د ایران د اسلامی جمهوریت په فقهی نظام کې د میرمنې رول
خو د اسلام په ظهور او الهی عدالت په ټینګیدا سره د میرمنو لپاره هم مادی او معنوی حقوق تعریف شول . اسلام د مساوات دین دی او د وګړیو برتری یوازرې په تقوا او ایمان کی بولی . اسلام د انسان د کرامت او حرمت لپاره میرمنې او سړی ترمینځ هیڅ تفاوت یا توپیر ته ندې قایل . ځان ، مال ، عزت ، عقیده او رای د هر انسان حرکت لری اوباید د هغو حریم وساتل شی .
په جاهلی پړاو کې د کورني ، اجتماعی ، اقتصادی ، سیاسي ډګرونو کې د میرمنې وضعیت ظالمانه او تورتم وو . له همدې امله د اسلام یو اساسی بدلون د میرمنو د اجتماعی او انساني موقعیت اوځای اصلاح بللې شو . اسلام په اجتماعی حقوقو لکه د خاوند د انتخاب حق ، اجتماعی او سیاسی ګډونونو کې د میرمنې مصلحت په نظر کې نیولې دی او که په دې زمینه کې کومومحدودیتونو ته هم قایل شوی یوازې د دې لپاره دی چی میرمنه د اجتماعی مسایلو په ډګر کې کم تاوان ووینی .
میرمنې له اسلامه مخکې له لومړنیو انساني حقوقو هم محرومې وې . جاهل اعراب باوری وو میرمن له سړی تیټه پنځول شوی ده او د یوه څیز حکم یې درلوده ، د پلار یا خاوند شتمنۍ حسابیده د عرب تاریخ سرچینې په جاهلی پړاو کې د میرمنو د حالاتو تورتم او خواشینونکی راپور وړاندی کوی . سړې په جاهلیت کې د کورنۍ خاوند وو او په میرمنې یې د ژوند حق درلوده . په جاهلیت کی میرمن د نورو انسانانو په لیکه کی نه بلل کیده بلکې دوهمې درجې انسان بلل کیدله . میرمن د جاهلیت دوران د خلکو په جنجګونو کې د نښتې لپاره د انګیزې د عامل په توګه وه . جنګیالی د خپلو میرمنو او لوڼو د بندی کیدا له شرم د تیښتې لپاره جنګ کاوه او دښمن هم د هغو د بندی کولو د طمعې په خاطر توره وهله .
خو د اسلام په ظهور او الهی عدالت په ټینګیدا سره د میرمنو لپاره هم مادی او معنوی حقوق تعریف شول . اسلام د مساوات دین دی او د وګړیو برتری یوازرې په تقوا او ایمان کی بولی . اسلام د انسان د کرامت او حرمت لپاره میرمنې او سړی ترمینځ هیڅ تفاوت یا توپیر ته ندې قایل . ځان ، مال ، عزت ، عقیده او رای د هر انسان حرکت لری اوباید د هغو حریم وساتل شی .
هغه کرامت چی اسلام د انسان لپاره په نظر کې نیولې دې ، له دې امله دې چی انسان په مځکه د خدای خلیفه دی او د دغه خلافت لپاره د سړی او ښځې ترمینځ جنسیتی تفکیک ته ندې قایل .
په حقیقت کې دا د اسلام د حقوقی نظام له ویاړونه دی چی د میرمنو عبادی ، قضایی ، کورنۍ ، سیاسی او اقتصادی حقوق په رسمیت پیژنی او د میرمنې اومور په توګه د میرمنې د ځای په نطر کې نیولواو هغې لپاره د مهریه اونفقې په ټاکلو سره د میرمنې اجتماعی ، کورنۍ او وګړنیز حقوق ساتی .
