کیفیتي ستونزو کښې ډیر کموالی راوستلی شي.

د ولسمشر د علم او ټیکنالوجۍ د څانګې پخوانۍ مرستیاله نسرین سلطان خواه په دې هکله وايي: اقتصاد او صنعت هله پوه بنسټ کیږي چې پوهه او ټیکنالوجي د هغه اقتصاد او صنعت په ټولو صنایعو کښې په زیاتې ټیکنالوجۍ سره نفوذ وکړي، مثلاً اوس چې هیوادونه د ګاډو په صنعت کښې په خپلو کښې سیالۍ کوي او کوم هیوادونه چې زیاتې ټیکنالوجۍ او پوهې ته رسیږي هغوي کولې شي چې خپل ګاډي د نورو نه په ډیرو ځانګړو وړتیاؤ سره تولید کړي او د اقتصادي سیالۍ په دنیا کښې کار ته دوام ورکړي، حتی وړې او متوسطې صنایع هم لپاره د دې چې خپله ګټه زیاته کړې شي او سیالي وکړې شي او په کم لګښت او ښه کیفیت سره تل پاتې شي، له دې پرته بله چاره نه لري چې په دغو صنایعو کښې پوهه او ټیکنالوجي نفوذ وکړي. مثلاً د زغفرانو، زرشکو او قالین په شان زمونږ وړې صنایع په دنیا کښې د سیالۍ او برلاسه کیدو لپاره باید علم او ټیکنالوجۍ ته مخه کړي او په خپل کار کښې ترې ګټه پورته کړي. مونږ ته دا سوچ نه دی پکار چي ګني پوه بنسټه شرکت یو داسې شرکت دی چې یوازې د (های ټیک) ټیکنالوجیو په برخه کښې کار کوي. اقتصاد او صنعت دواړه پوه بنسټه اقتصاد کیدلې شي.

*/*/*/*/*/*

په نړیوالو بازارونو کښې تولید د سیالۍ وړ ګرځیدل:

په نړیوالو بازارونو او په هغو هیوادونو کښې چې له اقتصادي نظره پرمختللي ګڼل کیږي، د پوه بنسټه تولید له اقتصاد پرته څه نشته، یعنې هر څه چې دي، پوه بنسټه اقتصاد دی. په رقابتي بازار او آزاد تجارت کښې د اقتصادي کاروبار د دوام شرط د هغه اپ ډیټ والی دی، یعنې باید کوم نوي محصولات او خدمات چې تحقیق او د پوهې تولید ته ضرورت لري باید هغه وړاندې کړي او په هغه سیالیز بازار کښې په دې شرط باقي پاتې کیږي چې علمي او تحقیقاتي کار وکړي او بازار ته نوی محصول ورکړې شي.

د دنیا د اقتصاد زیاتره مخکښ شرکتونه چې په څو ملیتي (ملټي نیشنل) شرکتونو مشهور دي، کله چې خپل مالي بِلونه ګوري نو له ګټې څخه یې د تحقیق او پراختیا ونډه له لسو نه تر شلو فیصدو پورې وي، یعنې هغوي له خپل څو میلیارډ ډالري عایداتو څخه له لسو نه تر شلو فیصدو پورې په تحقیق او د پوهې په تولید لګوي ترڅو په دغه رقابتي بازار کښې خپل مقام وساتي. په دې وجه د پوه بنسټه تولید بحث د نړیوال بازار تقاضا ده.

د تولید په پوه بنسټه کیدو سره په نړیوالو بازارونو کښې د کورنیو تولیدونکو د شتون لارې هواریږي او د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د بهرنۍ پانګې یا د بهرني مصرف کونکي د جذبولو امکان برابریږي. په بله وینا، د کورنیو تولیداتو د سیالۍ وړ ګرځیدل د هیواد لپاره پانګه او بهرني اسعار ګټلې شي او له دې امله چې د دې سیالۍ بنیاد هم پوهه ده، د یو عمومي څیز په توګه ګڼل کیږي او د بهرنیو دښمنیو او د نړیوالو دباؤنو تر کم دباؤ لاندې راځي او دا د پوه بنسټه صادراتو یوه فایده ده.

پوه بنسټه شرکتونه د غوره ټیکنالوجۍ په برخه کښې د فعالیت او د تحقیق د پایلو د تجاري سازۍ د دوو مهمو ځانګړنو په بنیاد فعالیت کوي. د پوه بنسټه شرکتونو او موسسو د ارزونې او معلومونې د آیین نامې له مخې، شیان او خدمات باید د ټیکنالوجۍ د سویې، د تولید د مرحلې او د تحقیق او پراختیا په بنیاد د ډیزاننګ درې شرطونه ولري تر څو د پوه بنسټه محصولاتو او خدماتو په توګه وبلل شي.

*/*/*/*/*/*/*/*

 ژباړه: عبدالماجد درانی