د زاهدان خونړی پیښه د ترهه ګرو فرصت غوښتنه
د زاهدان ترهه ګره پیښه ښی چی ترهه ګر د ایران په ځینو سیمو کې له وروستیو ناارامیو او بلواګانو د خلکو وحدت او امنیت ته د ګوزار ورکولو په شمول خپلو سپیروهدفونو ته د رسیدا لپاره د فرصت په توګه وینی .
ترهه ګر عواملو او بلواګرو د جمعې په ورځ د ایران د سیستان او بلوچستان په زاهدان کې په پولیسو په حملې سره یوشمیر کسان شهیدان او ژوبل کړل .
د ایران د سیستان او بلوچستان استاندار حسین مدرس خیابانی وویل په دغه ترهه ګر حمله کی لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او په لسګونو هم ژوبل شوي دي .
په دغه ترهه ګر پیښه کې درې کسان د سپاه پاسدران هم شهیدان شوي دي .
د شر غواړو دغه ترهګره ډلګۍ همدارنګه د پولیسو په دریو حوزو په ډزو سره په ښار کې امنیت ګډوډ کړي او په خلګو کې وېره او وحشت رامینځ ته کړی وو. د دې ترهګرې ډلګۍ عناصرو یوه نانوایي، د اطفایې یو ګاډی، یو کلنیک او ځینو نورو عامه تاسیساتو اور اچولي وو. د زاهدان د ښار ولسوال ابوذر مهدی نخعی هم ویلي چي په ښار کې د اهل سنت وړونو د جمعې د لمانځه وروسته، شرغواړې عناصرو چي د پردیو د اهدافو په لړ کې فعالیت کوي د جومات تر څنګ د پولیسو په حوزې باندې ډزې پیل کړې او د حوزې د نیولو هلې ځلې کولې. هغه زیاته کړه چي د دغو شرغواړو عناصرو یو شمېر کسان د ښار په شا او خوا کې تیت پرک شول او د خلګو په ګاډو، بانکونو او نورو عامه تاسیساتو باندې بریدونه وکړل. نخعی جوته کړه چي د امنیتي ځواکونو په هېښتیا او د خلګو په همکاری سره، د دغه ترهګرې ډلګۍ اقدامات شنډ او په ښار کې امنیت ټینګ شوی دی.
جیش الظلم ترهه ګرې ډلګۍ په زاهدان کې د دغې حملې پړه پرغاړه اخیستی ده . د دغې ډلګۍ دوه غړي عبدالمجید ریګی او یاسر شه په دغه بیښه کې هلاک شوي دي . دغو کسانو نیت درلوده چی د خلکو د لمسولو په ترڅ کې عمومي شتمنۍ ویجاړې ، عادی خلک مړه او پولیسو پرضد اقدام وکړي .
د زاهدان ترهه ګره پیښه ښی چی ترهه ګر د ایران په ځینو سیمو کې له وروستیو ناارامیو او بلواګانو د خلکو وحدت او امنیت ته د ګوزار ورکولو په شمول خپلو سپیروهدفونو ته د رسیدا لپاره د فرصت په توګه وینی . البته خلکو په ملګرتیا نه کولو او د پولیسو او امنیتی عسکرو په هلوځلو سره دغه ښار ته امنیت او ارامښت ستون کړې دې .
د ایران په ځینو سیمو کې په وروستیو ورځو بلواګانو پسې چی د یوې انجلۍ په وفات کیداپه پلمه پیل شوی د اسلامی ایران دښمنانو او د هغو ګوډاګیان په ټولنه کی د درز او اختلاف لپاره فرصت ولیده او کوشش یې وکړ د خلکو بیلا بیل قومونه او پرګنې د یوه بل په وړاندی او همداراز نظام په وړاندی راولي .
په حقیقت کی د جیش الظلم ترهه ګر عوامل او بلواګر هم په همدغه هدف میدان ته راووتل او هڅه یې وکړه له اوسنیو شرایطو د هیواد په جنوب ختیځ کې د درز او د ټولنې د ناامنه کولو لپاره استفاده وکړی .
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په یو پیغام کښې ټینګار وکړ: د سپاه او بسیج د هغو شهیدانو د وینې بدل چې د زاهدان د تورې جمعې د جنایت قرباني شول، په خپلې کاري ایجنډا کښې ګڼو . سردار جنرال حسین سلامي په یو پیغام کښې د زاهدا د خلکو د امنیت او ارامښت په دفاع کښې د امنیت د حریم د پاسدارانو او بسیجیانو د مظلومانه شهادت په مبارکۍ او تسلیت ویلو سره ټینګار وکړ: د سیستان و بلوچستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې د نړیوال استکبار او د پردیو امنیتي سروسونو له خوا د اجیر شویو او لاسپوڅو ترهګرو له دسیسو سره د بې وقفې مقابلې لارې ته به د شهادت تر سرحده دوام ورکړو.
