ایران په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i122032-ایران_په_تیره_اونۍ_کښې
ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو او د ایران د تیرې یوې هفتې د مهمو پيښو او خبرونو جاج اخلو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2022 11:31 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو او د ایران د تیرې یوې هفتې د مهمو پيښو او خبرونو جاج اخلو

د اسلامي انقلاب دمعظم رهبر تیره دوشنبه د وسله والو ځواکونو د پوهنتونونو د محصلینو د فارغ التحصیلۍ په ګډو دستورو کښې ټینګار وکړ: ګډوډي او ناامنۍ د امریکې او د غاصب او جعلي صهیونیسټي رژیم ګډ پلان وو او له هغوي نه تنخواه اخیستونکو او بهر استوګنو ځینو خائنو ایرانیانو ورسره مرسته وکړه.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي څرګنده کړه: د ایران ولس د تیرو حوادثو په شان په دې پیښه کښې هم بیخي پياوړی څرګند شو او په راتلونکي کښې به هم هم دغه شان وي او هر چرته چې دښمنان کوم خلل رامینځته کول وغواړي نو د ایران میړنې او مؤمن ولس به له هر چا زیاته سینه ټټر کړي.

دوي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دښمن د ایران د شمال لویدیځ او جنوب ختیځ په هکله په خپلو محاسباتو کښې تیروتی دی، وویل: زه په بلوڅ قام کښې اوسیدلی یم او هغوي د زړه له تله اسلامي جمهوریت ته وفادار دي، هم داشان کُرد قام هم د ایرن یو ډیر پرمختللی او په وطن، اسلام او نظام باندې میئن قام دی او په دې وجه به د دښمنانو دغه پلان کامیاب نه شي.

د اسلامي انقلاب معظم لارښود څرګنده کړه: د دښمنانو پلانونه او اقدامات د هغوي د باطن ښودنه کوي، هم هغه دښمني چې په ډیپلماټیکو څرګندونو کښې وايي چې په ایران باندې د یرغل او د نظام د بدلولو او دښمنۍ نیت نه لري، یو داسې باطن لري او د ګډوډي د جوړولو، د هیواد د امنیت د خرابولو او د هغو کسانو د جذباتو د راپارولو په لټه کښې دي چې ممکنه ده په ځینو هیجاناتو سره راوپاریږي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د بندیزونو د شنډولو لپاره په ټولو برخو کښې د هیواد ګړندې والي او د ځینو پخوانیو ستونزو د هوارولو لپاره هلوځلو او د هیواد د تولید او پوه بنسټه او توانایۍ د برخو بعالیدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: هغوي نه غواړي چې په هیواد کښې دغه پرمختګونه وشي او د دغه حرکت د اودرولو او د پوهنتونونو د بندولو او په سړکونو کښې د ناامنۍ لپاره او د هیواد په شمال لویدیځ او جنوب ختیځ کښې په نویو مسائلو باندې د مسئولانو د اخته کولو په موخه یې پلاننګ کړی دی.

*/*/*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل آیرلینډي همرتبه سره په ټیلیفوني تماس کښې ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د یوکرین د کړکیچ د هواري لپاره له سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.

حسین امیر عبداللهیان تیره پنجشنبه په دغو خبرو اترو کښې د یوکرین په جنګ کښې د کارولو کیدو لپاره د ډرونز او وسلو په خرڅون بورې اړونده پروپاګنډې یوځل بیا دروغ وبللې او له سیاسي لارې د یوکرین د کړکیچ د هواري لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په دریځونو باندې یې ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ښځو د حقوقو او د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځ دوه ډوله کړچار ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د ښځو حقوقو ته پاملرنه ډیر اهمیت لري او هم دا اوس ښځې د پوهنتوني، علمي، طبي، د ښوونې او ادارې او ټیکنالوجۍ په شمول مختلفو برخو کښې ډیر اغیزناک رول لوبوي.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د آیرلینډ خارجه وزیر سایمن کاوني هم د بندیزونو د ختمیدو په مذاکراتو کښې د شوي پرمختګ هرکلی وکړ او ویې ویل: موافقې ته رسیدل د ټولو لورو په ګټه دي.

*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له ارزښتونو د دفاع په ډګر کښې د خلکو میلیوني شتون دښمن د اسلامي ایران خلاف په پلان کړې دسیسه کښې ناکامه کړ.

سید ابراهیم رئیسي د تیرې اونۍ په سه شنبې د اسلامي شورا (پارلیمان) په ډاګیزه غونډه کښې د هیواد په ځینو ښارونو کښې وروستیو پیښو او ناقراریو ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران له ولسه د دښمن د قهر وجه، د بندیزونو او رامینځته شویو خنډونو سره سره د هیواد پرمختګ ګڼلی شو چې دغو بندیزونو او خنډونو ته بیخي پام نه کوي.