د عرب په جاهلی پړاو کې په میراث کی کلی قاعده دا وه چی یوازې سړی چی د قبیلې جنګیالی وو ، ارث ترلاسه کاوه او میرمنې او ماشومان له ارث محرومه وو . اعراب د میرمنې لپاره هیڅ انسانی ځای ته نه وو قایل او میبرمنې نه یوازې له ارثه محرومې وې بلکې یو څیز حسابیدلې او د میراث د برخې په توګه وارث ته منتقل کیدلې . اسلام د ارث په زمینه کې انقلاب رامینځته کړ او د نړۍ لومړنې حقوقی نظام وو چی میرمنې ته یې د ارث حق ورکړ او د جاهلیت دوران ټول ظالنانه قوانین یې چی د قبیله ای ادابو ، اعتقاداتو او دودونو په اساس وو ، منسوخ کړل .
د اسلام د نور په ځلیدا او نسا سورت د ۷ ایت په نازلیدا سره د میرمنې او سړی د اشتراک اصل له هغه څه چی له وفات شوی پاتی کیږی ، په رسمیت وپیژندل شو او نوی حقوقی اړیکی رامینځته شوې ، چی پکې میرمنو هم له ارث ګټه پورته کوله . له همدې امله خدای تعالی د نسا سورت په اوم ایت کی فرمایی ، د سړیو لپاره له هغه څه چی پلار ، مور او خپلوان یې پریږدي ونډه ده او د میرمنو لپاره هم چی له پلار ، مور او خپلوانو یې پاتی کیږی ونډه ده .
اسلام د سړی او میرمنې د مالی خپلواکي اصل او له خپلو شتمنیو د میرمنو تصرف د شیعه فقهې له مسلمو حقوقوبلل کیږی . د هغه په اساس میرمن په مالی او اقتصادي مسایلو کې بشپړه ازادی لری او په خپلو مالی شتمنیو کې تصرف کولې شی له دې پرته چی د خاوند موافقت ولرلی شی .
هغه ځای او رول چی اسلام په اجتماعی او سیاسی ډګر کی د میرمنو لپاره جوت کړی دی له سړیو کم ندې . همادغه ډول چی د توبه سورت په ۷۱ ایت کی یوه مهم اجتماعی مسولیت ته په اشاره کې خدای تعالی هم سړي او هم میرمنې مخاطب کړی او فرمایی ، او مومن سړي او میرمنې د یوه بل ملګري او میناوال دی ، خلک نیکو کارونو ته بولی او له بدو کارونو یې منعه کوی .
د دغه ایت په اساس میرمنې هم دسړیو په شان د سرپرستی ، ولایت او مدیریت ستر مسولیت لری ، له دې امله نیکو کارونو ته بلل او له بدو کارونو منع کول د سړیو او میرمنو دنده ده . پر دې اساس دواړه د خپلو سیاسی او اجتماعی رولونو په لوبولو سره باید په ټولنه کی اغیزمن شتون ولرلی شی او د هغې د اصلاح لپاره کوشش وکړی .
په اجتماعی او سیاسی ډګرونو کې د میرمنو د مشارکت د اسلامی تاریخی جرړې باندې د پوهیدلو لپاره له رسول ا... مبارک سره د میرمنو د بیعت مسلې ته اشاره کیدلې شی . په اسلام کی د بیغمبر اکرم ص د مشرۍ د منلو ، د هغو پرضد د بلوا نه کولو او د هغوله حکمونو د سرغړونې نه کولو لپاره له بیعت استفاده کیدله .
له تاریخی نظره د پیغمبر اکرم ص د رسالت په پړاو کې د میرمنو د بیعت لومړنې شتون د بیعت النسا په توګه یاد شوی دی . په دغه بیعت کی میرمنو هغه هم په هغه زمانه کی چی میرمنې له خپلو لومړنیو اجتماعی او وګړنیزو حقوقو محرومې وې ، ډیر حیرانونکی دی . له رسول ا... مبارک سره د میرمنو بیعت په صلح حدیبیه او فتح مکې کې وشو او په ژبنی توګه وو . د غدیر په بهیر کې هم میرمنو د اوبو په تاش کې په لاس کیښودلو سره له حضرت امام علی ع سره بیعت وکړ .
خدای تعالی د سوره ممتحنه په ۱۲ ایت کی له پیغمبر اکرم ص سره د میرمنو د بیعت په اړه چی د فتح مکې په ورځ وشو ، فرمایی ، ای پیغمبره که مومنې میرمنې راشی او تاسره بیعت وکړي نو ورسره پیعت وکړه او هغو لپاره له خدای مغفرت وغواړه چی خدای تعالی ډیر مهربان او بخښونکی دی .
په ایران کی هم د میرمنو او سړیو لپاره سیاسی مشارکت برابر بلل شوی دی . له ۱۳۴۱ راهیسې د میرمنو د رای حق په رسمیت پیژندل شوی دی او میرمنې هم کولې شی چی دسړیو په شان د خپل هیواد په برخلیک کې ونډه ولرلې شی .
جهاد هم د اسلام د سیاسی کلتور مهم عنصر دی . د اسلام تاریخ د دې ښودنه کوی چی میرمنې له جهاد سره اړونده چارو په مهمه برخه کې شتون درلودلی شی ، ځکه چی جهاد یوازې په مورچې او ډزو کې ندې . میرمنو پخ جبهه کې په تدارکاتی برخو کی مرسته کوله . د عسکرو لپاره یې خوړه او اوبه راوړلې او د ژوبلو کسانو درملتنه او پرستاری یې کوله .
دا چی ویل کیږی جهاد او مبارزه د میرمنې دنده نده ، په دې معنا ندی چی میرمنه د جهاد اجازت نلری ، بلکې جهاد د میرمنې لپاره دنده او تکلیف نه بلل کیږی . همداراز په ابتدایی جهاد کی د میرمنو شتون چی هغو پیلونکی وی ، جایز ندې خو په دفاعی جنګونو کې چی مسلمانان د جنګ پیلونکی ندی او باید له خپل ټاټوبی د دښمن په وړاندی دفاع وکړی ، میرمنې حتی د میرمږنو د لښکر قومانده هم کولی شی ځکه چی دفاع سړی او میرمنې ته نه بیل کیږی ، هر ځای کی چی دفاع وی ، میرمنه د سړی په څنګ کې شتون لر ی .
په جاهلی پړاو کې د کورني ، اجتماعی ، اقتصادی ، سیاسي ډګرونو کې د میرمنې وضعیت ظالمانه او تورتم وو . له همدې امله د اسلام یو اساسی بدلون د میرمنو د اجتماعی او انساني موقعیت اوځای اصلاح بللې شو . اسلام په اجتماعی حقوقو لکه د خاوند د انتخاب حق ، اجتماعی او سیاسی ګډونونو کې د میرمنې مصلحت په نظر کې نیولې دی او که په دې زمینه کې کومومحدودیتونو ته هم قایل شوی یوازې د دې لپاره دی چی میرمنه د اجتماعی مسایلو په ډګر کې کم تاوان ووینی .
د ایران په اسلامی جمهوریت کې مسلمانه میرمن په ټولنه کې فعال شتون لری او په سترو سیاسی فیصلو کې شریکه ده . په دغه نظام کی د میرمنې انسانی ځای د یوې میرمنې په توګه ساتل کیږی . په لویدیځو ټولنو کې د میرمنو په اپوټه چی له هغو د شیانو د خرڅولو او سړیو د خوند لپاره استفاده کیږی . د اسللامی انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای لویدیځې ټولنې مرد سالاره بولی ځکه چی باوری دې هغو له میرمنې د سړی لپاره غواړی . هغو فرمایی د لویدیځوالو د سړی یالارۍ یوه نښه همدا دې چی میرمنه د سړی لپاره غواړی . په همدې دلیل وایی میرمنه سینګار کړئ تر څو سړی خوند واخلی . دا مردسالارۍ ده ، دا د میرمنې ازادی نده . دا په حقیقت کې د سړی ازادی ده . غواړی چی سړې ازاد وی حتی د بصری التذاذ لپاره ، نو ځکه میرمنه د سړی په وړاندی د حجاب حتمولو ، سینګار او تبرج ته لمسوي .
پای