د سپاه پاسداران د مشر قومندان په پیغام کښې هم داشان راغلي دي: د سیستان و بلوچستان خلکو د وروستي ناوړې او ترخې پیښې وروسته په حساسو شیبو کښې د ټولنې د نظم او امنیت له ساتونکو سره پوره پوره ملګرتیا وکړه او په دغې پیښې کښې د بیلتون غواړو ترهګرو او د عبدالمالک ریګي د خائنې، خبیثې او ترهګرې ډلګۍ د پاتې کسانو په قومندانۍ کښې د سلطې او استکبار د مشرانو په تیره بیا د امریکاد ترهګر روزونکي رژيم او د جعلي او جنایتکار صهیونیسټي حکومت د واکمنانو پلید لاسونه په ډاګه لیدل کیږي.
جیش العدل چی په حقیقت جیش الظلم ډلګۍ ده او سلفی او وهابي تفکرات لري ، د ایران په جنوب ختیځ او مشخص ډول سیستان او بلوچستان کې فعاله ده او ډیر ځواکونه یې د خپلې منظمیدا او جنګی توان زیاتړولو اقدامات د پاکستان په خاوره کی ترسره کوی .
القاعدې پورې اړونده دغه ډلګۍ د سوریې په جنګ کې د ترهه ګرو او تیری کونکیو ملاتړي ده او اسلامی ایران پرضد د اقداماتو یو دلیل یې د سوریې له حکومته د اسلامی ایران ملاتړ اعلان کړی دی . دغه ترهه ګر ډلګۍ همداراز ځان د بلوچستان د اهل سنتو د حقوقو مدافع بولی خو له نهو کلونو راهیسې یې تراوسه ډیر جنایتونه کړي دي او د ډیرو شیعه او سنی ښاریزو وینه یې بهولي ده .
په همدې لړ کې د زاهدان د اهل سنتو د ستر او مرکزي جومات، مسجدِ مکي ملا امام وویل د سیستان و بلوچستان په تیره بیا د زاهدان ولسوالۍ خلک دې د دښمنانو په پروپاګنډو ونه غولیږي او د ارامښت په ساتلو سره دې د رامینځته شویو ستونزو په هواري کښې مرسته وکړي . هغه وویل: هغه څه چې ټولنه ورته اوس ضرورت لري، د ارامښت ساتنه ده او خلک دې له راپاریدو ډډه وکړي
د ۱۳۹۲ لمریز کال په لړم میاشت کې په سراوان سیمه کی په پوله ساتونکیو حمله چی پکې ۱۴ کسان شهیدان شول ، د ۱۳۹۴ کال په وری میاشت کې د ۸ پوله ساتو ځواکونو تښتول ، د ۱۳۹۷ کال په سلواغې میاشت کې د سپاه پاسداران د څواکونو په بوس کې چاودنه چی پکې ۲۷ کسان شهیدان شول او همداراز د ۱۳۹۷ کال په تلی میاشت کې میرجاوه ته نږدې د ایران د ۱۴ پولیسوتښتول ، په القاعدې پورې اړونده د دغې ترهه ګرې ډلګۍ د ترهه ګرو اقداماتو ځینې بیلګې دي .
د پام وړ ټکی په دغو ټولو پیښو کې د پاکستان په خاوره کې د دغې ترهه ګر ډلګۍ ازادانه فعالیت دی چی هر ځل یې ځانته د ایران په پولې د تیری اجازه ورکړی ده او بیا له هرې پیښې او شرارت وروسته د پاکستان خاورې ته تښتیدلي دي .
دا په داسې حال کی دي چی د ایران د استخباراتي او امنیتی عسکرو کلک چلند او اطلاعاتی اشراف په امریکا او صیهونیسټ رژیم پورې تړلیو ادارو اړونده جاسوسی سازمانونو اوپیلیو ترهه ګرو ډلګیو د عواملو د راتګ مخنیوې کړی دی ، په همدې اساس په خپلو خاورو کې د ګاونډیو هیوادونو اقدامات د ترهه ګرو د شتون او فعالیت د مخنیوی لپاره اقدامات ضرروري دي
په همدې ارتباط د اسلامي ایران د استخباراتو د وزارت په اعلامیه کې راغلې د هیواد د امنیت او نظم ساتونکي او د وطن مدافعینو په وروستیو ورځو کې د پردیو استخباراتي کړیو سره له تړلي ډلګیو ، د امریکې برتانیې او سعودي له لاسوهنو او له غولېدلي بلواګرانو په شمول له مختلفو عناصرو سره لاس په ګرېوان وو.
څرګنده ده د ایران په سیستان او بلوچستان کې د شیعه او سنی تاریخ ښی چی د دغه صوبې خلکو تل له یوه بل سره سوله ایز ژوند درلودلې دې او په مقابل کې دښمنانو تل هڅه کړی ده دغه ارتباط ته ګوزار ورکړي چی د دغه صوبې د خلکو په ځیرتیا سره تراوسه خپلو سبیرو هدفونو ته ندي رسیدلي . اوس هم د اهل سنتو او اهل تشیع روحانیت ، قبیلو او قومونو مشرانو د سیستان او بلوچستان ټولو خلکو ته سپارښتنه کړی ده چی خپل ارامښت وساتي او اجازه ورنکړي چی د خلکو له پاکو احساساتو ناوړه استفاده او د وطن والو ژوند په خطر کې پریوزي .
پای