د اسلامي ایران ولسمشر د بندیزونو په شنډولو کښې د هیواد هلوځلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دښمن د زیات نه زیاتو دباؤنو په اچولو کښې شرمناکه ماتې وخوړله او رسماً داده کیږي چې د ایران د ولس خلاف بندیزونو ګټه نه ده لرلې.

*/*/**/*/*

د ایران د نانو ټیکنالوجۍ د پراختیا د کمیټې منشي وویل: ایران نن سبا د نانو ټیکنالوجۍ په لړ کښې په کارنده تحقیقاتو ښې د دنیا په لسو غوره هیوادونو کښې ګڼل کیږي چې د ټیکنالوجۍ او د تجاري شویو محصولاتو ډول والی د دغه پرمختګ ځیني علتونه دي.

د ایران د نانو ټیکنالوجۍ د پراختیا د کمیټې منشي سعید سرکار د نانو ټیکنالوجۍ په لړ کښې علم د تولید د تولید په برخه کښې په سیمې او نړۍ کښې د ایران د علمي رتبې په هکله زیاته کړه: په سیمه کښې په اول نمبر یو او په دې برخه کښې په دنیا کښې له چین، امریکې او هندوستان وروسته په څلورم نمبر یو او د نانو د علمي پراختیا په برخه کښې له اروپايي هیوادونو او هم دشان له جاپان او جنوبي کوریا هم مخکښې یو.

*/*/*/*

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایران خلاف د اروپا د پارلیمان مداخله غواړې پریکړه لیک مردود او بې ارزښته وباله او ټینګار یې وکړ: متقابل او متناسب ځواب ورکوو.

اروپايي پارلیمان د مداخله غواړي پریکړه لیک په خپرولو سره د مهسا امیني د مړینې د موضوع د څیړنې غوښتنه کړې ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د اروپا د پارلیمان د مداخله غواړي پریکړه لیک په غبرګون کښې وویل: دا پریکړه لیک د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د بې بنیاده او د یواړخیزه وارمخکښي قضاوت له مخې صادر شوی او بیخي مردود او بې ارزښته دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاندي زیاته کړه: د اروپا پارلیمان د دغه پریکړه لیک په صادرولو سره وښودله چې د ایران د ستر ولس په وړاندې خپل پره ایز کړچار ته دوام ورکوي ځکه چې یوځل هم ونه لیدې شول چې دغه پارلیمان د خپلو سترو ادعاؤ سره سره د ایران د خلکو خلاف د زیات نه زیاتو بشري ضده بندیزونو په مخالفت کښې د بشري حقوقو یو پریکړه لیک صادر کړي.

کنعاني ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د متقابل احترام او ګټو په بنیاد له ټولو لورو سره دوه اړخیز تعامل ته تیار دی خو د ایران د خلاف خلاف له محدودونکو اقداماتو یا د دباؤ د اچولو لپاره له هر ډول اقداماتو په وړاندې به کلک اودریږي او ورته به متقابل او متناسب ځواب ورکړي.

*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت وړومبي مرستیال او د روسیې وزیراعظم د تهران او ماسکو د ملګرتیا د پراختیا د بهیر په ګړندي کولو او هم داشان د خپل مینځي تجارتي او اقتصادي اړیکو د پراختیا د مخې د خنډولو په ختمولو ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال محمد مخبر تیره پنجشنبه د ایران او روسیې د جګ پوړو پلاؤ په ګډه غونډه کښې چې د کاسپین د دویمې اقتصادي ټولنې ترڅنګ وشوه، وویل: ایران او روسییه ډیرې ښې او مخ په ودې اړیکې لري او د اړیکو د هراړخیزې پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو اراده جدي ده.

د روسیې وزیراعظم میخائیل میشوستین هم له ایران سره د خپل هیواد دوستانه اړیکو او ښه ګاونډیتوب ته په اشارې سره وویل: ماسکو په ټولو ډګرونو کښې له تهران سره د ملګرتیاؤ پراختیا او ژورتیا غواړي.

او د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیرا او د ملګرو ملتو سرمنشي د تیرې اونۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرواترو کښې په یمن کښې د وروستیو بدلونونو او د اوربند د تمدیدو په هکله خبرې اترې وکړې.

حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د یمن د انساني محاصرې د ختمیدو او د اوربند د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

د یمن دوه میاشتنې اوربند دغه هیواد ته د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي په مینځګړیتوب له درې ځلې تمدید کیدو وروسته د روانې اکتوبر د میاشتې په دویمه نیټه پاې ته ورسیده.

د یمن خبري سرچینو تیره یکشنبه رپورټ ورکړ چې د دغه هیواد د بندرونو او د صنعاء هوايي ډګر د محاصرې د دوام په شمول د اورنبد له نامناسبو شرطونو سره د صنعاء نه موافقې ته په پام سره اوربند پس له شپږو میاشتو پاې ته رسیدلی دی.

*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی